لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه: د واده په دستوره د لاسي بم برید کې 19 کسان ژوبل شوي


File Photo
File Photo

پولیس چارواکي وایي دخېبر پښتونخوا په کورمه قبایلي ضلعه کې د واده په یوه دستوره د لاسي بم برید شوی چې 19 کسان پکې ژوبل شوي دي.

د کورمې ضلعې د مقبل پولیس تاڼې ایس ایچ او سفر علي وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د شنبې یا خالي په شپه په غوز ګړهۍ مقبل کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل دغلته په یو کور کې د واده دستوره روانه وه چې د شپې په مهال نامعلومو کسانو په هغوي لاسي بم غورځولی دی.

د پولیسو مشر وویل په بمي چاودنه کې 19کسان ژوبل شوي چې ماشومان هم پکې شامل دي.

ایس ایچ او سفر وایي له پېښې سمدستي وروسته پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي ، شواهد یې راټول کړي اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیسو دغه مشر وویل، په سمدستي توګه نه شي ویلی چې دا یوه ترهګریزه پېښه ده که د واده د کورنۍ چا سره شخصي زړه بداوی لري خو وایي په هدف کړل شوې کورنۍ په چا دعوه نه ده کړې اؤ ویلي یې دي چې هغوي هیچا سره شخصي بدي نه لري.

په پېښه کې ژوبل کسان د علاج لپاره د تحصیل مرکزي روغتون ته رسول شوي دي اؤ د هسپتال سرچینې وایي چې د اکثره ژوبلو کسانو حالت له خطرې بهر دی.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

په کورمه کې د لسیزو راهسې د ځمکو په سر جګړې اؤ د شیعه اؤ سني مسلمانانو تر منځ فرقه ییز فسادات رامنځته کیږي چې تر اوسه په دې شخړو کې په سوؤنو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د روانې جون میاشتې په په اتلسمه نېټه هم په کورمه کې د افغان پولې تر څنګ په سنګړوبه سیمه د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې وه چې په دغه نښته کې د پاکستان د پوځ د یو افسر یا کپتان په ګډن شپږ عسکر ژوبل شوي وؤ اؤ پوځ د تحریک طالبان پاکستان د کاظم ډلې د یو مهم کمانډر د وژلو دعوه هم کړې وه.

تر دې پېښې درې ورځې وړاندې هم د مینځنې کورمې په تندو سیمه کې د مسافرو یو ګاډی د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې تباه شوی وو چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ پنځه نور ژوبل شوي وؤ او هم په دغه ورځ صده کې دوه کسان په هدفي برید کې وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG