لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ ويلي، د عدالتي کارروايۍ په رپورټنګ هیڅ بنديز نه شته


اسلام اباد هاىکورټ په صحافيانو باندې د عدالت دننه د مقدمو په رپورټنګ د پېمرا لخوا د لګول شوي بنديزونو اورېدنه کړې او د ياد عدالت مشر قاضي ‏عامر فاروق ويلي، چې د عدالتي کاروايۍ په رپورټنګ هېڅ بنديز نشته.‏

خبريالان د پېمرا له اړخه لګول شوی دا بنديز د پاکستان د حکومت لخوا د اظهار په ازادۍ د قدغن لګولو يوه هڅه بولي او قانون پوهان وايي د حکومتي ‏بنديزونو مقابله به کوي.‏

د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هاىکورټ مشر قاضي عامر فاروق په خپل ريمارکس کې وویل چې په عدالتي رپورټنګ هېڅ بنديز نشته او مطبوعات ‏عدالتي کاروايي رپورټ کولي شي او زياته يې کړه چې بنديز يواځې په غېر ذمه واره رپورټنګ باندې دی.‏

په عدالتي رپورټنګ باندې د بندېز پرضد دا خواست د اسلام اباد هاىکورټ د صحافيانو تنظیم او د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس لخوا شوی وو.‏

پاکستان کې د الېکټرانيکي ميډيا د انتظام ادارې پېمرا د مې په 21 په عدالت کې د اورېدنې لاندې د مقدمو په اړه د خبر يا ټيکرز په چلولو بنديز لګولی ‏وو.‏

د خواست کونکو وکيل بېرسټر عمر اعجاز ګېلاني وروسته د ډيوه سره خبرو کې د پېمرا دا بنديز غېر قانوني وبللو ، هغه وويل، "مونږ عدالت ته وویل چې ‏پېمرا په کوم رول باندې په مطبوعاتو دا مکمل بنديز لګولی دی، په هغې کې د پېمرا د اقدام برعکس خبره ليکل شوې ده، هغې کې ويل شوي، د اورېدنې ‏لاندې مقدمو کاروايي مطبوعات رپورټ کولی شي خو ځینې محدوديتونو سره چې سنسني به نه خپروي".‏

په دې وروستيو کې د پاکستان مرکزي حکومت د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي کال 2016 قانون کې هم د نورو بدلونونو راوستو پرېکړه کړې ده چې ‏وايي مقصد يې د ناسمو مالوماتو د خپرولو مخه نيول دي.‏

صحافيان وايي په پاکستان کېد ازاد صحافت لمن راغوډېږي خو زياتوي چې د حکومتي بنديزونو به په کلکه مقابله کوي.‏

د سپريم کورټ پرېس اېسو سي اېشن مشر عقييل افضل وايي، "په مطبوعاتو د لګول شويو بنديزونو دا لړۍ اوس تر اعلا عدالتونو د ججانو رسېدلې ده او ‏د دې مطلب دا دی چې ججان څه هم وايي د هغې رپورټنګ به نه کيږي".‏

په اورېدنه کې عدالت د اډييشنل اټارنى جنرل څخه وپوښتل چې د دې معاملې سره د مرکزي حکومت څه تړاو دی نو هغه په خپل ځواب کې وویل دا د ‏پېمرا معامله ده او د مرکزى حکومت سره هېڅ تعلق نه لري.‏

د تېرې مې په مياشت کې په پنجاب کې د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره هم صوبايي اسمبلۍ د هتک عزت يا عزت د سپکاوي قانون منظور کړی وو.‏

په ياد قانوني بدلون کې ويل شوي د کوم سرکاري تن او د عام وګړو پرضد په الېکټرانيکي، سوشل او پرنټ مېډيا که څوک ګمراه کونکي مواد خپروي نو ‏هغه تن به 30 لکه روپۍ جرمانه کولی شي او صحافيان دا قانون د تنقيدي غږونو غلي کولو او د اظهار په ازادۍ قدغن ګرځوي..‏

عادل عزیز قاضي، قانون پوه عادل عزيز قاضي وايي، "د پاکستان ايين د اظهار د ازادۍ ،علم او مالوماتو د خپرولو حق ورکړی دی او په دې اړه د سپريم ‏کورټ فېصله هم موجوده ده چې په دې دستوري حقونو قدغن نه شي لګول کېدای".‏

په پاکستان کې د صحافت د ازادۍ او د مطبوعاتو د کارکنانو د تحفظ لپاره کار کوونکی غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک دعوه کوي چې د تېر يو کال په ‏موده کې په پاکستان کې د اظهار ازادۍ ته په ورپېښو خطرو کې اضافه شوې ده او په خپل رپورټ کې يې ويلي چي په تېر يو کال کې په هيواد کې څلور ‏خبريالان وژل شوي او هم دې موده کې د صحافيانو پرضد 104 مقدمې هم درج کړل شوي دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG