د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو یو ځلې بیا د جنګ بندۍ غږونه رد کړي، نوموړي ویلي هغه ډزبندي به نه کوي چې پکې د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا تښتول شوي اسرایلیانو د خوشي کیدو خبره نه وي.
بې پولې ډاکټرانو ویلي په غزه کې هسپتالونه د ٫٫ بې رحمه بمبارۍ٬٬ سره مخ دي. د ادارې تر مخه د غزه الشفا هسپتال څو وارې په نخښه شوی چې پکې د ماشومانو د پېداېش څانګه او د عامو ناروغانو څانګه شامله ده. د ادارې تر مخه په دغه بریدونو کې ګڼ شمېر ناروغان وژل شوي.
د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو دا خیال رد کړی چې کله د حماس او اسرایل جګړه ختمه شي نو د غزه واک دې فلسطیني ادارې ته حواله کړی شي. د اسرایلي وزیراعظم دغه خبره د امریکا صدر جو باېډن د انتظامیې د دریځ سره په ټکر کې ده.
خالي/ شنبې په ورځ په یو خبري کانفرنس کې چې کله د نیتن یاهو نه د غزه واک فلسطیني انتظامیې ته ورکولو په اړه پوښتنه وشوه نو نوموړي ووېل، ٫٫ هلته به نور څه وي،٬. فلسطیني انتظامیه د غربي غاړې کنټرول لري. د اسرایل وزیراعظم زیاته کړې، ٫٫ هلته به داسې انتظامیه نه وي چې خپلو ماشومانو ته د اسرایل نه کرکه ورښایي، ورته ښايي چې اسرایلیان مړه کړۍ او یا د اسرایل ریاست د منځه یوسۍ.٬٬
په غزه کې د تېرې شپې راهسې د اسرایلي ځواکونو او حماس وسله والو تر منځه ځمکنۍ جګړه روانه ده او د غزه تر ټولو لوې هسپتال شفا روغتون مشر محمد ابو سلمیه تېره ورځ ویلي، اسرایلي عسکر د دغه روغتون نه تاو شوي.
د اسرایل پوځ بیا تېره ورځ ویلي دوي به نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ د دغه هسپتال نه کوچني ماشومانو په ویستو کې مرسته کوي. په دغه روغتون کې لویه بشري ستونزه رامنځ ته شوې. د اسرایل د پوځ ویاند ډېنیل هګاري تېره ورځ ویلي ٫٫ مونږ به دغلته پکار مرستو ورکولو کې کمک کوو.٬٬
په دغه ورغتون کې دوه ماشومان د خالي/ شنبې په ورځ مړه شوي او که د جنریټر لپاره پکار تېل ختمیږي نو د ګڼو نورو ماشومانو ژوند د خطر سره مخامخ کېداې شي.
د روغتون مشرپه ټېلیفون د خبرو په وخت ویلي، ٫٫ په روغتون کې ټول طبي اوزار ودریدلي او د مرګوني حالت ناروغانو مړه کیږي.٬٬ کله چې دغه ډاکټر دغه خبرې کولې نو تر شا یې د ډزو او چاودنو اوازونه اوریدل کیدل. تر اوسه دا نه دغه معلومه چې د شپې شوې جګړې د لاسه به د وړو ماشومانو د ویستلو په پلان کوم اثر شوی وي او که نه.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي اسرایل د غزه په نیولو او قبضه کولو کې دلچسپي نه لري او دا چې د حماس سره د اوربند معنا "تسلیمېدل" دی. نېټن یاهو دغه خبرې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې فاکس ټېلې وېژن سره مرکه کې کړي دي.
او د غزه چارواکو ویلي اسرایل د جمعې په ورځ غزه کې د دریوؤ روغتونونو ترڅنګ بمبارۍ کړي چې له امله یې مرګ ژوبله شوې ده.
وایټ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ویلي وو چې اسرایل به په غزه کې د حماس خلاف عملیاتو کې هره ورځ د څلورو ګنټو وقفه کوي او په عملداري په هم د زیارت، پنجشنبې، د ورځ نه شروع کېږي.
د فاکس ټېلې وژن سره مرکه کې اسرایلي وزیراعظم وویل "باوري قوت" به په غزه کې ګمارل کېږي چې دا ډول اسرایل ته د وسله والو د خطر مخه ونیول شي. هغه وویل پکار ده چې په غزه کې عسکریت، انتهاپسندي ختمه کړی شي او سیمه بیا اباده کړی شي.
وایټ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې د غزه په شمالي برخه کې د حماس خلاف جګړه کې به اسرایل هره ورځ څلور ګنټې وقفه کوي.
د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي د اسرایل او حماس په جګړه کې د وقفې اعلان وکړو.
په جګړه کې د څلورو ګنټو وقفې به د زیارت، پنجشنبې، د ورځ نه شروع کېږي.