لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار: خبریال حسن زېب په وسله وال بريد کې وژل شوی دی


د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې د نامعلومو وسله والو په ډزو یو خبریال حسن زېب وژل شوی دی، د خبریالانو تنظيمونو په پېښه کې د ککړو کسانو نيولو غوښتنه کړې ده.

د نوښار ضلعې د پوليسو په وينا، ياده پېښه پرون د 14مې جولايۍ په مازيګر خواوشا پينځه بجې شوې ده.

د پېښې مقدمه د وژل شوي جرنلسټ د ورور په مدعيت کې د نوښار په اکبرپوره پوليس سټېشن کې درج کړل شوې ده.

په مقدمه کې ویل شوي، دوی په ګاډي کې بازار ته ورغلي، هلته په موټر سايکل سواره دوه کسان راغلي، په حسن زېب یې ډزې کړي، ژوبل کړی یې دی او چې روغتون یې وړلو، ساه یې ورکړې ده.

د وژل شوي جرنلسټ حسن زېب ورور انور زېب ويلي، د چا سره یې دښمني يا بدي نشته.

پوليسو ویلي، د پېښې سي سي ټي وي فوټېج يا ويډيو یې ترلاسه کړې، چې پکې حمله کوونکي يا ډزې کوونکي ليدل کيږي.

پوليسو ویلي، د پېښې پلټنې پيل کړل شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې خبريالانو ويلي، حسن زېب پېښور کې د ورځپاڼې (آج) خبريال وو، او د هغه د وژنې غندنه یې کړې ده.

د خېبرپښتونخوا مشير اطلاعات بېرسټر سېف د جرنلسټ په وژنه د افسوس څرګندونه کړې او ویلي يې دي، د پېښې چې څومره غندنه وشي کمه ده.

هغه ویلي، وزیراعلا علي امين ګنډاپور د پېښې نوټس اخستی، او پېښه کې ککړ کسان به زر تر زره ونيول شي او سزا به ورته ورکړل شي.

سېف ویلي، د بدقسمتۍ نه پاکستان کې پرله پسې په صحافيانو حملې روانې دي، صحافيانو ته ګواښونه کيږي، تشدد، اغوا او ګواښونه کېدل ورته معمول جوړ شوی دی.

پاکستان د جرنلسټانو دپاره خطرناکو هيوادونو کې شمارل کيږي.

د رپورټونو ترمخه پاکستان کې سږ کال د حسن زېب نه وړاندې پينځه جرنلسټان او مطبوعاتو کې کار کوونکي وژل شوي دي.

د جون په میاشت کې د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلعه کې خبريال خليل جبران او له دغې وړاندې د مې په مياشت کې د سيند صوبې په ګوټکي ضلعه کې بل خبريال نصرالله ګډاني د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG