د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور د وفاق لخوا صوبه کې د ګورنر راج پځای کولو له ګنګوسې وروسته ویلي هغه له ګورنر راج نه ویریږي اؤ که وفاق کې همت وي نو صوبه کې دې ګورنر راج پځای کړي اؤ بیا دې وګوري.
وزیراعلا ګنډا پور د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډې ته یوه سخته وینا کړې اؤ هغه نیوکو ته یې کلک ځواب ویلی چې اسلام اباد کې د پي ټي آي له احتجاج وروسته یې سیاسي مخالفین په ده کوي.
د ګنډا پور وینا وه "بې غېرته اؤ بې شرمه وایي چې وتښتېدو،زما ورکران اؤ زما خلک څه ترهګر دي چې ته به هغوي په ګولیو وولې اؤ هغوي بې چاره ګان به درته ولاړ وي،هن کله چې وسله راپورته کړو اؤ درشو نو بیا به درته ووایو چې تښتو که تښتوؤ دې، بیا تکړه شئ، بیا سمبال کړئ خپل دا خلک"
په 26نومبر امنیتي ځواکونو اسلام اباد کې د علي امین ګنډا پور په مشرۍ د تحریک انصاف په هغو زرګونو فعالانو ډزې کړې وې چې د خپل ګوند د مشر عمران خان د راخلاصولو لپاره یې احتجاج کولو.
حکومتي وزیران نیوکې کوي چې علي امین ګنډا پور د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته له اسلام اباد تښتېدلی ؤ اؤ خپل ورکران یې په ډاګه پرېښودي وؤ.
صوبایي پارلیمان ته خپله وینا کې علي امین ګنډا پور وویل "له هغې ورځې وویریږئ چې مونږ وسلې ته لاس کړو،د امن له نعرې تېر شو اؤ اوځو، وسله زموږ سره هم شته، بارود، مونږ سره هم شته، پېسه موږ سره هم شته"
په اسلام اباد کې د تحریک انصاف له احتجاج وروسته ګڼ شمیر مرکزي وزیرانو اؤ نورو وفاقي چارواکو ویلي چې خېبر پښتونخوا کې په ګورنر راج لګولو غور روان دی خو علي امین ګنډا پور وویل هغه له ګورنر راج نه ویریږي اؤ اؤ د بېغیرتۍ په کرسۍ لعنت وایي.
د هغه وینا وه "زه تاسو ته په دې فلور اف دي هاوس چیلنج درکوم چې که په پلار کې مو جرایت وي نو ګورنر راج ولګوئ، په الله قسم که دې صوبه کې ددې مینډیټ باجود تاسو ګورنر راج پځای کړو اؤ بیا تاسو په دې صوبه کې پاتې شوئ نو مونږ به له خپل پلاره نه یو پېدا"
هغه د پوښتنې په انداز وویل "ولې زمونږ وینا سپينه ده چې د ترهګرۍ مقابله به هم موږ کوؤ،ددې قربانیان به هم موږ یو،مینډیټ به هم زموږ غلا کیږي،مشر به هم زموږ په زندان کې وي ،ګولیو ته به هم موږ ځانونه نیسو،پرامنه احتجاج به هم نه شو کولی که چرې داسې وي نو هسې نه چې بیا موږ هم غږ پورته کړو چې همداسې ښه ده"
د وزیراعلا علي امین ګنډا پور ددې بیان نه لږه شېبه وړاندې د قانون لپاره د وزیراعظم سلا کار بېرسټر عقیل ملک د ډان وي یو پروګرام کې ویلي وؤ ، حکومت ګڼي چې ګورنر راج به یو مناسب ګام وي اؤ د څه مودې لپاره خېبر پښتونخوا صوبه کې په ګورنر راج لګولو غور روان دی.
هغه ویلي وؤ چې وزیراعظم شهباز شریف پښتونخوا کې په ګورنر راج لګولو قانع دی اؤ د وفاقي کابینې د غړو اکثریت د ګورنر راج پلوي دی.
بیرسټر عقیل ملک ویلي وؤ د ګورنر راج لګولو لپاره خو به وړومبۍ هڅه داوي چې صوبایي اسمبلي یو قرارداد منظور کړي اؤ که داسې ونه شوه نو بیا د وزیراعظم په سپارښتنه صدر هم صوبه کې ګورنر راج پځای کولی شي.
د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارتۍ مرکزي صدر ایمل ولي خان صوبه کې د ګورنر راج پځای کولو وړاندیز سره مخالفت ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي چې ګورنر راج د ستونزو د هواري لاره نه ده.
تېره ورځ د صوبې د ګورنر فیصل کریم کنډي سره یو ځاي مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ایمل ولي خان ویلي د ګورنر راج له لارې به صوبه کې د پي ټي آي حکومت خو ختم کړل شي خو مسلې به ورسره هوارې نه شي
پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج اعلان کړی وو، د خپل باني غړي عمران خان د خوشي کولو، 26م اييني بدلون بيرته اخستو سره یې انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.
ياد احتجاج په لاره کې د خنډانو، پوليس او رېنجرز سره نښتو وروسته په 26نومبر اسلام اباد ته رسېدلې، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي کوله.
حکومت په احتجاج تور لګولی په اسلام اباد یې حمله کړې، ګاډی یې په رېنجرز او پوليس اهلکار ورخېژولی، پوليس اهلکارو باندې حملې کړي، ژوبل کړي يې وو.
بیا د احتجاج ضد د شپې په مهال عمليات شوي. ويل شوي وو، ګنډاپور او بشرا بي بي تښتېدلي او د احتجاج ګډون وال هم د اسلام اباده شړل شوي وو.
پي ټي آی دعوه کړې په لسګونو غړي یې وژل شوي، خو حکومتي وزيرانو دغه دعوې دروغجنې ګرځولې او ويلي يې وو، د مړو ثبوتونه دې وړاندې کړل شي.
Forum