لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیر اعلا ګنډا پور اسلام اباد کې نیول شوو د پښتونخوا سرکاري ملازمانو ته د ترقۍ ورکولو اعلان کړی


د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور له زندانه په خوشې شوؤ سرکاري ملازمانو ګل پاشي کړې، په نوکریو کې یې ورله د ترقۍ اؤ یوې میاشتې د رخصتي ورکولو اعلان یې کړی دی
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور له زندانه په خوشې شوؤ سرکاري ملازمانو ګل پاشي کړې، په نوکریو کې یې ورله د ترقۍ اؤ یوې میاشتې د رخصتي ورکولو اعلان یې کړی دی

په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د احتجاج په مهال نیول شوي د پښتونخوا صوبې سرکاري ملازمین له زندانه خوشې کړل شوي اؤ خپلې صوبې ته رسیدلي دي.

پېښور ته په رسېدو د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور له زندانه په خوشې شوؤ سرکاري ملازمانو ګل پاشي کړې، په نوکریو کې یې ورله د ترقۍ اؤ یوې میاشتې د رخصتي ورکولو اعلان یې کړی دی.

د پاکستان سینیټ کې د وزیراعلا دې اعلان ته حکومتي سینیټر طلال چوهدري سخت غبرګون ښودل اؤ د وفاقي حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د وزیراعلا ګنډا پور د دې اقدام په سخته نوټس واخلي چې څنګه یې د یوې صوبې لخوا په پلازمینه یرغل کوونکو ته اعزازات ورکړي دي.

څېړونکي وایي د صوبې سرکاري ملازمین د ګوم سیاسي ګوند فعالان نه بلکې د ریاست ملازمان دي اؤ هغوي د قانون اؤ ایین له مخې په سیاست کې ګوتې نه شي وهلی ځکه نو کومو سرکاري ملازمانو چې د تحریک انصاف جلسه کې ګډون کړی یا یې د صوبې وسایل کارولي هغوي ته باید د ویاړونو پځای سزا ورکړل شي.

د اسلام اباد ډي چوک کې د تحریک انصاف د احتجاج په مهال نیول شوي د خېبر پښتونخوا صوبې 86 سرکاري ملازمان اؤ دوه د صوبایي اسمبلۍ غړي تېره ورځ د اټک له زندانه خوشې کړل شوي وؤ.

دغه سرکاري ملازمان د جمعې په ورځ په پېښور کې د وزیراعلا ماڼۍ ته غوښتل شوي وؤ ، هلته یې وزیراعلا تود هرکلی کړی اؤ ګلونه یې پرې شیندلي دي.

په دغه موقعه د صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور اعلان کړی چې راخلاص شوؤ ملازمانو ته به پخپلو محکمو کې یو ګریډ ترقي ورکول کیږي اؤ ددې تر څنګ یې هغوي لپاره د یوې میاشتې د رخصتۍ ورکولو اعلان هم کړی دی.

د پښتونخوا د بېړنیو مرستو د ادارې ریسکیو 1122 سرچینو ویلي چې دهغوي شپږ ملازمان اوس هم په اسلام اباد کې بندیوان دي .

په مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) سینیټر ښاغلي طلال چوهدري د وزیراعلا علي امین ګنډا پور په فیصله سختې نیوکې کړې دي.

پخپله وینا کې ښاغلي چوهدري وویل په تېرو ورځو کې په اسلام اباد یو یرغل شوی ؤ چې په دغه موقعه څه کسان نیول شوي وؤ اؤ دغه یرغل کوونکي د یوې صوبې سرکاري ملازمان وؤ.

سینیټر طلال چوهدري وویل د پښتونخوا وزیراعلا دغه سرکاري ملازمان خپلې ماڼۍ ته بللي ، هغوي ته یې هارونه ورپغاړه کړي اؤ د یو ګریډ ترقۍ ورکولو اعلان یې کړی دی.

هغه غوښتنه وکړه چې وفاقي حکومت باید ددې خبرې په سنجیدګۍ سره نوټس واخلي په پښتونخوا کې موجود د وفاق استازی (ګورنر) باید ددې ترقیو په اړه خپل کردار ادا کړي.

په ډي چوک اسلام اباد کې چې د تحریک انصاف د احتجاج په مهال کوم سرکاري ملازمان نیول شوي وؤ هغوي کې 46 د ریسکیو 1122، 25د پولیس اؤ 13 د بلدیې ملازمین شامل وؤ.

د احتجاج په مهال د پښتونخوا نه دغو ملازمانو ځان سره د درنه سرکاري مشینري هم اسلام اباد ته بوتللې وه چې هغه هم ترې د اسلام اباد پولیسو خپله ولکه کې اخستې ده اؤ تر اوسه د اور وژنې ګڼ شمیر ګاډي، کرینونه اؤ نوره درنه مشنیري په اسلام اباد کې په سرکاري تحویل کې ده.

د پاکستان د یو شخصي ټي وي سیمه ییز مشر اؤ د خېبر یونین اف جرنلسټس پخوانی صدر ښاغلی فدا خټک وایي د پاکستان په ایین اؤ قانون کې سرکاري ملازمانو ته سیاست کې د لاس وهلو اجازه نه شته ځکه چې دا ملازمان د ریاست نوکران وي او دوي نه شي کولی چې د یو ګوند د فعالانو په توګه کردار ترسره کړي.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي فدا خټک وایي اسلام اباد ته د احتجاج لپاره د صوبې د سرکاري مشینرۍ په وړلو دوي د ریاست اؤ خپلې صوبې سره خیانت کړی دی اؤ باید ددې جرم په بدل کې دوي ته سزا ورکړل شي.

هغه وایي دې سرکاري ملازمانو ځان سره د پېښور اؤ د صوبې د نورو برخو د اور وژنې ګڼ ګاډي اسلام اباد ته د ځان سره بوتللي وؤ هغه ترې هغه پولیسو نیولي اؤ ودرولي دي اؤ د هغې نتیجه دا شوه چې تېرو ورځو کې په بېښور کې په یوه کارخانه اور ولګېدو نو بیا د ریسکیو 1122 سره د اور وژلو لپاره ګاډي نه وؤ اؤ څلېریشتو ساعتو کې په هغه فیکټرۍ لګیدلی اور مړ نه کړی شو.

د فدا خټک په خبره د جیل نه راخلاص شوي دا ملازمان په صوبه کې بېرته جیل ته اچول پکار وؤ خو له بده مرغه حکومت هغوي په اعزازاتو ونازول.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG