د ای پي خبري ادارې تر مخه د روس هوايي دفاعي نظام د اتوار/ یکشنبې په ورځ د اوکراېن لخوا ویشتل شوي ۱۰۰ ډرون الوتکې په هوا کې ویشتلي. د ماسکو د چارواکو تر مخه دغه ډرون بریدونه د روس په غربي سیمو شوي وو، بلخوا د اوکراېن په کرییو ري ښار د روس په یو بېلسټک میزایل برید کې ۱۷ تنه ژوبل شوي.
د روس د دفاع وزارت تر مخه ترمخه د روس په اوو سیمو ویشتل شوي ۱۱۰ ډرون الوتکې تباه کړی شوي چې د نیمې شپې ویشتل شوي وو. په دغه ډرون الوتکو کې زیاتو د روس سرحدي سیمه کرسک په نخښه کړی وو چرته چې د رپورټونو تر مخه ۴۳ بې پاېلټه الوتکې په هوا کې ویشتل شوي.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې د روس هوايي دفاعي نظام په نازنی سیمه کې فعاله شوی، دغه سیمه کې د چاودیدونکي موادو یوه لویه کارخانه هم ده.
د دغه سیمې ځايي حکومتي چارواکي ګلېب نیکیټن د اتوار په ورځ په ټولنیزو رسنیو لیکلي چې څلور جنګیالي یې په دغه سیمه کې د اوکراین لخوا ویشتل شوي ډرون ویشتلو په مهال ژوبل شوي، خو د دغه پېښې نور کوم تفصیل یې نه دی ویلی.
د روس لخوا په اوکراېن د یرغل وروسته د اوکراېن او روس تر منځه شورو شوي جګړه چې دوه نیم کاله یې کیږي، په روس په دومره لویه کچه هوايي بریدونه ډیر کم لیدل شوي.
د ستمبر میاشتې په اخیره کې هم دغه شان یو برید شوی وو چې د روس د دفاع وزارت د رپورټونو تر مخه پکې ۱۲۵ ډرون الوتکې تباه کړی شوې وې.
بلخوا د چارواکو تر مخه د اوکراېن په کرییو ښار د روس بېلسټک میزایل برید کې ۱۷ تنه ژوبل شوي. ځايي چارواکو د دغه پېښې پخلی کړی.
د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته شوي دغه برید کې د ځايي چارواکو په وینا کورونه او کاروباري مرکزونه تاواني شوي.
په ټولنیزو رسنیو په خپور شوي یو بیان کې د اوکراېن صدر ولادیمیر زېلنسکي ویلي چې روس په تیره یوه اونۍ کې د اوکراېن پرضد ۸۰۰ هوايي بریدونه او ۵۰۰ ډرون بریدونه کړي.
نوموړي لیکلي ٫٫ روس هره ورځ زمونږ ښارونه او خلک په نخښه کوي. دا د دښمن لخوا زمونږ د خلکو پرضد ترهګري ده.٬٬ نوموړي یو وارې بیا د اېتلافي هیوادونو نه د هوايي مرستو غوښتنه تکرار کړې او زیاته کړې یې ده ٫٫ د دفاع لپاره یو موټی کیدل، او نړۍ د یو دښمن پرضد یو ځاې ودریدی شي.٬٬
د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې نه اخستل شوي.
Forum