لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورمې په تازه نښتو کې نور اووه کسان وژل شوي


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د نښتو لړۍ دوامداره ده اؤ د جمعې په ورځ شوؤ نښتو کې نور اووه کسان وژل شوي چې دې سره په وروستیو نښتو کې د وژل کسانو شمېره نزدې 100 ته رسېدلې ده.

تېره ورځ هم پاکستاني رسنیو په کورمه کې د 12کسانو د وژنې او 18نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړی ؤ.

ډان نیوز ویلي د جمعې په ورځ هم په جګړه د بوختو خواؤ تر منځ نښتې شوي چې پکې اووه کسان وژل شوي.

ډان وایي د کورمې په بګان، تالو کنج، بادشاہ کوټ، عرفاني کلي ،جلامي اور چدریوال سیمو کې نښتې دوامداره ده اؤ په دې نښتو کې د یو وسله ول تنظیم د یو مهم کمانډر نزدې ملګری اسحاق هم وژل شوی دی.

د دې شخړې پیل تېره اوونۍ هغه مهال وشو چې په کوزې کورمه کې د مسافرو د ګاډو په یوه قافله ډزې وشوې چې پکې تر 45ؤ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

له دغه برید وروسته د ځایي ادارو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د اوربند تړون وشو، خو د تازه نښتو راپورونه ښيي چې په سیمه کې د سولې ټولې هڅې ناکامې شوې دي.

له دغې پېښې وروسته، د نومبر په 22مه دکوزې کورمې د عليزئ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل کړی ؤ او په کې يې 35ؤ پورې کسان وژلي او د 100نه زيات یې ژوبل کړي وو.

د کورمې انتظاميه او ځايي خلک تاييدوي چې په دې پېښو کې د 200پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او 500نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.

د سیمې نه د خلکو بې کوره کېدل

د بګن اوسېدونکي وايي د 22نومبر د يرغل وروسته د بګن، اوچت، مندوري او بادشاه کوټ سيمو څخه څه 1000پورې کورنيو ټل، هنګو، کوهاټ او په لږ شمېر کې خلکو پېښور ته کډه کړې ده.

د ځايي انتظاميې چارواکو د کډه شوؤ خلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي خو د کوزې کورمې اوسېدونکي وايي خلکو خپل کورونه پرېښودي او خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولي دي.

وروستي پېښې

د راپورونو له مخې، تازه جګړې د جالمې، چادریوال او تالو کنج سیمو ترمنځ شوې دي.

پاکستاني مطبوعات د پولیسو له خولې وایي چې د کوزې اؤ بره کورمې په مختلفو سیمو کې د وقفې وقفې ډزې روانې دي اؤ په جګړه بوختو ډلو د یرغمل شویو کسانو او مړو تبادله هم کړې ده.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په بره کورمه کې د جګړې د دویمې اونۍ د پېل کېدو په وړومبۍ ورځ د غوزرګړۍ په سیمه کې د تازه نښتې پر مهال یو کس وژل شوی ؤ.

دغه راز د غوزرګړۍ، مقبل او کنج علی زئ په سیمو کې هم ډزې روانې وې.

په همدې مهال د فرنټيئر کانسټېبلري (ایف سي) په باسو کیمپ د مارټر برید شوی ؤ چې په پایله کې یې دوه د ایف سي عسکر ژوبل شوي دي.

د سولې ناکامې هڅې

د نومبر په 24مه د شپې ناوخته د خېبرپښتونخوا حکومت وياند او د حکومتي جرګې مشري کوونکي بېرسټرمحمد علي سېف ويلي وؤ چې په کورمه کې يې د شيعاګانو او سنيانو مشرانو سره د جرګې کولو نه وروسته اووه ورځنی اوربند کړی دی.

خو د صوبایي حکومت د ویاند لخوا د اوربند له اعلان وروسته مطبوعاتو بیا هم سیمې نه د تازه نښتو رپورټونه ورکړل .

تر هغې وروسته د کورمې ډپټي کمشنر جاوېد الله مسید، قومي مشرانو او د پولیسو چارواکو هڅه وکړه چې د سپينو بیرغونو لاندې په جګړه ځپلو سیمو کې اوربند وکړي. خو په تازه نښتو کې د ډزو له امله دا هڅې هم بې پایلې شوې.

د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر جاوېدالله مسيد د شورو، چهارشنبې، په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ په کورمه کې يې د شیعه او سني مسلمانانو ترمېنځ، يو ځل بيا د جرګې وروسته، د 10و ورځو لپاره اوربند پر ځای کړی دی.

ډان پخپل رپورټ کې وایي چې ورته وخت کې د کوزې کورمې اسسټنټ کمشنر حفیظ الرحمان، سپرنټنډنټ پولیس جهانزیب، او قومي مشرانو په بالیچ خېل، مارګنايي او خارکلي سیمو کې هم د اوربند لپاره هلې ځلې وکړې، خو جګړه لا هم روانه پاتې شوه.

یرغمل شوي کسان او مړي

د اوربند د تړون له مخې، دواړو غاړو ژمنه کړې وه چې خپلې مورچې به خالي کړي او پوځ او نیم پوځي ځواکونه به په دې سیمو کې ځای پر ځای شي وروسته د دې تړون په ترڅ کې د مړو او یرغمل شویو کسانو تبادله هم وشوه.

د پارلمان د پخواني غړي فخر زمان بنګش په منځګړیتوب د ۴ؤ یرغمل کړل شوؤ ښځو او یوه نارینه تبادله شوې ده.

روغتیایي ستونزې

د کورمې د روغتیایي څانګې چارواکو د سیمې روغتونونو کې د درملو د کمښت راپور ورکړی اؤ ویلي یې دي چې د بندو سړکونو له امله د درملو کمښت یو کړکیچن شکل اختیار کړی دی.

د پارلمان غړي حمید حسین خبرداری ورکړی چې که په کورمه کې روانې جګړې و نه درول شي، نو دا تاوتریخوالی به ټول هېواد ته پراخه شي.

کورمه کې د تېرې يوې مودې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي، په لومړو کې ويل شوي د ځمکو په سر نښتې شوي او هغه بيا په فرقه ييزه بڼه بدل شوي دي.

په کورمه کې د تاوتریخوالي دوام او د سولې د هڅو ناکامۍ د سیمې د اوسیدونکو اندېښنې سیوا کړې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG