لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراق په ځینو برخو کې، د کروناوایرس په نسبت داعش ډېر کسان وژني


په عراق کې د کروناوایرس په خپرېدو او د دې مرض د تایید شویو کېسونو په شمېرو کې د یو دم زیاتوالي سره، عراقیان اوس حیران دي چې دغه مرګونې وبا، له یو بل دښمن سره چې دولت اسلامیه (داعش) نومیږي، څنګه پرتله کړي.

د ځایي چارواکو په وینا، په دې وروستیو هفتو کې ډېرو عراقیانو ته اسلامي تندلاري د کوېډ۱۹ یا کروناوایرس مرض په نسبت ډېر وژونکي ثابت شوي دي، په خصوص د عراق په شمالي ولایتونو کې چې د مرکزي حکومت او د کردستان د خودمختاره انتظامیې ترمنځ یې پر سر دعوه روانه ده.

عراق خپل لومړی کروناوایرس کېس د فرورۍ په آخره کې اعلان کړ. د عراق د صحت وزارت له هغه وخت راهیسي تر اوسه، په کرکوک، دیاله، صلاح الدین، او نېنوا ولایتونو کې د کروناوایرس له کبله د ۱۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

خو په عین وخت کې بیا د رپوټونو له مخې، داعش په هغو سیمو کې کم از کم ۵۰ امنیتي عسکر او عام وګړي وژلي دي.

د بغداد په صدر سیمه کې یوه صحي کارکنه له خلکو نه د سمپل اخیستو پر مهال
د بغداد په صدر سیمه کې یوه صحي کارکنه له خلکو نه د سمپل اخیستو پر مهال

هشام الهاشمي چې په بغداد کې د ګلوبل پالیسي سېنټر سره د ترهګرۍ یو څېړونکی دی، له وي او اې سره په خبرو کې وویل: "په یقین سره چې داعش دلته پیاوړی دی. په ځینو دغو سیمو کې، هېڅ امنیتي ځواکونه نشته، نه د وفاقي حکومت او نه هم پېشمرګه."

پېشمرګه د عراق په شمال کې د کردانو د خودمختاره انتظامیې د پوځي ځواک نوم دی.

سخت محدودیتونه

د کروناوایرس د لا خپرېدو د مخنیوي په خاطر، عراقي چارواکو کلک لاک ډاون یا ټولبندیز لګولی دی چې په هغه سره په ټول عراق کې په "غیرضروري" ټرافیک، د خلکو په راغونډېدو، او کاروبارونو باندې پابندي لګېدلې ده.

په اوله کې داسې ښکارېده چې دغه محدودیتونه به نتیجه راوړي. خو په مئې میاشت کې چې په روژې او اختر کې حکومت کرفیو نرمه کړه، نو څو ورځې وروسته یې په ټول عراق کې د کروناوایرس مرض په شمېر کې یو ناڅاپه زیاتوالی راغی.

د تېرې جمعې تر ورځې (د مئې ۵مه) پورې، د عراق د صحت وزارت د دې پخلی وکړ چې په عراق کې قریب لس زره د کروناوایرس تایید شوي کېسونه شته، شاوخوا څلورنیم زره د دې مرض نه بېرته روغ شوي، او د دې وبا د لاسه د مړو شویو عراقیانو شمېر ۲۵۸ ته رسېدلی دی.

په عراق کې د کروناوایرس د ټولو پېښو د جملې نه، څه دپاسه نیمایي یې په سرښار بغداد کې رېجسټر شوي دي. په داسې حال کې چې د عراق په نورو سیمو کې د کروناوایرس وبا د نوې څپې د مقابلې دپاره کوششونه روان دي، مګر په هغو علاقو کې چې داعش هلته فعالیت لري، د کووېډ۱۹ یا کروناوایرس خطره کمه ده، دا ځکه چې هلته د داعش ډلې د زیاتېدونکي فعالیت او د سخت لاک ډاون د لګېدو له وجهې، د خلکو ګڼه ګوڼه او خوځښت بیخي کم دی.

په کرکوک کې یو خبریال آزاد شکر وایي چې "ځیني اوقات د ماسپښین دوه بجو شاوخوا، امنیتي قواوې ځای ځای په کرفیو کې لږ نرمي راولي چې خلک بازار ته ولاړ شي او بېرته خپلو کورونو ته راوګرځي. خو د هغه نه پس بېرته کلکه کرفیو لګیږي، په خصوص د شپې لخوا."

د ائتلافي ځواکونو کردار

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې د عراقي عسکرو د روزنې او تعلیم چارې یې اودرولي دي، او دلیل یې د کروناوایرس وبا وښودله. په عین وخت کې ائتلافي قواوو په کرکوک کې یوه پوځي هوایي اډه عراقي ځواکونو ته وسپارله.

په عراق کې د نړېوال ائتلاف یو ویاند، کرنل مایليس کګېنس وي او اې ته وویل چې د دوی د فعالیتونو د کمېدو با وجود هم دغه خارجي ځواکونه د داعش ډلې د پټنځایونو خلاف عملیاتو کې، عراقي ځواکونو سره د هوایي حملو په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي.

کګېنس زیاته کړه چې داعش په عراق کې دا حیثیت نلري چې کومه سیمه دې په ښکاره توګه په خپل کنټرول کې وساتي. هغه وویل چې ائتلافي ځواکونو یوازې د مئې میاشتې په دویمه نیمایي کېو ۳۵ ځله په عراق کې عملیاتونه کړي او یو شمېر داعش جنګیالي یې وژلي او یا نیولي دي.

مګر بل طرف ته کردي چارواکي دا دعوه کوي چې د ائتلاف ځواکونو د فعالیت کمېدو، داعش ته دا موقع ورکړې چې بېرته سا واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG