لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

17:21 29.11.2023

د اسرایل او حماس په جګړه کې د وقفې شپږمه ورځ: نن د نورو یرغملو او بندیانو د خوشي کېدو تمه ده

د اسرایل او حماس جنګ بندي چې د شپږو ورځو پورې غځېدلې پرون د جنګ بندۍ پينځمه ورځ وه، او حماس پرون د نهې يا سه شنبې په ورځ ناوخته نور يرغمل شوي کسان خوشي کوي او د دغې لږه شېبه وروسته اسرایل نور فلسطيني بنديان ازاد کړي دي.

د اسرايل پوځ ویلي، دغزې نه 12 يرغمل شوي کسان خوشي شوي لس پکې اسرايليان او دوه نور بهرنيان دي

او د فلسطين د بنديانو کلب ویلي، د دغو کسان په بدل کې اسرایل په لويدیځه غاړه کې قېدي 30 فلسطينيان ازاد کړي 15 پکې ښځې او 15 تنه یې ځوانان وو.

د رپورټونو ترمخه نن د شورو يا چهارشنبې په ورځ د اسرايل او حماس لخوا د نورو يرغمل شوو او قېديانو خوشي کېدو تمه څرګنديږي.

د اسرایل او حماس ترمنځ د څلورو ورځو بندي د ګل يا دوشنبې په شپه سر ته رسېدلې خو جنګ بندي بيا د دوو نورو ورځو دپاره غځولو شوې وه.

17:25 29.11.2023

د سي‌ای اې او موساد مشرانو د اسرایل حماس جګړې د وقفې غزولو او یرغمل کسانو پر خوشي کېدو خبرې کړې

د امریکې صدر جو بایډن خپل یو ډېر باوري او زیات اغېز لرونکی چارواکی په دې هیله منځني ختیځ ته د خبرو لپاره لېږلی چې د اسرایلو او حماس تر منځ جګړه کې لنډمهاله کمزورې وقفه یو څه نوره وغزول شي.

اسرایلي او نورو نړیوالو رسنیو هم د سفارتي سرچینو په حواله ویلي چې ویلیم برنز په دوحه کې د اسرایل د استخباراتي ادارې موساد له مشر ډېویډ بارنیا، د قطر او مصر له چارواکو سره لیدلي دي، خو سرچینې وایي دا نه ده معلومه چې د دوی د خبرو څه نتیجه را ووتله.

یوه امریکایي چارواکي وي او اې ته ومنله کړه چې د امریکې د سنټرل استخباراتي ایجنسۍ سي ای اې مشر ویلیم برنز د سه شنبې- نهې په ورځ قطر ته سفر کړی چې د لوړې کچې په خبرو کې برخه واخلي، وایي په هغه کې "د یرغمل شویو په اړه بحثونه هم شامل دي."

یوې امریکایي سرچینې رویټرز خبري‌ ایجنسۍ ته ویلي چې د امریکا، اسرایل، قطر او مصر د مشرانو دا ناسته "په انساني بنیاد د وقفې تړون لا نور پسې غزول او په راتلونکې مرحله کې د ممکنه تړون په اړه نور بحثونه پیل کول دي".

22:39 30.11.2023

اسرایل او حماس ډز بندې اوومې ورځ ته و غځوله

د اسرایل پوځ په هیبروو ژبه کې په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل چې د منځګړو د کوښښونه په رڼا کې د تښتول شویو کسانو د ازادېدو لړۍ دوام ولري او د معاهدې د شرایطو د لاندې به ډز بندی دوامداره وي
د اسرایل پوځ په هیبروو ژبه کې په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل چې د منځګړو د کوښښونه په رڼا کې د تښتول شویو کسانو د ازادېدو لړۍ دوام ولري او د معاهدې د شرایطو د لاندې به ډز بندی دوامداره وي

واشنګټن (وي او ای/ای اېف پي/ای پي/روېټرز) اسرایل او حماس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ معاهدې ته ورسېدل چې ډز بندي اوومې ورځ ته وغځوي.

د عارضي ډز بندۍ اعلان په داسې حال کې شوی چې نړیواله ټولنه د ډز بندۍ د زیاتېدو غوښتنه کوي چې دا ډول حماس په غزه کې نیول شوی نور یرغمال کسان ازاد کړي او غزه ته انساني امداد ور ورسوول شي.

د اسرایل پوځ په هیبروو ژبه کې په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل چې د منځګړو د کوښښونه په رڼا کې د تښتول شویو کسانو د ازادېدو لړۍ دوام ولري او د معاهدې د شرایطو د لاندې به ډز بندی دوامداره وي.

اسرایلي پوځ په اور بند کې د اضافې اعلان د مخکنۍ شپږ ورځنۍ ډز بندۍ معېاد د ختمېدو نه 15 منټه وړاندې وکړو.

قطر او مصر د اسرایل او د حماس په اور بند کې بنیادي کردار ادا کړی دی او مصر ویلي دواړه عرب ملکونه اوس کوښښ کوي چې ډز بندي نوره وغځېږي.

د ډز بندۍ د معاهدې دلاندې اسرایل فلسطیني قېدیان ازاد کړی او حماس یو شمېر هغه کسان ازاد کړې چې د اکتوبر په اوومه نېټه یې په اسرایل حمله کې نیولي وو. حماس تر اوسه 97 یرغمال کسان ازاد کړي‌ دي.

په اسرایل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي او د حملې په مهال حماس څه 240 کسان یرغمال کړي وو. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف جنګ اعلان کړو او د ډلې خلاف یې په غزه کې پوځي عملیات شروع کړل. د فلسیطيني چارواکو په قول په غزه کې د 15000 نه زیات کسان وژل شوي‌ دي او 6500 پورې بې درکه دي او ګمان کېږي چې د تباه شویو ودانیو دلاندې دي.


16:25 1.12.2023

په غزه کې اووه ورځنۍ وقفه ختم شوه، په تازه جګړه کې لسګونه کسان وژل شوي

د لنډمهاله اوربند له پای ته رسېدو وروسته د اسرایل او حماس ترمنځ د تازه جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

له ډزبندۍ ختمېدو څو ساعته وروسته په غزه کې د روغتیا وزارت وایي د اسرایل په تازه بمبارۍ کې 32 تنه وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دواړو خواؤ ترمنځ اوربند د جمعې په ورځ پر ځايي وخت د سهار په اوو بجو پای ته رسېدلی او هېڅ لوري د اوربند د غځولو اعلان نه دی کړی.

اسرایل تور لګوي چې د اوربند پای ته تر رسېدو لږ مخکې له غزې څخه د اسرایل پر لور توغندي توغول شوي وو چې په هوا کې له منځه وړل شوي دي.

د اسرایل پوځ ویلي دي چې د اوربند د پای ته رسیدو نه څو دقیقې مخکې غزې ته نزدې د اسرایل په سیمو کې بیا د خطرې جرس یا الارم اوریدل شوی دی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG