لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وایي دفاعي ځواکونو یې په ایران کې پر پوځي هدفونو "کره بریدونه" وکړل


د اسرایل پوځ وایي، د اکتوبر د لومړۍ نېټې د تهران د بېلسټیک میزایلو د بریدونو په غبرګون کې یې د شنبې- خالي په سهار سپېدو مهال په ایران کې پر پوځي هدفونو "کره هوایي بریدونه" کړي دي، خو د برید په نتیجه کې د زیان په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ایران حکومت تر اوسه د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو ایراني رسنیو ویلي، د شنبې- خالي په سهار وختي د ایران په سر ښار تهران او نیزدې ښار کرج کې د څو چاودنو ږغونه اورېدل شوي دي.

د اسرایل د دفاع وزارت ویاند ډېنیل هګاري وایي، په ایران کې د پوځي اهدافو په نخښه کولو لپاره دې هیواد خپل دفاعي امکانات په بشپړه توګه جګړې ته چمتو کړي دي. هګاري د اسرایل د دفاعي ځواکونو پر ایکس په یوه ویډیو او لیکلي بیان کې وایي:

"د اسرایلي ریاست خلاف د ایراني رژیم د میاشتو پرله پسې بریدونو په ځواب کې، همدا اوس د اسرایل دفاعي ځواکونه په ایران کې پر پوځي هدفونو کره بریدونه کوي".

ډېنیل هګاري وایي، د اسرایل د پوځ مشر لیفټیننټ جنرل هرزي هلوي د اسرايل د هوايي ځواک له کمانډر مېجر جنرل تومر بار سره یو ځای په رابين کېمپ کې د اسرايلي هوايي ځواک په مځکني کمانډ مرکز کې پر ايران د بريد څار او مشري کوي.

وي او اې د امریکې د ملي امنیت شورا له ویاند شان سېویټ څخه وپوښتل چې ایا صدر جوبایډن ته پر ایران د بریدونو په اړه معلومات ورکړل شوي که نه، هغه مخامخ جواب ونه وایه خو د اسرایل بریدونه یې تایید کړل. سېویټ وویل:

"موږ پوهیږو چې اسرایل د خپلې دفاع د مشق په توګه او د اکتوبر په لومړۍ نیټه د اسرایل خلاف د ایران د بېلسټیک میزایلو د برید په جواب کې په ایران کې پر پوځي مرکزونو باندې هدفي بریدونه کوي".

یو عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د چاودنې غږونه دومره لوړ وو چې وایي "ټول اسمان سور شوی وو".

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري وایي‌، د ایران حکومت او په سیمه کې د هغه پراکسي ډلې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر اسرایل باندې پرله پسې "له اوو محاذونو" بریدونه کوي چې وایي په هغه کې له ایرانه مخامخ بریدونه هم شامل دي:

"د نړۍ د بل هر خپلواک هیواد غوندې د اسرایل ریاست حق او دنده لري چې جواب ووايي. زموږ د دفاع او بریدونو وړتیاوې په بشپړه توګه په حرکت کې دي. موږ به د اسرایل د ریاست او د اسرایل د خلکو د دفاع لپاره هر هغه څه وکړو چې پکار دي".

د امریکا د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، اسرایل تر برید وړاندې امریکا خبره کړې وه. دې چارواکي دا هم ویلي چې په ایران کې په پوځي هدفونو د اسرایل په بریدونو کې امریکا شامله نه ده.

د روانې اکتوبر میاشتې پر لومړۍ نېټه چې ایران پر اسرایل د شاوخوا 200 بېلسټیک میزایلو په وسیله برید وکړ، اسرایل له هغه راهیسې هوډ څرګند کړی وو چې ځوابي برید به کوي او په دې هکله یې له امریکې سره سلا مشورې هم کړې وې.

سپینې ماڼۍ ویلي د صدر جو بایډن مرستیالې کاملا هرس ته په ایران باندې د اسرایل د بریدونو په هکله معلومات ورکړل شوي او هغه حالات له نیزدې څاري.

امریکایي مطبوعاتو د اسرایلي چارواکو په حواله ویلي چې اسرایل په دغو بریدونو کې د ایران ایټمي تاسیسات او د تېلو اډاڼې نه دي‌ په نخښه کړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG