امریکايي مامورینو په یو ایراني تن دا الزام لګولی چې د ایران د پوځ یو لوړ رتبه افسر د وژل کېدو په بدل کې یې د امریکايي چارواکي د قتل سازش تیار کړی و.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د امریکې انصاف وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل شهرام پورصفي د جان بولټن د قتل سازش تیار کړی و.
بولټن د پخواني امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د قامي سلامتیا مشیر و.
د ای پي رپورټ وايي د امریکې حکومتي وکیلانو ویلي صفي د پېسو دپاره د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو جنرل قاسم سلېماني د وژل کېدو بدل اخیستلو سازش کولو.
سلېماني د پاسداران انقلاب د قدس سپاه برخې مشر و او د ۲۰۲۰ د جنورۍ په میاشت کې په عراق کې د امریکې په ډرون حمله کې ووژل شو.
صفي د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ای ته مطلوب دی.
د ټوېټر دلارې خپور شوي خپل بیان کې د هغه په ضد د سازش معلومولو په اړه جان بولټن د اېف بي ای او د خفیه ادارې سېکرېټ سروس شکریه ادا کړه.
بولټن وویل د ایران حکمرانان دروجن دي، ترهګر دي او د امریکې دښمنانان دي.
د ای پي په رپورټ کې داسې څه نه وو چې ایا ایران د جان بولټن د خبرو یا د ایراني تن د مبینه سازش په اړه څه ویلي دي او که نا؟
ای پي وايي په ملګرو ملتونو کې د ایران دفتر په سمدستي ډول څه ځواب و نه وېلو.
د ای پي ترمخه، د امریکې د قامي سلامتیا دپاره د انصاف وزارت مسول مېتیو اولسن وویل د لومړی ځل نه دی چې د امریکې په خاوره امریکایانو نه د انتقام اخیستلو دپاره د ایرانیانو سازش معلوم کړی شوی دی. هغه زیاته کړه امریکايي مامورین د دغو سازشونو د ناکامه کولو دپاره نه ستړي کېدونکي کوښښونه کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي