لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

15:37 2.11.2023


په دې تصویر کې غزه نه د اسرایل په لور چلول شوي راکټونه لیدل کېږي
په دې تصویر کې غزه نه د اسرایل په لور چلول شوي راکټونه لیدل کېږي

د امریکې صدر جو بایډن ویلي په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني وسلوالې ډلې حماس په جګړه کې "وقفه" پکار ده، چې یرغمل کسان را خوشي کړی شي او د غزې اغېزمنو ته مرستې ورسېږي او د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل ځواکونو يې په غزه کې په دویم ځل ځمکني عملیات کړي او بېرته ستانه شوي دي.

د اسرایل ډېفېنس فورسز په غزه د حماس خلاف ځمکني برید کې ټېنکونه او توپخانه شامله وه او د حماس وسله والو سره یې جګړه وشوه. په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل په غزه کې د حماس په ضد هوايي بمباري شروع کړې ده.

صدر بایډن د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې په مینیسوټا ایالت کې شاوخوا 200 کسانو ته وینا کوله چې یوه ښځه ولاړه شوه او ورته ویې ویل، "د یوې ربي [یهودي‌ استادې] په توګه زه له تاسو غواړم چې دا اوس د ډزبندۍ غوښتنه وکړئ."

که څه هم د غونډې ګډونوالو ځینو ښځو پر هغې ږغ کړل چې کښېني، خو بایډن هغې ته په جواب کې وویل، "زما په نظر موږ وقفې ته اړتیا لرو. د وقفې معنا دا ده چې د بندیانو وتلو ته وخت ورکړئ".

وایټ هاوس وروسته سپیناوی وکړو چې له بندیانو څخه د صدر جو بایډن مقصد هغه تر 200 زیات کسان دي‌ چې د اکتوبر په اوومه حماس یرغمل کړي وو او په دې ورځ په اسرایل باندې د دې ډلې په برید کې 1,400 تنه وژل شوي‌ وو

بلخوا روسي خبري ادارو خبر ورکړی چې حماس یرغمال کړي کسانو د ازادېدو په اړه خبرو دپاره د حماس یوه ډله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ ماسکو ته رسېدلې ده. په یرغمال کسانو کې روسي شهریان هم شامل دي.

د غزه د صحت وزارت ترمخه په فلسطیني سیمه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه 7000 کسانو ته رسېدلې ده چې اکثریت په کې ښځې او ماشومان دي. وزارت د زیارت، پنجشنبې،‌په ورځ د وژل شویو کسانو د نومونو او شناختي کارډونو فهرست جاري کړو چې په کې 2900 ماشومان او د 1500 نه زیاتې ښځې دي.


19:58 2.11.2023
امدادي کارکوونکي په جبله کې یوه ماشومه د ودانې د مبلې نه راوباسي
امدادي کارکوونکي په جبله کې یوه ماشومه د ودانې د مبلې نه راوباسي

واشنګټن (روېټرز) د فلسطیني سیمې غزه نه د غیرملکیانو د وتلو لړۍ دوام لري او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حماس د انتظام لاندې علاقې نه نور بهرنیان ووتل او حماس ویلي د کډوالو په جبلیه نومې کېمپ د اسرایل په حملو کې لږ تر لږه 195 کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د انساني حقونو چارواکو دغه حملې جنګي جرمونه بللي دي.

سفارتي سرچینو ویلي په دوو هفتو کې به 7500 غیر ملي پاسپورټ لرونکي خلک به د غزه نه ووځي.‌ په غزه کې د اسټرېلیا، اسټریا، بلغاریه، چېک ريپبلېک، فېن لېنډ، انډونېشیا، اېټلي، جاپان، اردن، برطانيې او د امریکې پاسپورټ لرونکي خلک موجود دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ 320 غېرملکیانو ډلوه د رفع دلارې غزه نه مصر ته ورسېده.

اسرایل ویلي د نهې، سه شنبې، او شورو، چهارشنبې، په ورځو په حملو کې د حماس دوه کمانډران په جبلیه کې وژل شوي دي. جبلیه په غزه د کډوالو د ټولو نه لوی کېمپ دی.

اسرایل ويلي حماس د کمانډ مرکزونه او د "ترهګرۍ " بنیادي اسانتیاوې د ملکي ودانیو ترمنځ او په شا او خوا کې جوړې کړي چې له امله یې د غزه اوسېدونکي د خطر سره مخامخ شوي دی.

په غزه کې د حماس په انتظام چلېدونکي مطبوعاتي دفتر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په دوو حملو کې په جبلیه کې لږ تر لږه 195 فلسطینیان وژل شوي او 120 نور کسان بې درکه دي او ګمان کېږي چې د ملبې دلاندې شوي دي. د حماس مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وویل چې 777 کسان زخمیان شوي‌ هم دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو چارواکو ویلي دغه حملې جنګي جرمونه کېدلی شي.

اسرایل ویلي په غزه کې یې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو عسکر ووژل شو او 15 عسکر یې د نهې، سه شنبې، په ورځ وژل شو‌ي دي.

امدادي کارکوونکي په جبله کې یوه ماشومه د ودانې د مبلې نه راوباسي
امدادي کارکوونکي په جبله کې یوه ماشومه د ودانې د مبلې نه راوباسي


01:26 4.11.2023

بلېنکن په داسې حال کې د اسرایل دوره وکړه چې د اسرایل ځمکني ځواکونو د غزه ښار محاصره کړی او سفارتي کوښښونه زیات شوي چې د اسرایل او حماس په جګړه ودرېږي او غزه ته انساني امداد ورسوول شي.
بلېنکن په داسې حال کې د اسرایل دوره وکړه چې د اسرایل ځمکني ځواکونو د غزه ښار محاصره کړی او سفارتي کوښښونه زیات شوي چې د اسرایل او حماس په جګړه ودرېږي او غزه ته انساني امداد ورسوول شي.

واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د جمعې په ورځ په تل ابیب کې د اسرایلي وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو او د اسرایلي کابېنې د غړو سره یې ولیدل او ویې وېل اسرایلي چارواکو سره خبرو کې یې ترجیح دا وه چې د اسرایل او د حماس جګړه زیاته او نوره خوره نه شي.

د ملاقات وروسته بلېنکن خبریالانو ته د هغو ګامونو ذکر وکړو چې د هغه په فکر که واخیستل شي نو په اسرایل د اووم اکتوبر په شان د حملو تکرارېدو مخه نیول کېدی شي او د اسرایلیانو او فلسطینانو دپاره "بهتر سباون" یقیني کولی شي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې 1400 کسان وژل شوي او د حماس وسله والو 230 کسان یرغمال کړي دي. امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس په ضد هوايي او ځمکنۍ حملې شروع کړي دي.

د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه د اسرایل په حملو کې د 9000 نه زیات کسان وژل شوي او په سلګونو بې کوره شوي دي.
بلېنکن وویل امریکا د اسرایل د دې حق او فرض ملاتړ کوي چې خپله دفاع وکړي خو امریکا دا هم ګڼي ملکي کسانو تحفظ ته پام کول هم انتهايي اهمیت لري.

07:06 4.11.2023
د اکتوبر په 26 نېټه په غزه ښار اسرایلي بمبارۍ کې زخمي شوی فلسطینی الشفا هسپتال ته بوتلل کېږي
د اکتوبر په 26 نېټه په غزه ښار اسرایلي بمبارۍ کې زخمي شوی فلسطینی الشفا هسپتال ته بوتلل کېږي

واشنګټن (وي او ای) د ملګرو ملتونو د بشري امداد ادارې مشر مارټن ګرېفېتس د جمعې په ورځ غوښتنه وکړه چې د اسرایل او حماس په جګړه کې دې په بېړنۍ توګه د انساني خواخوږۍ په بنیاد وقفه وکړي چې دا فلسطینیانو ته امداد ورسوول شي.

هغه وویل د تېرو 26 ورځو راهسې په اسرایل او غزه کې "متوازي غمزېزې" دوام لري چې "زمونږ په اجتماعي ضمیر داغ دی."

ګرېفېتس وویل د اسرایل، مصر، امریکې او د ملګرو ملتونو ترمنځ خبرې دوام لري خو دا کافي نه دي. هغه غوښتنه وکړه پکار ده چې په جګړه کې وقفې وشي.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د جمعې په ورځ وویل چې حماس یرغمال کسان نه وي ازاد کړي په جګړه به وقفه نه کوي.

په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کې حماس د 200 نه زیات کسان یرغمال کړل، ځینې يې ازاد کړي او اوس هم وېل کېږي چې 230 پورې کسان د حماس په ولکه کې یرغمال دي. په اسرایل د حماس په حمله کې 1400 کسان وژل شوي دي.

د حملې په جواب کې اسرایل د حماس په ضد په غزه کې حملې شروع کړي دي او د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل په حملو کې د 9000 نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG