لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویرات کوهلي د نړیوال شل اوریز کرکټ څخه د ریټایر کېدو اعلان وکړو


ICC T20 World Cup 2024 - Final - India v South Africa
ICC T20 World Cup 2024 - Final - India v South Africa

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان ویرات کوهلي د شل اوریز نړیوال کرکټ څخه د ریټایر کېدو اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي هغه دا ګام نوؤ لوبغاړو ته د ځای ورکولو په خاطر پورته کړی.

د خالي یا شنبې په ورځ په بارباډوس کې د هند لخوا د جنوبي افریقې څخه د ورلډ کپ له فاینل ګټلو سمدستي وروسته ویرات کوهلي د شل اوریز نړیوال کرکټ نه د لاس پسرولو دا اعلان کړی دی.

د ټي ۲۰ ورلډ کپ په فاینل سیالۍ کې هندي لوبډلې جنوبي افریقې ته د یوې سختې اؤ له تلوسې د ډکې مقابلې نه وروسته په ۷منډو ماتې ورکړې اؤ په دویم وار یې د شل اوریز نړیوال کپ اتلولي ګټلې ده.

په دې فاینل کې ویرات کوهلي ۷۶ منډې جوړې کړې وې اؤ د لوبې په پائ کې هغه ته د غوره لوبغاړي انعام ورکړل شو.

د انعام ترلاسه کولو په موقعه ویرات کوهلي وویل "دا زما وروستی ټي ۲۰ نړیوال کپ ؤ اؤ دا بیخي هم هغه دی چې مونږ غوښتل ترلاسه یې کړو"

د هغه وینا وه" اوس وخت راغلی دی چې زلمي لوبغاړي باید مخې ته راشي اؤ د لوبډلې لپاره خپل صلاحیتونه پکار راولي، زه منندوی یم چې د لوبډلې لپاره په کار کولو کې بریالی پاتې شو اؤ دا تر ټولو مهمه ده"

ویرات کوهلي د شل اوریز نړیوال کرکټ په ۱۲۵ سیالیو کې د هند استازیتوب کړی دی د یوې سلیزې اؤ ۳۸ نیمې سلیزي په مرسته یې ۴۱۸۸ منډې جوړې کړې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG