لاس رسیدونکی لینک

 
کابل:د طالبانو حکومت د نړیوال معیار د یوازيني هوټل"سیرینا"چارې پخپل لاس کې نیسي
تازه خبر

کابل:د طالبانو حکومت د نړیوال معیار د یوازيني هوټل"سیرینا"چارې پخپل لاس کې نیسي


طالبان د کابل په ښار کې اباد د نړیوال معیار د یوازیني عصري یو هوټل سیرینا د چلولو چارې پخپل لاس کې اخلي .یوه لسیزه وړاندې طالبانو کابل کې په دغه هوټل یو خونړی برید ترسره کړی ؤ چې پکې نهه کسان وژل شوي وؤ.

د نړیوالې خبري شبکې ای پي له مخې،سیرینا هوټل د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان پلازمینې کابل کې به د خپل فعالیت چارې د فبروري په لومړۍ نېټه پای ته ورسوي او د هوټل چلولو چارې به د هوټلونو دولتي شرکت پخپل لاس کې واخلي.

د اې پي له مخې، دا شرکت د افغانستان د مالیې وزارت مربوط دی .

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت په دې اړوند له څه ویلو څخه ډډه وکړه اؤ نه هم لا د سیرینا هوټل انتظامیې او یا هم د طالبانو حکومت د دې هوټل د انتظامي لاسونو د بدلون شرایط روښانه کړي دي.

طالبانو په لومړي ځل سیرینا هوټل په ۲۰۰۸م کال کې او بیا په کال۲۰۱۴م کې په نښه کړی و.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو موجوده سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په ۲۰۰۸ م کال کې په کابل سیرینا هوټل د شوي هغه برید پړه منلې وه چې پکې د یو امریکایي ډیوډ هسلا په ګډون اته کسان وژل شوي وؤ.

تر سرینا وړاندې په همدې ځای کې د کابل هوټل په نامه میلمستون آباد و خو د آغا خان د اقتصاي پراختیا صندوق په ۲۰۰۲ کال کې د دې هوټل بیا رغونې چارې پیل کړلې او د افغانستان پخواني جمهور رییس، حامد کرزي او پخپله آغا خان په ۲۰۰۵ کال کې پرانیست.

د سیرینا هوټل په بیان کې (چې د آغا خان د اقتصادي پراختیا د صندوق ملکیت دی)ویل شوي چې دغه هوټل زرګونه افغان وګړي د میلمه پالنې په برخه کې روزلي دي، د ګڼ شمېر بهرنیو میلمنو او استازولیو میلمه پالنه یې کړې ده او په نړیواله کچه یې د میلمه پالنې په برخه کې لوړ معیارونه پځای ساتلي دي.

د سیرینا هوټل په بیان کې ویل شوي چې خلک باید د خپلو پوښتنو لپاره د هوټلونو د دولتي شرکت سره اړیکه ونیسي خو د سیرینا هوټلونو په ویب پاڼه بیا کابل کې دسرینا هوټل په اړه هیڅ معلومات نه شته.

د مالیې وزارت په ویب پاڼه کې د شته معلوماتو له مخې، د هوټلونو د دولتي شرکت ماموریت دا دی چې د افغانستان د هوټلونو صنعت بیا ژوندی او پراخه کړي.

اې پي وایي دا شرکت په افغانستان کې درې نور هوټلونه هم چلوي چې دوه یې په کابل او یو یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې دی.

(ددې رپورټ معلومات د اې پي څخه اخستل شوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG