لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې د اوربند تړون پېل شو، عملي کېدل به یې په صدر ټرمپ پوره اړه لري


د اسرایل د کابینۍ لخوا د منظورۍ وروسته په غزه کې د اتوار/ یکشنبې د ورځې نه اوربند پېل شو. د اسرایل د کابینۍ ۲۴ وزیرانو د اوربند په حق کې او اته نورو یې پرضد رایې ورکړي. د اسرایل او حماس تر منځه شوې لوظنامې تر مخه به دغه اوور بند د نن نه عملي کیدو.

خو د خالي/ شنبې په ورځ د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نیتن یاهو ویلي وو چې تر هغې به جنګ بندې نه شورو کیږي تر څو چې حماس دلې د هغه دریو یرغمالیانو نامې نه وي شریکې کړي څوک چې به د اتوار په ورځ خوشي کیږي.

حماس ډلې بیا د دغه کسانو نامې وړاندې کړي او اسرایل ویلي چې په غزه کې به جنګ بندي د ورځې ۱۱:۱۵و بجو نه عملي شي.

د اسرايل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره دغه تړون له يو کال څخه د زياتو خبرو اترو وروسته د امریکې، قطر او مصر په منځګړيتوب ترسره شوی دی.

د امريکا صدر جو بايډن په لومړي ځل په مې مياشت کې دغه تړون تایید کړی ؤ اؤ په جګړه بوختو خواوو د چهارشنبې په ورځ دغه تړون ومنلو، او وروسته یې د اسرايل کابينې د شنبې په سهار منظوري ورکړه.

دوشنبې په غرمه، کله چې منتخب صدر ډونالډ ټرمپ لوړه کوي، د هغه ادارې ته به ددغه تړون عملي کول په میراث ورپاتې شي .

دغه تړون درې پړاوونه لري، چې هر يو به يې شپږ اوونۍ دوام وکړي. د دويم او درېيم پړاو شرايط لا هم تر بحث لاندې دي، خو د لومړي پړاو له مخې به د جګړې ودرول دوام وکړي .

لومړی پړاو کې د اسرايلي ځواکونو له ګڼ مېشتو سيمو څخه وتل او غزې ته د زياتې مرستې رسول، او همدارنګه په اسرايلي زندانونو کې د بندي ځينو فلسطينيانو او د حماس له خوا يرغمل شويو کسانو، په شمول د امريکايانو، خوشې کول شامل دي.

امریکې او نورو لوېديځو هېوادونو حماس یوه ترهګره ډله ګرځولې ده.

د اتلانټيک شورا د منځني ختيځ د پروګرامونو د سکاوکرافټ د منځني ختيځ د امنيتي چارو غړي احمد فؤاد الخطیب وایي د امريکايي يرغمل شويو کسانو خوشې کول د ټرمپ د خوښۍ "اساسي برخه" ده چې جګړه په چټکۍ سره پای ته ورسوي،

الخطیب وي او اې ته وويل، دا لا څرګنده نه ده چې ټرمپ به دومره فشار وساتي چې تړون دويم پړاو ته لاړ شي، چې په هغې کې به ټول يرغمل شوي کسان خوشې شي، او یا بیا به دا تړون درېيم پړاو ننوځي چې په هغې کې به د غزې بيا رغونه پيل شي.

الخطیب اندېښنه څرګنده کړه چې د لومړي پړاو وروسته به ټرمپ په غزه کې دومره بې علاقې شي چې تړون به "د جګړې د کنګل کولو څخه زيات څه نه وي"

هغه وایي دا به په غزه کې د فلسطينيانو او د فلسطيني دولت د جوړېدو هدف لپاره په ګټه نه وي.

د اسرايل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د جمعې په شپه ناوخته وويل چې هغه له بايډن او ټرمپ څخه "بې قيد او شرطه ضمانتونه" ترلاسه کړي چې که د دويم پړاو خبرې اترې ناکامې شي، اسرايل به "د امریکا په ملاتړ سره سختې جګړې ته راستون شي"

په غزې کې دا جګړه وروسته له هغې پېل شوې چې د حماس وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه په اسرايل بريد وکړو، په دې برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ کسان نور یرغمل نیول شوي وؤ.

اسرايل وايي چې حماس لا هم ۱۰۱ يرغمل شوي کسان پخپله ولکه کې لري، چې په کې ۳۵ هغه کسان هم شامل دي چې پوځ وايي مړه شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي په غزې کې د اسرایل په ځوابي کارروایانو کې له ۴۶۰۰۰ څخه زيات فلسطينيان وژل شوي دي چې زیات شمیر یې ښځې اؤ ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG