لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله وائي دسيدوکالج دې دهغې دنوم سره نۀ تړل کيږي


دسيدو شريف دکالج پرنسپل طلعت قمر هم وائي چې هغوي دکالج دنوم په بدلولو هيڅ رقم اعتراض نۀ لري او دحکومت له لوري هر نوم ورته قبول دى
دسيدو شريف دکالج پرنسپل طلعت قمر هم وائي چې هغوي دکالج دنوم په بدلولو هيڅ رقم اعتراض نۀ لري او دحکومت له لوري هر نوم ورته قبول دى
دبرطانيې دبرمنگهم ښار په کوئين الزبتهـ روغتون کې ترعلاج لاندې پاکستانۍ طالب علمې ملالې يوسفزۍ دسوات ضلعي چارواکو ته وئيلي دي چې په سيدو شريف کې دملالې يوسفزۍ گرلز کالج نومې دې بدل کړل شي.
سږ کال داکتوبر په مياشت کې په ملالې يوسفزۍ مينگوره کې دقاتلانه بريد څو ورځې وروستو دخيبرپښتونخوا وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي پيښور کې يوې غونډې ته دوينا په مهال دسيدو شريف دکالج دنوم بدلولو او دملالې دنوم دنومولو اعلان کړى ؤ.
په روانه مياشت کې خواؤشا 150ؤ طالب علمانو دسوات دسيدو شريف د گورنمنټ ملاله کالج کې دکلاسونو څخه بائيکاټ کړى ؤ، د ملالې په عکسونو يې کاڼي ورولي ، شلولي او تور يې لگولى ؤ چې هغې پاکستان پريښى او برطانيې ته دعلاج لپاره تللې.
دغو طالب علمانو وئيلي وؤ چې دملالې په نوم دنومولو سره به زمونږ کالج دجنگيالو يو هدف جوړ شي.
دسوات ډي سي او کامران رحمان وائي چې ملالې يوسفزۍ دټيليفون په ليکه دسيدو شريف دگرلز کالج دطالب علمانو دامنيت په اړه دانديښنې څرگندونه کړې ده.
هغه زياته کړه په دغه مهال ملالې يوسفزۍ دسيدو شريف دجينکو دکالج دنوم دملالې يوسفزۍ دنۀ ايښودو مشوره ورکړې او وئيلي يې دي چې دطالب علمانو تحفظ دهغې لپاره اهم دى.
دسيدو شريف دکالج پرنسپل طلعت قمر هم وائي چې هغوي دکالج دنوم په بدلولو هيڅ رقم اعتراض نۀ لري او دحکومت له لوري هر نوم ورته قبول دى.
سږکال داکتوبر په مياشت کې دسوات انتظاميې مرکز مينگوره کې 15 کلنه ملاله يوسفزۍ هاغه مهال په نخښه کړې وه چې هغه دسکول په يو گاډي کې کورته روانه روانه وه ، په دغه بريد کې دملالې يوسفزۍ پشمول درې طالب علمانې ژوبل شوې وې، په پاکستان کې دابتدائي علاج وروستو ملاله يوسفزۍ دبرطانيې دبرمنگهم ښار کوئين الزبتهـ روغتون ته رسول شوې ده چې دغلته دډاکټرانو ترمخه دهغې حالت مخ په ښه کيدودى.
ملالې يوسفزۍ ته دعقيدت دپيرزوئينو وړاندې کولو په ترڅ کې دپاکستان حکومت گڼ شمير سکولونه دهغې په نوم نومولي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG