د پښتونخوا د ټانک سیمې د بېټني قبیلې مشر او مشهور ټېکدار په ډېره اسماعیل خان کې په ډزو وژل شوی
په ټانک ضلع کې د بېټني قبيلې مشر او مشهور ټېکدار صابر بېټنی د ډېره اسماعیل خان په مرکزي بازار کې په ډزو وژل شوی. پولیس وايي د پېښې شواهد یې تر لاسه کړي او پلټنې کوي. د وژل شوي مشر زوی وایي له چا سره یې شخصي دښمني نه شته خو کور یې یو ځل په بمونو الوځول شوی وو. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې: