اسرایل د حماس د مشر یحیا السنوار د وژلو تصدیق وکړو
واشنګتن (ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ اسرایلي چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دا تصدیق وکړو چې د فلسطيني مسلح ډلې حماس مشر یحیا السنور يې په غزه کې وژل دی.
د اسرایل خارجه وزیر ازرایل کاټزد السنوار د وژل کېدو تصدیق وکړو او د هغه وژنه يې د اسرایلي پوځ دپاره عسکري او اخلاقي کامیابي وبلله.
د اسرایل صدر اېزک هرزوګ په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې د السنوار د وژل کېدو هرکلی وکړو او غوښتنه يې وکړه چې د حماس د ولکې څخه د یرغمالانو د ازادولو دپاره دې په چټکتیا ګامونه واخیستل شي.
هرزوګ وویل السنوار په اسرایل د اووم اکتوبر د حملې مرکزي منصوبه ساز و د کلونو راهسې د اسرایلیانو خلاف ترهکرۍ کې ککړ و.
د دې نه مخکې اسرایلي پوځ د السنوار د وژل کېدو امکان څرګند کړی و. اسرایلي پوځ ویلي وو چې السنوار په هغه دریو وسله والو کې شامل و چې په غزه کې د اسرایلي عسکرو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
یوشپېته کلن السنوار د غزه په خان یونس کلي کې د کډوالو په یو کېمپ کې زېږېدلی و. حماس چې په کال ۱۹۸۷ کې جوړ شوی، السنوار يې په اولنو غړو کې شامل و او بالاخېر د ډلې د هغه امنیتي څانګې مشر شو چې هدف يې د حماس نه د اسرایل دپاره د جاسوسي کوونکي لرې کول وو.
د اسرایل پوځ د حماس مشر یحیا السنوار د وژل کېدو امکان څرګند کړی
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په دې اړه تحقیقات کوي چې د فلسطيني مسلح ډلې مشر یحیا السنوار په غزه کې د دریو وسله والو په ضد عملیاتو کې وژل شوی دی.
اسرایلي پوځ په یو بیان کې وویل په دې پړاو د وژل شویو دریو واړو وسله والو د شناخت تصدیق نه شي کېدلی. اسرایل وویل داسې څه نخښې يې نه دي موندلي چې په کومه ودانۍ کې وسله وال په هدف شوي وو هلته د حماس په ولکه کې یرغمالان هم موجود وو.
السنوار په اسرایل د اووم اکتوبر د حملو منصوبه ساز بلل کېږي. د اګست په میاشت کې په تهران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو وروسته السنوار د ډلې مشر ونومول شو. ایران په اسرایل د هنیه د وژلو الزام لګولی دی خو اسرایل د دې خبرې نه تصدیق او نه هم تردید کړی.
په عین حال کې په غزه کې د صحت چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په یو سکول کې د کوره شویو خلکو دپاره په پناه ګاه د اسرایل په هوايي حمله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي چې ماشومان هم په کې شامل دي.
اسرایلي پوځ وویل په جبلیه کې په سکول کې يې د حماس او د اسلامېک جهاد ډلو په لسګونو وسله والو يې د حملې نخښانه وو.
اسرایل وايي په بېروت کې يې د حزب الله یو کمانډر وژلی
واشنګټڼ (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د لبنان په جنوب کې يې د حزب وسله والې ډلې یو کماڼدر وژلی دی. اسرایلي پوځ د لبنان په بقاع وادۍ کې ځايي اوسېدونکو ته د انخلا نوی امر هم اعلان کړو.
د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، د حزب الله د وژل شوي کمانډر پېژندګول د حسین عواضته په نوم وکړه چې په مبینه توګه په اسرایل په حملو کې ککړ و.
اسرایل د لبنان په ځینو علاقو کې خلکو ته د خپلو سیمو نه د وتلو دپاره خبر پاڼې خپرې کړي چې په کې وېل شوي د حزب الله د مرکزونو سره نږدې خلک دې د خپلو ځایونو نه ووځي. د اسرایل د داسې ډول هدایاتو وروسته اسرایلي ځواکونه بیا حملې وکړي.
امریکې حزب الله سره د مالي ورستې په لړ کې په دریو تنانو او څلورو کمپنو پابندۍ ولګولې
واشنګټن (ای پي/روېټرز) ـ په لبنان کې مېشته مسلح ډلې حزب الله سره د مالي مرستې او ډلې سره خپل تعلقات خفیه ساتلو په الزام امریکې په دریو تنانو او څلورو کمپنو پابندۍ ولګولې.
د امریکې د خزانې وزارت، د نهې، سه شنبې، په ورځ د حزب الله په ضد ندیزونو اعلان وکړو او ویې وېل هغه جال يې په نخښه کړی چې بندیزونو نه ځان د بچ کولو په لړ کې يې د حزب الله مرسته کړې او ډلې ته يې په مېلینونو ډالر رسوولي دي.
بلخوا د لبنان د صحت وزارت وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هېواد په جنوب کې په النبطیه کلي کې د اسرایل بمبارۍ لږ تر لږه پينځه کسان ووژل.
د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ډېني ډېنن نه یو خبریال د حملې په اړه پوښتنه وکړه نو هغه وویل مونږ د حزب الله مرکزونه په هدف کوو. هغه وویل په خصوصي توګه دغې پېښې په اړه به کتنه وکړي.
بلخوا، د حزب الله نګران مشر ویلي توجه يې دښمن ته په نقصان رسوولو ده نو ځکه د حېفا او تل ابیب په شمول په اسرایلي هدفونو حملې کوي.
شېخ نعیم قاسم د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټېلې وېژن نشر شوي تقریر کې لوظ وکړو چې دښمن ته به ماتي ورکوي او د خپلو ځمکو نه به يې وباسي.
په بېروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله د وژل کېدو وروسته دا دریم ځل و چې د هغه ممکنه جانشین په ټېلې وېژن ولیدل شو.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو په سېکیورټي کاونسل کې سفارتکارانو ته په غزه کې د صورتحال د خفګان وړ تصویر پېش کړی شو.
د ملګرو ملتونو د بشري امداد د څانګې نګرانې رابطه کارې جواېس مسویا وویل د اکتوبر د دویمې نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۵ نېټې پورې په معمولي کچه خوراک د غزه شمالي برخې ته ور ورسوول شو. هغې زیاته کړه چې د انسانانو د بقا دپاره د بنیادي ضرورت شیان په ختمېدو دي.
د سېکیورټي کاونسل غړو په غزه کې بشري صورتحال او فلسطینیانو ته د اسرایلي پوځ د انخلا احکامات وغندل. یو شمېر غړو ملکونو وویل وخت راغلی چې سېکیورټي کاونسل خپل موجوده قراردادونه نافذ کولو دپاره خپل ټول الات په استعمالولو غور وکړي، چې بندیزونو دپاره سفارتي ژبه ګڼل کېږي.