لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران سفارتکار وايي پاکستان سره به د ایران د کلیز تجارت کچه ۱۰ ارب ډالر ته رسوي


د کال ۲۰۲۰ په دې تصویر کې په تفتان کې د ایران او پاکستان سرحدي لار ليدل کېږي
د کال ۲۰۲۰ په دې تصویر کې په تفتان کې د ایران او پاکستان سرحدي لار ليدل کېږي

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د ايران کونسل جنرل ویلي پاکستان سره به د تجارت لس ارب ډالرو ته رسوي خو څېړونکي وايي چې د دواړو هيوادو تر منځ ترهګري ختمول لویه مسله ده.

د کوټې د سوداګرو او صنايعو دسازمان دغړو سره د ليدو پر مهال د ايران کونسل جنرل حسن درويش وند وويل چې د دواړو ګاونډى هيوادو د تجارت په لاره کې خنډان به له منځه وړي او د دواړو ملکونو د کلنېز تجارت د 10 ارب ډالرو هدف به تر لاسه کوي.

هغه وويل دوه اړخیز تجارت په لاره کې خنډان لرې کول ضروري دي.

تاجران وايي چې د ایران او پاکستان ترمنځ تجارت کې خنډان شته چې د تجارت توازن يې خراب کړې دى. تاجران دا غوښتنه هم کوي چې سياسي کشالې دې له تجارتي چارو څخه جلا کړل شي خکه چې په سياسي تعلقاتو کې تاوتریخوالی تجارت او کاروبار ته زیان رسوي.

د کوټې چمبر آف کامرس پخوانی مشر عبدالله اڅکزی وايي د پاکستان او ايران له حکومتونو څخه دا أميد لري چې سرحد باید ونه تړل شي ، قانوني تجارت خلاص وى. "د دواړو هيوادو ضرورت او د عوامو فاٸده ده."

ښاغلي اڅکزي وویل له پاکستان څخه اپران ته دوه توکې ورېجي او کونجتې ايکسپورټ کېږي، او د دې په مقابله له ايران څخه يونيم سل توکې درامد کېږي. هغه غوښتنه وکړه چې پکار ده د دواړو ملکونو تجارت د برابرۍ په بنیاد وکړی شي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

څېړونكي وايي د پاکستان او ايران تر منځ د تجارت او په اړيکو ته تر ټولو زیان ترهګري رسوي چې د دواړو هيوادو تر منځ يې بې باوري را پيدا کړی دهږ

د بلوچستان پوهنتون د نړى والو اړيکو استاذ پروفيسر دوست محمد بړېڅى وايي "سيکورټي ډېره لوې مسله ده، ايران په پاکستان کې بريد وکړي ، پاکستان بيا هلته وکړي، د دواړو له پاره د ترهګرى لويه خطره ده، د دوى چې کومه غونډه وشوه ، زياته توجه پر دې وايي چې ترهګرى او تندروى به څنګه کنټرول وٶ، که د پاکستان له پاکستان سره اړکي ښې شي بيا سي پېک تر اپران او تر کيې تر داواړو تللى شي."

د پاکستان پنځه ضلعې چاغې ، واشک ، پنجګور ، کېچ ، او ګوادر له اپران سره په سرحد پرتې دي او د دې سيمو د خلګو زيات شمېر خوراکى مواد او روګار د ايران سره تړلي دي. د سرحدي سيمو خلک مني چې د ايران سره قاچاقي کاروبار ښه په پراخه کچه دوام لري او په خصوصي توګه د ايران نه د تېلو قاچاق بيا بېخي ډېر دی خو د پاکستان حکومتي چارواکي په دې اړه چپه خله دي.

ايران پر پاکستان باندي تورلګوي چې مذهبي تندره ډلې جېش عدل د ايران په سستان بلوچستان کې ترهګري کوى او پاکستانۍ چارواکي بيا وايي چې ځيني بلوڅ وسلوالې ډلي په ايران کې پناه اخلي او بيا دلته بريدونه کوى.

تاجران وايي د نړیوالو بنديزونه له سوبه هم د پاکستان او ايران تر منځ تجارت تر يو اعشاريه شپږ ارب ډالرپورې محدود دى. د تېر کال 2023 په پرتله باندى سږ کال د جنورى څخه بيا د اپريل تر مياشتي پوري اتلس فيصد اضافه ريکارډ شوي وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG