د ملګرو ملتونو عمومياسمبلۍ غزه کې د سمدستي بشري ډزبندۍ قرارداد منظور کړ
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د سمدستي بشري اوربند په اړه یو قرارداد منظور کړی دی چې د عملي کېدو پابند نه دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۱۹۳ کسیز پارلیمان کې ۱۵۳ غړو د دغه قرارداد په حق کې رایه ورکړې، د امریکا او اسرایل په ګډون ۱۰ هېوادونو دقرارداد مخالفت کړی او ۲۳ هېوادونه د رایې اچونې له بهیر څخه بهر پاتې شوي.
د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د غزې په تړانګه کې د اوربند په اړه د قرارداد پر ضد رایه ورکوونکو کې د امریکې اؤ اسرایل ترڅنګ دچیک جمهوریت، اسټریا، ګوټی مالا، پیراګوئی،پاپوا نیوګیني،لایبریا، مایکرونیشیا اؤ نؤرو په څېر هیوادونه شامل دي
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې دغه قرارداد د امنيت په شورا کې د اوربند په اړه د متحده عرب اماراتو د وړانديز شوي قرارداد له ناکامېدو وروسته منظور شوی دی.
صدر بایډن وایي اسرایل په غزه کې په "بې توپیره بمبارۍ" سره نړیوال ملاتړ بایلي
د امریکې صدر جوباییډن د نهې - سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی دی چې اسرایل په غزې د خپلو "بې توپیره بمباریو" له امله نړیوال ملاتړ بایلي.
صدر باییډن د اسرایل په اړه دا سختې څرګندونې په داسې حال کې کړي چې هم پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د اسرایل اؤ حماس ترمنځ جګړه کې د بشري اوربند په اړه قرارداد په دروند اکثریت سره منظور شوی دی.
د سه شنبې په ورځ د 2024 په ټاکنو کې د خپل انتخابي کمپین لپاره د پیسو راټولولو د یوې دستورې په مهال صدر باییډن ویلي د اسرایل د امنیت انحصار یا تکیه په امریکا کیدای شي خو دا مهال هغوي(اسرایل) ته د اروپایي اتحادیې،اروپا اؤ زیاتره نړۍ ملاتړ ترلاسه دی.
د صدر باییډن وینا وه ، هغوی د خپلو داسې بمباریو له امله اوس ددې ملاتړ نه په محرومیدو راغلي دي چې پکې د حماس وسلوالو او عامو خلکو توپیر نه کوي.
اسرایل وایي په غزه پټۍ کې د دایمي پاتېدو اراده نه لري
د اسرایلو د دفاع وزیر یواو ګېلینت د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، اسرایل په غزه پټۍ کې د دایمي پاتېدو اراده نه لري، خو وایي، "اسرایل به د حماس د ختمولو لپاره هر ډول اقدام وکړي، موږ یواځې د خپل امن او له غزې سره پر پوله د خپلو خلکو امنیت ته پام کوو."
د اسرایل د دفاع وزیر د ګل- دوشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د اسرایل د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو غوښتنې رد کړې او ویلي یې دي چې د حماس د وسله والې ډلې پر ضد د عملیاتو اوسنی پړاو به وخت ونیسي.
یواو ګیلینټ چې د اسرایل د درې کسیزه جنګي کابینې غړی دی، د اسرایل د دوو میاشتو په جګړه ییز مهم کې په پراخه کچه په شوؤ زیانونو اؤ د عامو وګړو په وژنو سېوا کېدو د نیوکو لړۍ پرله پسې نظر انداز کړې ده.
ایسوسي ایټډ پریس سره مرکه کې ګیلنټ د یو ټاکلي مهلت له ژمنې ورکولو ډډه وکړه خو هغه اشاره وکړه چې موجوده پړاؤ چې د هوایي طاقت ترڅنګ پکې ځمکنۍ جګړه هم شامل ده، څو اوونۍ وخت نیولی شي اؤ پوځي فعالیتونه بیا تر میاشتو دوام موندلی شي.
د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ نن بیا غزه کې د ډزبندۍ په اړه ووټ کوي
نن د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په انساني بنیادونو له دوو میاشتو د اسرایل او حماس د روانې جګړې د بیړنۍ ډزبندۍ په اړه رایه واچوي.
تمه څرګندېږي چې د جګړې د درولو لپاره د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د عرب او نورو اسلامي هېوادونو له خوا وړاندې کېدونکی قرارداد منظور شي، دې قرارداد ته په داسې وخت رایې ورکول کېږي چې له غزې پټۍ په لکونو بې کوره شوي خلک له انساني بحران سره مخ دي.
امکان څرګندېږي چې د عمومي اسمبلۍ 193 غړي به نن د نهې- سه شنبې په ورځ د قرارداد مسوده په اکثریت رایو منظوره کړي او دا مسوده به هم هغې ته ورته وي چې تېره اوونۍ د امنیت شورا په 15 غړو کې امریکا ویټو یا رد کړه.
که څه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ قراردادونو د عمل پابند نه دي، خو له سیاسي پلوه ډېر ارزښت لري او د نړیوالو نظر څرګندوي.