لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

live د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

21:35 9.10.2024

صدر بایډن د اسرایلي وزیراعظم سره په ټېلې فون خبرې وکړې

د اګست د ۲۱ نېټې نه وروسته دا وړمبی ځل و چې بایډن او نېټن یاهو په ټېلې فون خبرې وکړې. نایب صدره کاملا هېرېس هم په خبرو کې شامله وه
د اګست د ۲۱ نېټې نه وروسته دا وړمبی ځل و چې بایډن او نېټن یاهو په ټېلې فون خبرې وکړې. نایب صدره کاملا هېرېس هم په خبرو کې شامله وه

واشنګټن (وي او ای/ ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون په داسې حال کې خبرې وکړې چې اسرایلي ځواکونه په لبنان او غزه کې عملیات کوي او د ایران د مزایلو حملې ته جواب په ورکولو غور کوي.

د اګست د ۲۱ نېټې نه وروسته دا وړمبی ځل و چې بایډن او نېټن یاهو په ټېلې فون خبرې وکړې. نایب صدره کاملا هېرېس هم په خبرو کې شامله وه.

د اکتوبر په وړمبۍ نېټه په اسرایل د ایران د بېلېسټېک حملو وروسته، نېټن یاهو ویلي ایران غلطي کړې او د حملې قيمت په ادا کوي.

بایډن ویلي د ایران په اېټمي مرکزونو د اسرایل د حملې حمایت نه کوي.

بلخوا، اسرایلي ځواکونو په غزه او لبنان کې د حماس او د حزب الله خلاف حملې جاري وساتلې او د فلسطيني چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل تېره شپه په غزه کې د اسرایل په حملو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

15:49 9.10.2024

فلسطيني چارواکي وايي د اسرایل په بمبارۍ کې ۱۸ کسان وژل شوي دي

د اکتوبر د نهمې نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې خلک په برېج کېمپ کې د وژل شوي یو تن جنازه وړی
د اکتوبر د نهمې نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې خلک په برېج کېمپ کې د وژل شوي یو تن جنازه وړی

واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ فلسطیني چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د غزه په مرکزي او شمالي برخو کې تېره شپه د اسرایل په حملو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

په حملو کې د غزه په جنوب کې د کډوالو النصیرت او برېج کېمپونه او په شمال کې جبلیه کېمپ ویشتل شوی دی.

د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په غزه کې يې د حماس په وسله والو هوايي او ځمکنۍ حملې کړي دي.

ملګرو ملتونو وویل د جګړې او د اسرایل د انخلا احکاماتو د ملکی فلسطینیانو دپاره څه ځای نه دی پرېښودی چې ورشي.

د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یواېن ار ډبلیو ای، مشر فېلېپ لزاریني په اېکس یو پېغام کې وویل لږ تر لږه ۴۰۰۰۰۰ فلسطینیان د غزه په شمال کې ګېر دي. هغه وویل ډېر خلک د انخلا دپاره د اسرایل احکامات د منلو نه انکار کوي ځکه چې ورته معلومه ده چې په غزه کې هېڅ ځای محفوظ نه دی.

بلخوا، اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په جنوبي لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې خلاف حملې وکړې. اسرایلي پوځ وویل د نهې، سه شنبې، او د شورو، چهارشنبې، په ورځ جګړه کې يې درې عسکر زخمیان شول.

18:18 8.10.2024

د حزب الله نایب مشر وایي ډله یې د ډزبندۍ د هڅو ملاتړ کوي

د حزب الله نایب مشر نعیم قاسم وویل تنظیم يې منظم دی او په دردونکو ضربو يې قابو موندلی دی.
د حزب الله نایب مشر نعیم قاسم وویل تنظیم يې منظم دی او په دردونکو ضربو يې قابو موندلی دی.



واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د حزب الله نایب مشر نعیم قاسم د نهې، سه شنبې، په ورځ ویلي دي ډله یې د لبنان او اسرایل په پوله د خپریدونکی جګړې کې د ډزبندۍ د هڅو ملاتړ کوي.

