لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه آصف: حکومت پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو اراده نه لري


khwaja Asif
khwaja Asif

په پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ له وروستیو لویو پیښو وروسته د هیواد د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي دي چې حکومت په دې صوبه کې د ترهګرو پر ضد تراوسه د پوځي عملیاتو پیل کولو اراده نه لري.

د دفاع وزیر وایي خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ پېښې سیوا شوي اؤ صوبایي حکومت یې د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه کوي چې ددې مطلب ترهګرو سره مرسته کول دي.

څېړونکي وایي چې د ترهګرۍ په روان بهیر د قابو موندلو نه زیات د خیبر پښتونخوا حکومت د خپل ګوند د سیاسي ګټو لپاره هڅې کوي او دې حکومت کې هغه خلک هم شامل دي چې د مذاکراتو په نامه یې ترهګر بیرته دلته اباد کړې وو.

د وایس آف امریکه سره په خبرو کې د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا حکومت نه خو د ترهګرو پر ضد څه اقدام کوي او نه د ترهګرۍ ددې پیښو غندنه کوي.

هغه وایي "اوس چې پاراچنار کې د ترهګرۍ یوه لویه پیښه شوې ده، نو موږ غواړو چې صوبایي حکومت د دې ډول پیښو مخنیوي لپاره عملي کار وکړي، پوځ او نورې ادارې به د صوبايي حکومت مکمله مرسته کوي"

په دې اړه خبریال محمود جان بابر وایي چې د خیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ لویې پیښې شوې، خو داسې کم لیدل شوي دي چې د صوبې اعلا وزیر د دې پیښو وروسته د هغو سیمو خلکو ته ډاډګیرنې لپاره تللي وي. نو دې نه ښکاري چې د صوبايي حکومت ترجیحات څه دي؟

محمود جان بابر دا خبره هم کوي چې خیبر پښتونخوا حکومت کې اوس داسې خلک هم شامل دي چې دوی په تېرو حکومتونو کې د مذاکراتو په نامه دغه ترهګر بیرته دلته آباد کړې وو.

د هغه په خبره "باید چې اوس صوبایي حکومت یو ځل بیا دا خلک د ترهګرۍ پر ضد د خبرو لپاره وکاروي، خو اوس صوبایي حکومت د سیمې امن نه زیات توجه سیاسي ګټو ته ورکوي"

تېره اونۍ د ترهګرۍ پر ضد د قومي تګلارې یا نیشنل ایکشن پلان د ایپکس کمیټې په غونډه کې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر هم ویلي وو چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د حکومتي ستونزو له وجې امنيتي ځواکونه په نښه کېږي.

د څېړنیزې ادارې "پکس" څېړونکی عبدالله خان ډیوه ته وایي چې پوځ سره یواځې د عملیاتو اختیار دی.
هغه زیاتوي چې "د پوځ بنیادي ذمه واري یوه سیمه د ترهګرو نه پاکول دي، او بیا د دې انتظام به صوبایي حکومت په لاس کې اخلي، د فاټا انضمام خو شو خو انتظامي معاملات اوس هم سرته نه دي رسېدلي. دغه حال د بلوچستان صوبه هم دی او دا داسې مسلې دي چې پوځ یې نه شي حل کولای، دا کار د حکومتونو دی"

په خیبر پښتونخوا صوبه کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د خپل ګوند د مشر عمران خان له بنده د خوشې کولو لپاره نن د نومبر څلېریشتمې نیټې څخه یو لوی احتجاج اعلان کړی دی.

تحریک انصاف دا احتجاج په داسې حال کې کوي چې مخې ته راغلي معلومات ښیي چې کورمه کې د زیارت د ورځې نه د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ پېل شوؤ نښتو کې تر اوسه له ۷۰ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

فرانس پرس خبري اژانس وایي د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د خیبر پښتونخوا په غرنيو سیمو کې په وروستیو څو میاشتو کې د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ په پرله پسې نښتو کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG