د ملګرو ملتونو مشر په غزه کې د عمومي نظم د بشپړ ماتېدو خبرداری ورکړی
د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش یو ځل بیا په غزې پټۍ کې د بشري اوربند غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې عامه نظم ښايي ژر په بشپړه توګه مات شي او هلته بشري سیستم د سقوط له "جدي ګواښ" سره مخ دی.
ګوتېریش د ملګر وملتونو امنیت شورا ته په یو لیک کې ویلي، "د اسرایلو د دفاعي ځواکونو لخوا دوامداره بمباري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د سرپناه او اړینو توکو د نشتوالي له امله زه فکر کوم چې عامه نظم به د خرابو حالاتو له امله ژر په بشپړه توګه مات شي او حتی محدودې بشري مرستې به هم نا ممکنه شي."
هغه زیاته کړه، "ښايي لا خراب حالت رامنځ ته شي چې په هغو کې به ساري ناروغۍ او همدارنګه ګاونډیو هېوادونو ته به په ډلیزه توګه د خلکو بې ځایه کېدل شامل وي." ګوټېریش وویل، اوسنيو ځمکنیو حالاتو د بشري عملیاتو ترسره کول "ناممکن" کړي دي.
اسرایل دعوه کړې په غزه کې یې د حماس 250 ځایونه په هدف کړي دي
د اسرايل پوځیان او د حماس جنګيالي په غزه پټۍ کې په سخته جګړه بوخت دي چې له کبله يې عامو فلسطينيانو ته د سرپناه موندل او بشري مرستو ته لاسرسی نور هم ګران شوی.
د اسرايل پوځ وايي د شورو په ورځ يې په نزدې 250 هوايي بريدونو کې په غزه کې هدفونه په نخښه کړي.
ملګرو ملتونو هم د اسرايل تېز کړل شوي بمبارونه رپورټ کړي او ورسره په څنګ کې يې زمکني عمليات هم سېوا شوي.
د فلسطيني وسلوالو لخوا په اسرايل د راکټونو ويشتلو لړۍ هم تېزه شوې ده.
اسرايلي پوځي چارواکو ويلي ځواکونو يې د غزه د دويم غټ ښار خان يونس نه ګېره اچولې ده.
اسرایلي ځواکونو د غزه په جنوب کې پرمختګ کړی
واشنګټن (روېټرز/ای پي/ای اېف پی) اسرایلي ځواکونو د حماس وسله والو خلاف جګړه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د غزه په جنوب کې پېش قدمي کړې په داسې حال کې چې نړیوالو امدادي ادارو خبرداری کړی چې ملکي خلکو دپاره جنګ نه د بچ کېدو محفوظ ځای نه دی پاتې شوی.
اسرایلي ځواکونه او ټېنکونه د غزه جنوبي ښار خان یونس ته ور نږدې شوي او اسرایلي جنګي جهازونو د غزه په جنوبي برخه کې بمباري کړې.
اسرایلي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د خان یونس شا او خوا سیمو کې مقامي اوسېدونکو ته خبرداری کړی چې د خپل تحفظ دپاره دې د نور جنوب خوا ته تګ وکړي. د نهې، سه شنبې، په ورځ مقامي خلکو ته د شمال او جنوب ترمنځ د لوی لار صلاح الدین سیمې نه د لرې پاتې کېدو خبرداری وکړی شو.
په غزه کې د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې مشر ټامس وایټ وویل اسرایل قریباً ۶۰۰۰۰۰ خلکو ته د هغو رهایشي علاقو نه د وتلو امر کړی چې جنګ په کې شروع کېدلی شي.
په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او د حماس د وسله والو تازه جګړه
واشنګټن (ای پي/ای اېف پي/روېټرز) په غزه کې اسرایلي ځواکونه د نهې، سه شنبې، په ورځ د حماس وسله والو سره جنګېدلي، د جګړې زیات زور د غزه په جنوبي برخه کې و او نړیوالو امدادي ادارو تشویش څرګند کړی چې د جګړې نه بچ کېدو دپاره ملکي کسانو سره محفوظ ځای نه دی پاتې شوی.
اسرایلي ځواکونه او ټېنکونه د غزه جنوبي ښار خان یونس ته ور نږدې شوي او اسرایلي جنګي جهازونو د غزه په جنوبي برخه کې بمباري کړې.
په تېرو څو ورځو کې اسرایلي پوځ د خان یونس شا او خوا سیمو کې اوسېدونکو خلکو ته محفوظو ځایونو ته د تګ وېنا کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري امداد څانګې یو اېن افس فار ډی کوارډېنېشن اف هیومېنېټېرین افېیرز ویلي د اندازې ترمخه یو اشاریه اته مېلین خلک په غزه کې دننه بې کوره شوي دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوی او تر ۲۴۰ پورې کسان حماس یرغمال نیولي وو. تراوسه حماس یو سل یرغمال او اسرایل یو شمېر فلسطيني قېدیان ازاد کړي دي.
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه، د حماس خلاف د اسرایل په عملیاتو کې ۱۵۸۹۰ کسان په غزه کې وژل شوي دي. وېل کېږي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې ۷۰ فیصد ښځې او ماشومان دي