نعیم قاسم په ټیلي ويژن وینا کې د جګړې د ودرولو دپاره د پارلیمان د سپیکر مشر نبيح بیري هڅې په ګوته کړې چې په کې د سه شنبې په ورځ د لبنان په جنوب لویدیځ کې د اسرایل د نوي ځمکنیو عملیاتو اعلان او د بیروت په سیمه کې پرله پسې هوایي بریدونه شامل دي.

د حزب الله نایب مشر نعیم قاسم وویل تنظیم يې منظم دی او په دردونکو ضربو يې قابو موندلی دی.


د اسرایل پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ د لبنان په جنوب مغربي سیمه کې يې عملیات شروع کړل، چې په لبنان کې دننه د اسرایلي عملیاتو پراختیا څرګندوي.

اسرایلي چارواکو ویلي په لبنان کې دننه د اسرایل د عملیات هدف حزب الله وسله واله ډله د پولې نه په وروسته کول دي.

اسرایل په لبنان کې د تازه اپرېشن په اړه وویل دا محدود، په مقامي کچه او هدفي عملیات دي. اسرایل هم دا خبره د سېپټمبر په ۳۰ نېټه په لبنان کې د اپرېش شروع کولو په وخت هم کړې وه.

د نهې، سه شنبې، په ورځ عملیاتو کې اسرایلي ځواکونو د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتي علاقه ضاحیه کې هوايي حملې هم وکړې.

د اسرایل پوځ وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ یوه هوايي حمله کې د حزب الله یو کمانډر سهېل حسېني هم ووژل شو. وېل کېږي چې حسېني حزب ته

د ایران نه وسلې په منتقلولو کې ککړ و. لس ورځې مخکې اسرایل د حزب الله مشر حسن نصرالله هم وژلی دی.


حزب الله وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ يې د اسرایل شمالي ښار حیفا په راکټونو وویشتلو. اسرایل وویل لبنان نه د راکټو چلېدل يې معلوم کړي دي.

15:52 8.10.2024

اسرایلي پوځ وايي په جنوب مغربي لبنان کې يې ځمکني عملیات شروع کړل

اسرایل په لبنان کې د تازه اپرېشن په اړه وویل دا محدود، په مقامي کچه او هدفي عملیات دي
اسرایل په لبنان کې د تازه اپرېشن په اړه وویل دا محدود، په مقامي کچه او هدفي عملیات دي

واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د اسرایل پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ د لبنان په جنوب مغربي سیمه کې يې عملیات شروع کړل، چې په لبنان کې دننه د اسرایلي عملیاتو پراختیا څرګندوي.

اسرایلي چارواکو ویلي په لبنان کې دننه د اسرایل د عملیات هدف حزب الله وسله واله ډله د پولې نه په وروسته کول دي.

اسرایل په لبنان کې د تازه اپرېشن په اړه وویل دا محدود، په مقامي کچه او هدفي عملیات دي. اسرایل هم دا خبره د سېپټمبر په ۳۰ نېټه په لبنان کې د اپرېش شروع کولو په وخت هم کړې وه.

د نهې، سه شنبې، په ورځ عملیاتو کې اسرایلي ځواکونو د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتي علاقه ضاحیه کې هوايي حملې هم وکړې.

د اسرایل پوځ وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ یوه هوايي حمله کې د حزب الله یو کمانډر سهېل حسېني هم ووژل شو. وېل کېږي چې حسېني حزب ته

د ایران نه وسلې په منتقلولو کې ککړ و. لس ورځې مخکې اسرایل د حزب الله مشر حسن نصرالله هم وژلی دی.

د حزب الله نایب مشر نعیم قاسم د نهې، سه شنبې، په ورځ تنظیم يې منظم دی او په دردونکو ضربو يې قابو موندلی دی.

حزب الله وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ يې د اسرایل شمالي ښار حیفا په راکټونو وویشتلو. اسرایل وویل لبنان نه د راکټو چلېدل يې معلوم کړي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG