لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبریالانو په اسلام اباد کې د اېف ايي ای د مقدمو خلاف احتجاج کړی


په پاکستان کې صحافیان وخت په وخت په مطبوعاتو د قدغنونو خلاف احتجاجونه کوي. د کال ۲۰۲۲ په دې تصویر کې خبریالان د ای ار وايي ټي وي د بندیزو خلاف مظاهره کوي
په پاکستان کې صحافیان وخت په وخت په مطبوعاتو د قدغنونو خلاف احتجاجونه کوي. د کال ۲۰۲۲ په دې تصویر کې خبریالان د ای ار وايي ټي وي د بندیزو خلاف مظاهره کوي

د پاکستان د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای د مقدمو خلاف په اسلام اباد کې خبریالانو د پرېس کلب مخکې ته احتجاج وکړو، مقدمې يې د رای پر ازادۍ د بندیز هڅه وبلله او غوښتنه يې وکړه چې د خبریالانو خلاف مقدمې دې سملاسي ختم کړی شي.

د پاکستان تحریک انصاف د پلویانو پرضد د نومبر په ۲۶ مه د حکومتي ګامونو په اړه د خبرونو خورولو په سر اېف ايي ای د اینکرپرسن هرمیت سنګ په شمول د یو شمېرخبریالانو او وېلاګرانو خلاف د ریاستي اوامنیتي ادارو په ضد په مبینه توګه غلطه بیانیه د خپرولو په تور مقدمې درج کړي دي.

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي فعالان وايي پاکستان د صحافت دپاره د خطرناکو ملکونو په فهرست کې شامل دی چېرته چې خبریالان نه یوازې د تشدد ښکار کېږي بلکې د هغه مسلو په سر نیول کېږي هم چې حکومت يې حساسې بلي. په حساسو مسلو کې د حکومت د مخالفینو په ضد د اقداماتو خبرونه خپرول هم شامل ګڼل کېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وي او ای سره لوظ کړی و چې په پاکستان کې د مطبوعاتو په صورتحال به ادارې ته جواب ورکوي خو د وي او ای رپورټ د شایع کېدو پورې د تارړ دریځ نه و ترلاسه شوی. د سېپټمبر په میاشت کې تارړ ویلي وو وفاقي حکومت د خبریالانو مشکلات حل کولو دپاره د صوبايي حکومت چارواکو سره همکاري کوي.

د اېف ايي ای د مقدمو خلاف د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د احتجاج په موقع هرمیت سېنګ وي او ای ډیوه ته وویل مقدمې او دباو به خبریالان د حقیقت څرګندولو نه منع نه کړی شي

هرمیت سېنګ وویل که چېرې د حکومت دا "کوشش وې چې پر صحافیانو مقدمې وکړې یا د دوې پر کورونو به چهاپې ووهې، او دوې به د رښتیا خبرونه ورکوو څخه منع کړی، نو زما په خیال دا دوې خوب کیداېې شې خو د حقیقت نه لرې خبری دی."

په کال ۲۰۱۶ کې پاکستان د مطبوعاتو په اړه د پېکا نومې قانون منظور کړو چې په کې د غلطو معلوماتو په خپرولو، د چا د بدنامولواو د فتنې په شمول د سایبر جرمو تورن تن ته د دریو څخه تر ۱۴ کلونو پورې د بند او تر ۵۰ لکه پورې جرمانې سزا تجویز شوې ده.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د اسلام اباد په احتجاج کې شريکې وکیلې بینا فراز وویل "زمونږ دا مطالبه ده چې د صحافیانو یا د سیلست دانانو خلاف په خصوصې توګه د هرمیت سنګ خلاف، چې د پاکستان لومړې سیک جرنالسټ دې. او نړې ته یی د پاکستان یو ښه ایمیچ ښکاره کوې، یو بې بیناده، او د دوروغو د غدارې مقدمه درج کړې ده، صرف وجه ده ده چې هغوې خپل ازاد رپورټنګ کړې دې.نو دغه مقدمه دې په سمدستې توګه بیرته واخستل شی."

حکومت دعوې لرې چې د هیواد د ثبات لپاره د غلطو معلوماتو د کمپاینونو خلاف اقدامات کوي او د پېکا قانون د بې ګناه خلکو پر ضد نه کارول کیږی.

خو د رسنیو د دفاع تنظیمونه او د خبریالانو اتحاديي د اېف ايي ای په مقدمو اندیښنه څرګنده وې او دا د مطبوعاتو د ازادۍ د مخنیوې کوښښ بلي.

څېړونکی او خبریال طاهر خان وايي "د ایف ایی اې مقدمې درج کول دا د هغوې کمزورې ښایی، حقیقت کې د دې مقدمو هدف په پاکستان کې د اظهار په ازادۍ حمله ده، او په دې حمله کې نه یوازې اېف ايي ای بلکه د پاکستان مرکزی حکومت هم شامل دی."

هغه ,هغه وویل د اېف ايي ای د مقدمو په شان اقدامات د حکومتي چارواکو "کمزوري" څرګندوي چې دوې د چا خبره نشې برداشت کولې. "پاکستان کې میډیا کنټرول ده."

طاهر خان زیاته کړه چې د "بدقسمتې" نه په پاکستان کې صحافت اوس په په وټس ایپ پیغامونو چلیږی.

خبریالان او د مطبوعاتو د ازادۍ تنظیمونه وايي پاکستان کې نه یوازې د مطبوعاتو ازادي د خطراتو سره مخامخ ده بلکې صحافیان د تشدد سره مخامخ کېږي.

پاکستان د خبریالانو دپاره خطرناک ملک بلل کېږي او د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي ادارې وايي سږ کال په پاکستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي دي.

وروستی خبریال ملک ظفر اقبال نایک و چې تېره هفته په پنجاب کې ووژل شو. ۴۵ کلن نایک د خبرېن اخبار خبریال او تقیسونکی و. پولیس تحقیقات شروع کړي دي خو د اخبار په خیال د نایک وژل کېدل د هغه د دندې سره تړلي دي.

په جېنېوا کې مېشته د میډیا د تحفظ ادارې پرېس اېمبلم کېمپېن د نایک د وژنې په اړه وویل د پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کوي چې د خبریال د غمجنې کورنۍ دپاره انصاف ترلاسه کړي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي اوای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG