لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام د اسرایل د مزایلو حملې شپږ کسان وژلي


په برطانیه کې مېشته تنظیم وویل یو مزایل په هغه تحقیقاتي مرکز هم ولګېدو چرته چې د ځمکې نه په ځمکه هدف وېشتونکو مزایلو په تیارېدو کار کیږي او ایراني ماهرین هم پکې کار کوي
په برطانیه کې مېشته تنظیم وویل یو مزایل په هغه تحقیقاتي مرکز هم ولګېدو چرته چې د ځمکې نه په ځمکه هدف وېشتونکو مزایلو په تیارېدو کار کیږي او ایراني ماهرین هم پکې کار کوي

د شام د انساني حقونو یو تنظیم ویلي په شام د اسرایل د مزایلو په حمله کې د ایران په ملاتړ جنګېدونکي شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د فرانس خبري ادارې اي اېف پي ترمخه سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس یا د انساني حقونو د څارنې تنظیم وویل وژل شوي ټول کسان خارجیان وو چې شام په خانه جنګۍ کې د شام صدر بشارالاسد د ځواکونو ترڅنګ جنګیدل.

تنظیم وویل دغه مزایل د لبنان د فضايي حدود نه وېشتل شوي وو او د شام د حما صوبې په مصیاف ښار کې پرځای د ایران پلوه ملېشې په مرکزونو ولګېدل.

په برطانیه کې مېشته تنظیم وویل یو مزایل په هغه تحقیقاتي مرکز هم ولګېدو چرته چې د ځمکې نه په ځمکه هدف وېشتونکو مزایلو په تیارېدو کار کیږي او ایراني ماهرین هم پکې کار کوي.

د اسرایل پوځ وویل په خارجي میډیا کې شایع شوي رپورټونو تبصره نه کوي.

سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل اسرایل په مصیاف کې په تحقیقاتي مرکز په نژدې کلونو کې څو وارې حملې کړي دي.

د امریکې ترمځه د مصیاف په مرکز کې سېرین نومې زهرجن ګېس تیارېږي خو د شام چارواکي د دې تردید کوي او وايي په کال ۲۰۱۳ کې یوې معاهدې دلاندې یې د کیمیاوي وسلې خپل وسله تون تباه کړی دی.

د شامل حکومتي خبري ادارې سانا وویل د شام د مزایلو دفاعي نظام د مصیاف په لوري ویشتل شویو اسرایلي مزایلو لاره ونیوله. سانا وویل زیاتره اسرایلي مزایل هدف ته د رسېدو نه وړاندې ونیول شوو.

ای اېف پي وايي حکومتي تېلې وژن داسې وډیو هم وښودلې چې د شام دفاعي نظام د اسرایل حملې ته ځواب ورکوي.

ای اېف پي وايي د اسرایل د فعالیت غږونه په لبنان کې هم واورېدل شوو چې خلکو پرې په سوشل میډیا دد کرسمس په ورځ د حملې غندنه وکړه . رپورټ وايي په ۲۰۱۱ کۍ په شام کې د خانه جنګۍ د شروع کېدو راهسې اسرایل په شام کې یو شمېر عملیات کړي دي خو تفصیلات نه دي وړاندې کړي او نه یې هم تصدیق کوي. رپورټ وايي په شام کې د ایراني ځواکونو موجودګي اسرایل د ځان دپاره خطر ګڼي او وايي په ضد په اقدامات کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG