لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل او د حزب الله د ډزبندۍ وروسته د لبنان وزیراعظم د سرحدي علاقو دوره کړې


په لبنان کې د اسرایل په بمبارۍ کې د تباه شوي یوې کلیسا تصویر
په لبنان کې د اسرایل په بمبارۍ کې د تباه شوي یوې کلیسا تصویر

د اسرایل او د حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ قریباً د یوې میاشتې د ډز بندۍ وروسته د لبنان نګران وزیراعظم نجیب میقاتي د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغه سیمو دوره وکړه چې اسرایل به ترې خپل ځواکونه او حزب الله به ترې خپل وسله وال وباسي. میقاتي په سیمه کې د لبناني پوځ او د ملګرو ملتونو د امن ساتونکو ځواکونو د مورچو کتنه وکړه.

میقاتي په لبنان کې د ملګرو ملتونو د امن ساتونکي ځواک یواېن اېف ايي اېل د کمانډرانو سره ملاقات وکړو او د ځواک ستاینه يې وکړه. وروسته هغه د لبنان د پوځ بېرکونو ته ورغلو.

د لبنان وزیراعظم د دې خبرې په ضرورت ټینګار وکړو چې اسرایلي ځواکونو ته د سیمې نه وتل پکار دي چې دا ډول د لبنان پوځ ته سپارل شوي کارونه ترسره کړی شي.

د اسرایل او د حزب الله د ډزبندۍ معاهده تقاضا کوي چې د جنوبي لبنان نه د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله د وسله والو د وتلو وروسته به لبنان خپل پوځ په دغه سیمه کې وګماري.

د حزب الله وسله وال د خپل سرحد نه پشا کولو دپاره اسرایلي ځواکونو د سېپټمبر د میاشت په اخېره کې د لبنان د سرحد دننه پېش قدمي کړې وه. د دې نه مخکې په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې به اسرایلي ځواکونو او د حزب الله وسله والو وخت په وخت په یو بلې حملې کولې.

حزب الله سره د ډز بندۍ وروسته اسرایلي ځواکونو په غزه کې دحماس خلاف جنګ ته توجو اړولې ده.

په غزه کې د طبي امداد کارکوونکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل تېره شپه د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د انساني امداد دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر ټام فلېچر د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل اسرایل په غزه کې د ګڼې ګوڼې د ابادۍ په علاقو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی چې په کې هغه سیمې هم شاملې دي چې اسرایل په کې اسرایل مقامي خلکو ته د وتلو امر کړی دی. هغه وویل د اسرایلي اقدام په نتیجه کې تباهي، د خلکو بې ځایه کېدل او د مرګ رامنځته کېږي.

اسرایلي دې ډول الزامات په اړه ویلي حماس د ملکي ابادۍ د علاقو څخه فعالیت کوي.

فلېچر په غزه کې ضرورت مندو خلکو ته امداد د رسېدو په اړه هم تشویش څرګند کړو چې د هغه په قول شمالي غزه د دوو میاشتو نه د زیات وخت راهسې په محاصره کې ده.

هغه وویل اسرایلي چارواکي امدادي کارکوونکو ته په ازاده توګه سیمې ته د تګ اجازت نه ورکوي او مقامي ډلې په منظمه او مسلح ډول امداد شیان لوټي.

هغه وویل غزه د امدادي کارکوونکو دپاره د ټولو نه خطرناک ترین ځای دی او په یو کال په دومره شمېره کې امدادي کارکوونکي وژل شوي دي چې ریکارډ يې نشته.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. تر ۱۰۰ پورې یرغمالان اوس هم د حماس په ولکه کې دي چې دریمه برخه يې مړه ګڼل کېږي.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي جنګ دلاسه په سیمه کې د ۴۵۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د اي پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG