لاس رسیدونکی لینک

 
بلوچستان:د وسله والو برید کې 18 عسکر وژل شوي، پوځ وایي 23 وسله وال یې هم وژلي
تازه خبر

بلوچستان:د وسله والو برید کې 18 عسکر وژل شوي، پوځ وایي 23 وسله وال یې هم وژلي


د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان قلات سیمه کې د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ یوه خونړۍ نښته شوې چې د پاکستان د پوځ په وینا دې نښته کې 18 د ایف سي عسکر وژل شوي.

پوځ وایي چې 23 وسله وال یې هم وژلي خو د هغوي پېژندګلو یې مخې ته نه ده راوړې.

بیلتون پاله بلوچ وسله والې بي ایل اې(ازاد) په امنیتي ځواکونو د برید پړه پغاړه اخستې خو ځانته د اوښتي زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا د روان کال 2025م په مهال بلوچستان کې د وسله والو لخوا په امنیتي ځواکونو وړومبی ستر برید دی چې په دومره پراخه کچه یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

د خالي یا شنبې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو د قلات په منګوچر سیمه کې کارروایي کړې ده چې پکې د قانون پځای کوونکو ادارو مامورینو هم برخه درلوده.

د آي ایس پي ار ترمخه، د جمعې اؤ خالي په منځ شپه کې ترهګرو د سړک تړلو هڅه وکړه چې په دې امنیتي ځواکونو چټک اقدام وکړ اؤ د ترهګرو ناوړه عزایم یې ناکام کړل.

پوځ ویلي چې د ځایي ابادۍ د تحفظ باوري کولو لپاره د امنیتی ځواکونو لخوا شوؤ عملیاتو کې 12 ترهګر وژل شوي .

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې د هغوي مقصد د دښمنو قوتونو په لمسه د بلوچستان پرامنه ماحول خرابول وؤ.

پوځ پخپل بیان کې منلې ده چې په منګوچر کې د عملیاتو په مهال وسله والو سره نښته کې 18 عسکر وژل شوي دي.

پوځ ویلي چې په دې ناوړه فعل کې لاس لرونکي اؤ د هغوي سهولت کاران به د انصاف محکمې ته کش کولی شي .

د پوځ بیان کې ویل شوي چې د قلات په منګوچر سیمه کې د پاکونې عملیات لا دوام لري.

بلوڅ بیلتون پاله وسله والې ډلې بي ایل اې( ازاد) پخپل یو لنډ بیان کې قلات کې په پوځ د شوي برید پغاړه اخستي ده.

د بي ایل اې (ازاد) ویاند ازاد بلوچ په یو بیان کې چې وسله والو یې پوځ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده خو دغه وسله والې ډلې بیا خپلو وسله والو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

د بي ایل اې ازاد په نامه د وسله والو بلوڅانو دا ډله په کال 2018م کې د بلوڅ لبریشن ارمي څخه جلا شوې وه اؤ اوس پخپل سر وسله وال فعالیتونه کوي.

په دې ورستیو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ او سخت دریځې په پېښو کې يو ځل بيا اضافه شوې ده .

د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټوټېوټ فار کنفلیکټ اېنډ سکورټي سټډیز په تازه رپورټ کې ویل شوي چې د کال 2025م په اولنۍ مياشت جنورۍ کې په ګرد هیواد کې 74 ترهګريز بريدونه رېکارډ شوي دي.

د رپورټ ترمخه په دې بریدونو کې 91 کسان وژل شوي دي چې 35 پکې امنیتي عسکر، 20 ملکي وګړي او 36 وسله وال شامل دي.

د رپورټ ترمخه دا شمېرې ښيي چې د تېر کال د دسمبر پرتله په ترهګریزو بريدونو کې 42 سلنه اضافه شوې ده.

په پاکستان کې د ترسره شوؤ وروستیو زیاتره ترهګریزو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان اؤ بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده.

( په دې رپورټ کې ځينې معلومات حفیظ الله ستوري شېراني شریک کړي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG