لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له لبنان سره پر پوله د کړکېچ له زیاتېدو سره اسرایل په غزه کې حملو ته دوام ورکړی


د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ د غزې پټۍ پر ځینو سیمو تازه بریدونه کړي او د حماس له وسلوالو سره یې جګړه کړې ده ځکه چې تر دې مهاله د ډزبندۍ هڅې ناکامه شوې دي او له لبنان سره د اسرایل پر شمالي پوله کړکېچ زیات شوی دی.

عیني شاهدانو خبر ورکړی دی چې د غزې پټۍ په جنوبي ښار رفح او مرکزي سیمو یې تازه بریدونه لیدلي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په تېرو 24 ساعتونو کې په تازه بریدونو کې لږ تر لږه 34 کسان وژل شوي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې ټول ملکي خلک دي که وسلوال هم پکې شامل دي.

د دیرالبلاح د مرکزي ښار په الاقصی شهیدانو روغتون کې د شنبې- خالي په ورځ یو شمېر سړي د یوه 11 کلن هلک پر مړي راټول شوي وو چې د بوریج کډوالو کېمپ ته نیزدې په بمبارۍ کې وژل شوی وو.

د اې ایف پي په عکسونو کې ښودل شوې ده چې په تور کمیس کې یو ماشوم په فرش باندې پروت دی چې په تازه وینو لړلی دی او یوې سپینې پټۍ یې د مخ پورتنۍ نیمایي برخه پوښلې ده.

د اسرایل پوځ ویلي، د غزې په مرکزي سیمو کې یې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی او جنګي الوتکو یې د شنبې- خالي په ورځ د زیتون په نوم سیمه کې د وسلوالو پر یوه مرکز برید کړی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې په رفح کې له هیلیکاپټرو ډزې شوې دي او د حماس وسلوالې څانګې بیا ویلي چې د دوی جنګیالیو د تل-السلطان سیمې ته نیزدې پر اسرایلي پوځیان د مارټر ډزې کړې دي.

دا جګړه د تېر کال د اکتوبر پر اوومه هغه وخت پیل شوه چې حماس پر اسرایل په ناڅاپي برید کې 1,200 کسان و وژل، 250 تنه یې یرغمل چې په هغوی کې 116 لا هم په غزه کې دي او اسرایلي پوځ وایي په هغوی کې 41 تنه وژل شوي دي.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت وایي د حماس خلاف د اسرایل په غچ اخیستونکو بریدونو کې په غزه کې تر نن ورځې پورې لږ تر لږه 37,266 کسان وژل شوي چې وایي اکثره یې ملکي خلک دي.

د لبنان پر پوله د کړکېچ زیاتوالی

په لبنان کې د ایران پلوه او د حماس د متحدې وسلوالې ډلې حزب الله د جنګیالیو له خوا د اسرایل پر پوځي هدفونو د راکټونو، میزایلو او ډرون بریدونو یو ځل بیا په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو ویره پیدا کړې ده.

حزب الله ویلي د چارشنبې- شورو له ورځې راهیسې پر اسرایلي هدفونو روان سخت بریدونه یې د اسرایلي پوځ په برید کې د دوی د یوه کمانډر د وژل کېدو په بدل کې پیل کړي دي.

د اسرایل په شمال کې سایرن ږغول شوی دی او د دې سیمې پولیسو ویلي دي چې د کیریت شمونا په سیمه کې میزایل لګېدلي دي، خو وایي د مرګ ژوبلې خبر یې نه دی تر لاسه کړی.

د اسرایل پوځ وویل، "تقریباً 35 د توغندي ګولې پېژندل شوې دي چې له لبنانه را تېرې شوې دي، په هغوی کې د یو شمېر ګولو مخه ونیول شوه خو ځینو اور واخیست".

پوځ وایي، اسرایلي ځواکونو هم په جواب کې میزایل ګولې ور ویشتلې دي او د لبنان له پولې سره یې د "حزب الله ترهګرې په اډاڼو" باندې هوایي بریدونه کړي دي.

د لبنان یوه ځایي چارواکي حس شور ویلي،‌ په جنوبي سیمه جناته کې په یوه برید کې دوې ښځې وژل شوې دي. د غزې د جګړې له پیل راهیسې دا د حزب الله او اسرایلي پوځیانو ترمنځ په نیزدې ورځو کې وروستۍ مرګ ژوبله ده.

د فرانس صدر ایمانویل مېکرون د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، له امریکې سره په ګډه به له اسرایلي او لبناني چارواکو سره په جلا توګه د شخړو د کمولو لپاره کار کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG