پېښور (وي او ای ډیوه) —
د ناصر داوړ په خبره اوس کورمې ته په ډیره لویه کچه د افغانستان څخه عصري وسلې را اوښتي دي چې ډير خطرناک میزایل هم پکې شته .
هغه وایي په دې وسلو جګړه مارې ډلې نه یوازې د یو بل مورچې په نخښه کوي بلکې د یو بل کورونه هم وولي چې له دې امله د سیمې څخه تر پینځلسو زرو زیاتې کورنۍ بې کوره شوې دي.
ناصر داوړ وایي حکومت په سیمه کې د خلکو د اسانتیاؤ لپاره ځينې ګامونه هم اخستي دي، خلکو ته یې خوراکي مواد اؤ دارو درمل رسولي دي خو امن په سیمه کې هله ټینګ شي چې دغلته له خلکو وسلې واخستل شي.
د خبري رپورټونو تر مخه د پیښور او پاړه چنار تر مینځه ځمکنۍ لاره او افغانستان سره پوله د روان کال اکتوبر نه دغه سیمه کې د بدامنۍ په وجه تړل شوې دي.
په یویشتم نومبر کوزه کورمه کې د مسافرو په یوه قافله شوې حمله کې د ضلعي چارواکو مطابق درې څلویښت تنان ووژلی شول. او بیا چې بره کورمې ته فسادات وغځېدل نو د مړو شمیره ۱۳۰ تنانو ته ورسیده. او ۱۷۷ پورې پکې ژوبل شوي دي.
چارواکو مطبوعاتو ته ویلي دي چې سیمه کې د ډز بندۍ نه وروسته امن د جرګې یو ځل بیا د فریقینو د تحفظاتو اوریدو او لارو پرانیستو د پاره خپل فعالیتونه شروع کړي دي.
هغه وایي هر څو که په سیمه کې ډزبندي شوې ده اؤ سړک لا تړل شوی پروت دی خو حکومت لا دغلته په جګړه بوختو اړخونو باندې باور نه کوي همدا لامل دی چې اوس د اپیکس کمیټې غونډه کې د مورچو ختمولو پرېکړه شوې ده.
د خېبر پښتونخوا ایپکس کمیټې په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د امن د ټینګښټ لپاره د ټولو مورچو ختمولو پرېکړه کړې ده.
څېړونکي وایي په کورمه کې روانه شخړه یو خطرناک ځاي ته رسېدلې ده اؤ په دې شخړه کې د شیعه اؤ سنیانو د عمل دخل نه زیات اوس نور قوتونه فعاله دي اؤ د ناامنۍ اور ته پوکي وهي اؤ حکومت که د کورمې د شخړې هواري ته مټې رابډ نه وهلې نو دا اور نور هم خوریدای شي.
د پاکستان د کورنیو چارو د مرکزي وزیر اؤ د خېبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلا علي امین ګنډاپور په مشرۍ پېښور کې د جمعې په ورځ د اپیکس کمیټې غونډه کې فیصله شوې چې سیمه کې د مورچو اؤ وسلو ختمولو پرته دایمي امن نه شي ټینګیدای نو ځکه به له سیمې ټولې مورچې ختمولی شي.
غونډه کې ویل شوي چې کورمه ته به دارو درمل اؤ نور ضروري شیان په وخت رسول کیږي.
د ډان نیوز له مخې په دې غونډه کې کورمه کې د امنیت ټينګښت لپاره د جوړې شوې لویې جرګې لخوا اخستل شوي ګامونه ارزول شوي اؤ د څارنې کمیټې ته د سولې لپاره د ګامونو چټک کولو لار ښوونه شوې ده.
غونډه کې پرېکړه شوې چې د امن و امان پځای کولو لپاره به د لویې جرګې سره لیدنو ته دوام ورکولی شي.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا په دې غونډه کې ټینګار کړی چې صوبه کې د امن و امان لپاره باید مرکزي حکومت ګامونه پورته کړي.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې ګرد هیواد کې د امنیت ټینګښت لپاره حکومت کلک عزم لري اؤ په هره کچه د امنیت باوري کولو لپاره به ګامونه پورته کولی شي.
په دې غونډه کې د صوبې چیف سیکرټري ، د پولیسو مشر اؤ پوځي چارواکو د غونډې برخه والو ته صوبه اؤ سیمه کې د امنیت په اړوند احوال ورکړی دی.
د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی ناصر داوړ وي او اې ډیوه ته وایي په کورمه کې تر دې مخکې هم وخت په وخت د ځکمو په سر شخړې شوي یا فرقه ییزه فسادات مخې ته راغلي خو دغه نښتې یا فسادات به د څو ورځو وؤ اؤ بیا به دواړه خواوې خپلو کې په غم ښادیو کې سره یو ځای کېدل.
ناصر داوړ وایي د خېبر پښتونخوا حکومت مخکې دا فیصله کړې وه چې تر څو کورمه کې په جګړه بوختې خواوې د وسلو سره تسلیم شوې نه وي نو تر هغې به مرکزي سړک هم تړل شوی وي اؤ ددې جنګي خواؤ فعالیتونه به هم ودرولی شي .

Forum