لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

16:40 9.1.2024

حزب الله د خپل کمانډر د وژلو په بدل کې د اسرایل پر پوځي اډه بریدونه کړي

په لبنان کې مېشتې وسلوالې ډلې حزب الله د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، د اسرایل پر یوه پوځي اډه یې ډرون برید کړی دی خو اسرایل وایي په برید کې یې اډاڼو یا چاته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.

حزب الله وایي دغه برید یې د اسرایل د هغو وروستیو هوایي بمبارۍ په بدل کې کړی دی چې لومړی یې د حماس ډلې مرستیال صالح العاروري او وروسته د ګل- دوشنبې په ورځ د دوی یو مهم کمانډر پکې و وژل شول.

حزب الله وایي د ډرون برید مقصد یې د اسرایل او لبنان له پولې شاوخوا لس کیلومیټره لرې په سفید سیمه د اسرایل یو پوځي مرکز په نخښه کول وو.

اسرایلي پوځ وایي دوی په هوا کې د هغو ډرون الوتکو مخه نیولې چې د لبنان له خاورې د اسرایل غاړې ته ور ویشتل شوي وو، خو وایي یو میزایل د اسرایل په شمال کې لګېدلی خو چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې او نه یې بل څه تاوان کړی دی.

02:24 6.1.2024

د اسرایل او د حماس د جګړې په اړه خبرو دپاره د امریکې خارجه وزیر ترکي ته رسېدلی

بلېنکن به د خالي، شنبې، په ورځ د ترکي صدر رجپ طیب اردوان سره ملاقات کوي
بلېنکن به د خالي، شنبې، په ورځ د ترکي صدر رجپ طیب اردوان سره ملاقات کوي

واشنګټڼ (وي او ای/روېټرز/ای پي/ای اېف پي) د اسرایل او حماس جنګ د خپرېدو مخنیوي او غزه ته د انساني امداد د زیاتېدو په اړه د خبرو دپاره د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن منځني ختیځ ته د سفر په وړمبي پړاو د جمعې په ورځ ترکي ته ورسېدو.

بلېنکن به د خالي، شنبې، په ورځ د ترکي صدر رجپ طیب اردوان سره ملاقات کوي.

سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت وویل بلېنکن به دا غوښتنې تکراروي چې غزه ته دې بشري امداد زیات کړی شي.

منځني ختیځ ته د بلېنکن د وروستي سفر هدف دا دی چې د اسرایل او حماس جنګ لبنان او وېسټ بېنک ته خپور نه شي په سور سمندر کې دې د تجارتي سمندي جهازونو لارې خلاصې وساتل شي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې او د دې په جواب کې د حماس خلاف داسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته دا د بلېنکن څلورم سفر دی.

د ترکې ته پس به بلېنکن اسرایل، وېسټ بېنک، یونان، اردن، قطر، متحده عرب اماراتو، سعودي عرب او مصر ته هم ورځي.
بلېنکن منځني ختیځ‌ ته سفر په داسې حال کې کوي چې د انساني امداد او د بيړني حالاتو دپاره د ملګرو ملتونو د مشر رابطه کار مارټن ګرفېتس د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل په تېرو میاشتو کې غزه نه د "مرګ او مایوسۍ" ځای جوړ شوی دی.

16:33 2.1.2024

د غزه اوسېدونکي: په مرکزي او جنوبي غزه کې د اسرایل او د حماس ترمنځ درنه جګړه شوې

اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ د حماس خلاف جنګ کې د نوي پړاو د شورع کولو خبره وکړه
اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ د حماس خلاف جنګ کې د نوي پړاو د شورع کولو خبره وکړه

واشنګټن (وي او ای/روېټرز/ای پي/ای اېف پي) اسرایلي ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه هوايي بمباري کړې او د سیمې اوسېدونکو ویلي د غزه په مرکزي او جنوبي برخو کې د اسرایل او حماس ترمنځ درنه جګړه شوې.

د نهې، سه شنبې، په ورځ جګړه د غزه په مرکزي علاقه البریج او په جنوب کې په خان یونس کې شوې، چې د غزه دویم لوی ښار دی.

د اسرایلي پوځ په جنوبي لبنان کې د حزب الله وسله والو خلاف د هوايي حملو خبره کړې ده. حزب الله د حماس اتحادي ډله ده او د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې یې په سرحد د اسرایلي ځواکونو سره د ډزو تبادله کړې ده.

اسرایل دا هم وویل چې د شام د خاورې نه د حملو په جواب کې یې په شام کې د شام د پوځي بنیادي اسانتیاوې په هدف کړي دي.

اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ د حماس خلاف جنګ کې د نوي پړاو د شورع کولو خبره وکړه.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته چې په کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴۰ پورې نور کسان یرغمال نیول شوي وو، اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف پوځي عملیات شروع کړي دي.

د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه، په غزه کې تر ۲۲۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. وزارت په وژل شویو کسانو کې د وسله والو او د ملکي کسانو تفریق نه کوي خو وايي ۷۰ فیصد کسان ښځې او ماشومان دي.

17:08 28.12.2023

اسرایل وايي ځواکونو یې په وېسټ بېنک کې د حماس د مرستیالانو خلاف چاپه وهلې

د اسرایل ډيفېنس فورسز په یو بیان کې وویل د وېسټ بېنک په چاپه کې 21 کسان نیول شوي دي او د مېلینونو په شمېره کې اسرایلي کرنسي هم ترلاسه شوې ده
د اسرایل ډيفېنس فورسز په یو بیان کې وویل د وېسټ بېنک په چاپه کې 21 کسان نیول شوي دي او د مېلینونو په شمېره کې اسرایلي کرنسي هم ترلاسه شوې ده

واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) د اسرایل پوځ وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې په وېسټ بېنک کې په هغو کسانو چاپه وهلې چې حماس سره د مالي مرستې الزام پې لګول شو و او اسرایلي ځواکونو د غزه په شمالي، مرکزي او جنوبي برخو کې د حماس خلاف ځمکنۍ او هوايي حملې دوامداره ساتلي دي.

د اسرایل ډيفېنس فورسز په یو بیان کې وویل د وېسټ بېنک په چاپه کې 21 کسان نیول شوي دي او د مېلینونو په شمېره کې اسرایلي کرنسي هم ترلاسه شوې ده.

اسرایلي ځواکونو په جنین کېمپ هوايي حمله کړې او ځمکني عسکرو هغو فلسطینیانو ته جواب وېلی چې اسرایلي پوځ وویل په عسکرو یې ډزې کړې وې.

په وېسټ بېنک کې چاپه د هغو عملیاتو برخه ده چې اسرایلي ځواکونه یې د ترهګرۍ خلاف فعالیتونه بلي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپل رپورټ کې وویل د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته په وېسټ بېنک کې د انساني حقونو صورتحال په چټکتیا خراب شوی دی.

د افس اف دي یو اېن های کمېشنر فار هیومن رایټس وویل د اکتوبر د اوومې نېټې راهسې یې په وېسټ بېنک کې د 300 فلسطینیانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی، چې 291 فلسطینیان په کې د اسرایلي ځواکونو دلاسه وژل شوي،‌ اته فلسطینیان یهودي اباد کارانو وژلي او یو تن یا خو اسرایلي ځواکونو او یا د اباد کارانو دلاسه وژل شوی دی.

رپورټ وايي د فلسطینیانو زیاتره وژنې د اسرایلي ځواکونو او فلسطینیان په جګړو، احتجاجونو او د فلسطینیانو په کلیو د اسرایلي چاپو په مهال شوي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG