لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس وایي پر ګیله من د بریدګرو نیولو لپاره یې ډله جوړه کړې خو لا یې څوک نه دي نیولي


د اسلام اباد پوليس وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ګيله من وزير په وژنه کې د ککړو کسانو د نيولو لپاره يې د پوليسو خصوصي ډله جوړه کړې خو په دې تړاو يې لا څوک نه دي نيولي.

د اسلام اباد د پوليسو وياند محمد تقي جواد د شنبې- خالي په ورځ له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ویلي، د پي ټي ایم د وژل شوي فعال او وتلي شاعر ګيله من وزير په قتل کې د تورنو کسانو د لټون لپاره یې د ډي ای جي تر مشرۍ لاندې د عملیاتي چارو يوه خصوصي ډله جوړه کړې ده.

تقي جواد وایي پولیسو د ککړو کسانو د موندلو او نیولو لپاره د اسلام اباد په کورونو او دفترونو چاپې وهلې دي خو وایي تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي. هغه نور ونه ویل چې د اسلام اباد په کومو سیمو کې یې د چا- چا پر کورونو چاپې وهلې دي.

د ګیله من وزیر په جنازه کې هم د سیاسي ګوندونو مشرانو او اکثرو ویناوالو د ریاستي ادارو پر کارکردګۍ نیوکې وکړې چې څنګه یې د نیزدې یوې اوونۍ پر تېرېدو باوجود د ګیله من وزیر بریدګر نه دي نیولي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزى کمېټۍ غړی ګیله من وزیر د جولاې په 7مه د پاکستان سرښار اسلام آباد په بي- 17 سيمه کې يوه ډله کسانو په ناڅاپي برید کې په مرګونې توګه ژوبل کړی وو چې درې ورځې وروسته یې په پیمز روغتون کې ساه ورکړه.

د ګيله من وزير په مړینه که د ټولې نړۍ نه پښتانه په ټولنيزو رسنيو د غم او خفګان څرګندونې کوي خو د پاکستان قامي مېډيا او زياتره ځایي رسنۍ په ګيله من باندې په شوي بريد او د هغه په مړینه غلې پاتې دي.

کارپوهان وايي ځايي مېډيا د پوځ تر اثر لاندې ده او نه شي کولی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر تحریک خلکو او هلو ځلو ته کورېج ورکړي.

څېړونکي وايي په پاکستاني مېډيا کې د پښتوخوا او بلوچستان ستونزو او معلوماتو ته هغه ځای نه ورکول کېږي چې يو صحافتي فرېم ورک کې یې خپل يو اهميت وي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد سيد عرفان اشرف وایي، "دا پالیسي رياست د خپلو خلكو نه لرې بيايي او داسې دا تګلاره ځایي مېډيا د ولس د ترجمانۍ نه متنفر کوي او په دې بنياد زه وایم که هغه رياستي ادارې دي او که شخصي ادارې دي هغوی په خلکو کې خپل حیثیت بایلي".

که يو خوا د ګيله من وزير په مړینه ځایي مېډيا خوله تړلې پاتې ده نو همدا ډول مرکزي حکومت هم د نوموړي په مړینه کوم بيان نه دی خور کړی.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نواز خان وايي د پاکستان مېډيا ازاده نه ده. وایي هغه څيزونه دوی نه نشر کوي چې د اختيار لرونکو [د پالیسیو] پرضد وي:

"مېډيا د خلکو تر منځ د فاصلو په کمولو کردار ادا کولی شي خو د بده مرغه د پاکستان مېډيا دغه کردار نه لوبوي، مېډيا ددغو خلکو خلاف پروپېګنډه خو کوي ولې د هغوی د بشري حقونو په ملاتړ کې غږ نه پورته کوي او دا د افسوس خبره ده. "

په پاکستان او افغانستان کې په ټولنيزو رسنيو باندې د ګيله من د جنازې وېډيو ګانې، عسکونه او د هغه پخوانۍ خبرې خوريږي.

کارپوهان وايي پاکستاني مېډيا د رياست د طاقتور پوځي اسټېبلشمنټ د اثر لاندې ده او هغه څه نه خپروي چې د پوځ د تګلارو خلاف ځي.

په پاکستان کې یو ځایي خبریال عبدالله مومند وایي، په پېمرا کې ريټايرډ افسران ناست دي، ددې نه علاوه پوره مېډيا د اي اېس پي آر لخوا هدایات ترلاسه کېږي چې څه به نشر کوي:

"په دغو حالاتو کې د مېډيا نه بلوڅانو ته او نه د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر تحريکونو ته کورېج ملاوېدی شي او نه دا مېډيا په ازاد ډول کار کولی شي".

ځایي صحافيان وايي دوی خپلو ادارو ته د ګيله من وزير د مړینې په اړه خبرونه ورکړي خو د نه خورولو علت ورته نه دی ښودل شوی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG