وایټ هاوس امید څرګند کړی چې د اسرایلي یرغمالانو د ازادولو دپاره خبرو کې به پرمختګ وشي
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) وایټ هاوس د جمعې په ورځ د دې امید څرګندونه وکړه چې د حماس په ولکه کې د اسرایلي یرغمالانو د ازادولو دپاره مذاکراتو کې به پرمختګ وشي. دا په داسې حال کې چې منځني ختیځ دپاره د صدر جوبایډن استاز برېټ د مېکګرک د منځني ختیځ د دورې نه واشنګټن ته ستنېږي.
د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي وویل یرغمالانو د ازادولو په اړه بایډن د جمعې په ورځ د مصر صدر عبدالفتح السیسي او د قطر امیر شېخ تمیم بن حماس الثاني سره خبرې وکړې.
د مطبوعاتو تر رپورټونو ترمخه، د یرغمالانو د ازادولو او د اسرایل او حماس په جنګ کې د اور بند په لړ کې به د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر وېلیم برنز د اسرایل او د مصر استخباراتي مامورینو او د قطر امیر سره ملاقاتونه کوي.
وایټ هاوس وویل مېکګرک د یرغمالانو د ازادۍ دپاره په منځني ختیځ کې د سیمه ایزو چارواکو سره "ګړندۍ" خبرې وکړې.
په نومبر کې قطر د حماس په ولکه کې د یرغمالانو د ازادۍ په لړ کې اهم کردار ادا کړی و. په دغه مهال د تړون ترمخه د لنډ مهاله ډزبندۍ په مهال حماس 100 یرغمالان او اسرایل د خېل قېد نه 240 فلسطینیان ازاد کړل.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي او تر 250 پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
امریکې، برطانیې، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی او د جمعې په ورځ په غزه کې د حماس د انتظام لاندې صحت وزارت وویل په غزه کې د اسرایل د پوځي عملیاتو په مهال د وژل شویو کسانو شمېره د 26000 نه زیاته شوه.
يو کال مخکې شروع شوي د اسرایل او د حماس په جنګ کې ۱۲۸ خبریالان وژل شوي دي
واشنګټن (وي او ای) ـ د صحافیانو د تحفظ دپاره کارکونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس، سي پي جی، د شمېرو ترمخه د اسرایل او د حماس د یو کال په جنګ کې لږ تر لږه ۱۲۸ خبریالان وژل شوي دي.
سي پي جی وايي په یوجنګ کې د خبریالانو د وژل کېدو دا د ټولو نه زیاته شمېره ده چې د تېر کال د اکتوبر د اوومې نېټې راهسې دوام لرونکي په دې شخړه کې صحافیانو دپاره د خطراتو عکاسي کوي.
په غزه کې خبریالان د ټولو نه زیات د تشدد سره مخامخ شوي دي. د وژل شویو ۱۲۳ څخه ۹۵ فیصد خبریالان فلسطینیان وو.
د سي پي حی مشرې جوډي ګېنزبرګ په نیویارک کې وي او ای ته وویل په غزه د جنګ د اثراتو په اړه د خبرونو ورکولو د ټولو نه زیاته ذمه واري د فلسطيني خبریالانو په اوږو پرته ده.
ګېنربرګ وویل د خبریالانو د وژل کېدو زیاتې شرحې دا تشویش هم راپارولی دی چې اسرایلي پوځ میډیا قصداً په نخښه کوي.
سي پي جی وايي دوه اسرایلي او درې لبناني خبریالان هم وژل شوي دي.
اسرایلي خبریالان په هغه ۱۲۰۰ کسانو کې شامل دي چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې وژل شوي. حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي ۴۱۶۰۰ فلسطینیان په کې وژل شوي دي. اسرایلي پوځ وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
د خبریالانو د تحفظ په اړه وي او ای د اسرایل د خارجه وزارت سره رابطه وکړه خو وزارت د اسرایل ډېفېنس فورسز یا ايي ډي اېف سره د رابطې مشوره ورکړه. ايي ډي اېف د وي او ای ايمېل ته جواب لا نه د ی وېلی.
حماس سره د مالي مرستې په سر امریکې په دریو تنانو، یو بېنک او په یوې خېراتي ادارې پابندۍ ولګولې
واشنګټن (روېټرز) ـ د امریکې خزانې وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ فلسطیني مسلح ډلې حماس سره د مالي امداد په سر په دریو تنانو او يوې امدادي ادارې د پابندیو اعلان وکړو.
د امریکې د خزانې وزارت په یو بیان کې په غزه کې په النتاج بېنک هم د بندیزونو اعلان وکړو چې د وزارت ترمخه، د حماس د واک اختیار لاندې و.
امریکايي بندیزونه په غزه کې د اسرایل او د حماس د جنګ یو کال د پوره کېدو په موقع اعلان شول.
د خزانې وزارت وویل یوې جعلي امدادي ادارې حماس ته پېسې رسوولې.
اسرایلي پوځ وايي په جنوب مغربي لبنان کې يې ځمکني عملیات شروع کړل
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د اسرایل پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ د لبنان په جنوب مغربي سیمه کې يې عملیات شروع کړل، چې په لبنان کې دننه د اسرایلي عملیاتو پراختیا څرګندوي.
اسرایلي چارواکو ویلي په لبنان کې دننه د اسرایل د عملیات هدف حزب الله وسله واله ډله د پولې نه په وروسته کول دي.
اسرایل په لبنان کې د تازه اپرېشن په اړه وویل دا محدود، په مقامي کچه او هدفي عملیات دي. اسرایل هم دا خبره د سېپټمبر په ۳۰ نېټه په لبنان کې د اپرېش شروع کولو په وخت هم کړې وه.
د نهې، سه شنبې، په ورځ عملیاتو کې اسرایلي ځواکونو د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتي علاقه ضاحیه کې هوايي حملې هم وکړې.
د اسرایل پوځ وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ یوه هوايي حمله کې د حزب الله یو کمانډر سهېل حسېني هم ووژل شو. وېل کېږي چې حسېني حزب ته
د ایران نه وسلې په منتقلولو کې ککړ و. لس ورځې مخکې اسرایل د حزب الله مشر حسن نصرالله هم وژلی دی.
د حزب الله نایب مشر نعیم قاسم د نهې، سه شنبې، په ورځ تنظیم يې منظم دی او په دردونکو ضربو يې قابو موندلی دی.
حزب الله وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ يې د اسرایل شمالي ښار حیفا په راکټونو وویشتلو. اسرایل وویل لبنان نه د راکټو چلېدل يې معلوم کړي دي.