لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خارجه دفتر سرچینې وایي ایراني ځواکونو یې په خاوره کې عملیات نه دي کړي


IRAN-PAKISTAN/
IRAN-PAKISTAN/

پاکستاني میډیا د هیواد د خارجه دفتر د سرچینو له لوري د ایراني رسنیو دا دعوې رد کړې دي چې ګنې د ایران امنیتي ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل نومې ایران ضد وسله وال تنظیم پرضد عملیات کړي اؤ ددغه تنظیم یو کمانډر اسماعیل شاه بخش اؤ د هغه ملګري یې وژلي دي.

د ایران نیمې سرکاري خبري ایجنسۍ "مهر" د شنبې یا خالي په ورځ دعوه کړې وه چې ایراني ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د جش العدل وسله وال تنظیم خلاف عملیاتو کې د دغه تنظیم کمانډر اسماعیل شاه بخش اؤ د هغه ځېنې نور ملګري وژلي دي.

خو یاد خبري اژانس پخپل رپورټ کې دا نه ده په ډاګه کړې چې ایراني ځواکونو د پاکستان په کومه سیمه کې دا عملیات کړي دي؟

په سوشل میډيا هم د پاکستان په خاوره کې د ایراني ځواکونو په عملیاتو کې د جش العدل د کمانډر د وژنې دعوې مخې ته راغلي خو پاکستاني رسنیو بیا د خارجه فتر د سرچینو له قوله دغه دعوې رد کړې دي.

د پاکستان یو شمیر شبکو د خارجه دفتر د سرچینو له قوله ویلي د ایران ځواکونو د‌ پاکستان په خاوره کې هیڅ رقم عملیات نه دي کړي اؤ نه هم د ایران سرکاي میډیا دغسې کومه پېښه رپورټ کړې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت سرچېنو سپینه کړې چې په سیمه کې د قاچاقبرانو تر منځ د ډزو پېښې ته د پروپېګنډې په توګه د ایراني ځواکونو د عملیاتو نوم ورکړل شوی اؤ وایي دغسې ځکه شوي تر څو د "مرګ برسرمچار" عملیاتو کوز سترګیا له منځه یوړل شي.

تر دې وړاندې د تېرې جنورۍ په میاشت کې ایران دعوه کړې وه چې ځواکونو يې د پاکستان په پنجګور سیمه کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه په ډرون او مزایلو ویشتلي دي اؤ د جیش العدل وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستان د ایراني حملې غندنه کړې وه او ویلي یې وؤ چې په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي او څو نور ملکي کسان زخمیان شوي دي.

تر دغې پېښې دوه ورځې وروسته پاکستان وویل په "مرګ برسرمچار" عملیاتو کې یې د ایران په خاوره د ترهګرو پټن ځایونه وېشتلي دي.

ایران هغه مهال ویلي وؤ د پاکستان په حملو کې نهه غېر ملکیان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

هغه مهال د ایران او پاکستان ترمنځ اړیکې سختې تاوژنې شوې وې اؤ دواړو ملکونو یو بل سره سفارتي اړیکې قطع کړې وې خو بیا وروسته دواړو هیوادونو خپلې اړیکې ځای ته راوستې اؤ سفارتي ایکې یې هم بحال کړې وې.

سرچينې وايي چې جيش العدل تنظيم د ايران په سيستان-بلوچستان حکومت او ادارو کې هم خپل خواخوږي لري او هغه وخت ناوخته دوی ته معلومات او نورې مرستې ورکوي.

جش العدل په پېل کې خپل فعالیتونه د جند الله په نامه کول .

جندالله په 2003م کال وجود ښکاره کړی و چې د عبدالمالک رېکي په نامه د کمانډر په مشرۍ کې يې د ايران د حکومت او شيعه اکثريت پر ضد وسلوال فعالیت کولو.

په کال 2010م کې ايران د جندالله مشر عبدالمالک رېکي ګرفتار کړی او هغه ته يې په هغه کال په ايران کې د ترهګرۍ کولو په تور تېزندي ورکړې وه.

ياد تنظيم هغه وخت دعوه کړې وه چې دوی په ايران خصوصاً په سېستان بلوچستان کې د سني بلوڅانو د عقيدې، کلتور او حقوقو د خونديتوب لپاره کار کوي او غواړي پراخ حقونه ولري.

د عبدالمالک رېکي له تېزندۍ وروسته د هغه ورور عبدالروف رېکي د النصر په نامه تنظيم اعلان کړی او د عبدالمالک رېکي تنظيمي ملګرو په کال 2012م کې خپل نوم له جندالله څخه په جیش العدل باندې بدل کړی وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG