لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتين د ګیله من جنازې ته: په 11م اکتوبر به د پښتنو قامي عدالت لګوو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، "په 11م اکتوبر به د پښتنو قامي عدالت لګوو، ټول پښتون ولس به، د ټول پښتون ولس نماينده خلک به، د ملنګ په شان کلي کلي ته ننوځو او په خپل لاس به ورته دعوت ورکوو، جولۍ به ورته غوړوو چې قام غرقيږي راووځه".

منظور پښتين دغه خبرې پرون په 12مه جولای په شمالي وزيرستان کې د خپل ملګري او د تحریک د فعال "وژل شوي" غړي ګيله من وزیر په جنازه راجوړې غونډې ته په وينا کې کړي دي.

د پي ټي اېم د مرکزي کونسل غړي او پښتو شاعر ګيله من باندې په اوومه جولای اسلام اباد کې بريد شوی وو او بیا یې د 11مې جولای په شپه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې ساه ورکړې وه.

منظور پښتين د جنازې ګډون والو ته په وينا کې وويل، "په پښتنو ظلمونه روان دي، نور پښتانه هیڅ ته تيار نه دي، زه د پاکستان رياستي واکدارانو ته هم وايم، چې ښکاري داسې چې زمونږ او ستاسو نه وشوه سره، ښکاري داسې دا حالات چې کوم تاسو جوړوئ، پښتانه سره نور ستاسو سره په دې شرايطو تګ نه شي کولی، خو البته دا د يو سټېج يا جنازې نه نېغ اعلان نه شي کېدلی چې دومره غټ بهير او دومره غټ انتقام اخستو دپاره په يو وار خبره وشي".

هغه وویل، "نن يوه منصوبه وړاندې کوو او عمل به یې ووينئ. پښتانه نن متحده نه دي په اتفاق نه دي ځکه د دغه وجې دوی هر وخت وژل کيږي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او قام پرست سیاسي مشران او د پښتنو په ولسي پاڅونونو کې وخت په وخت خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د روانې لړۍ پړه د پاکستان په پوځ اچوي خو پوځ بیا وخت په وخت دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي او ويلي يې دي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې یې په زرګونو ځوانانو او افسرانو هم د سرونو قربانۍ ورکړې دي.

منظور پښتين د ګیله من جنازې ته په وینا کې وويل، "په هره ضلعه کې مشران او سړي شته چې په شا یې ولسونه، تنظيمونه او خلک یې خبره مني، ځکه مونږ فيصله کړې چې هرې ضلعې ته به په خپله زه ځم او ټولو نماينده مشرانو سره به وينم".

هغه وويل، "جرګې ډېرې وشوې د سياسي خلکو وشوې د لږو او ډېرو سړو وشوې خو نتيجه خو لا تراوسه نه ده راغلې کنه، دې ځل مونږ يو فرق درته ښايو، د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي، د پښتون روايت دی چې جرګه فېصله کوي چې مونږ دا کوو".

د پي ټي اېم مشر وويل، "د 11م اکتوبر د جرګې دپاره به ځای بيا اعلانوو، خو په 11م اکتوبر د پښتنو قامي عدالت لګوو".

هغه زياته کړه، په يو لوی ميدان چې 30, 40زره کسان پکې ځاييږي، په يو لوی سکرين به په پښتنو شوي ظلمونه، وسايل او ټول مسایل به ورته وړاندې کوو.

پښتين وویل، "په دغه ميدان به د ټولو ضلعو کېمپونه لګيدلي وو، يوه ورځ به دوی په خپل مينځ کې سلا وکړي، يو يو سړی به وټاکي او اختیار به د قران په سر وکړي او قران به کوي چې مونږ به نه دوکه کوو نه به خرڅيږو او نه به ډيل يا جوړ جاړی کوو".

که څه هم د پي ټي اېم تورونو ته په وروستيو کې د حکومت يا پوځ لخوا کوم غبرګون نه دی ويل شوی، خو پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي او د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور يو ځل ويلي وو، د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په په پي ټي اېم یې تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

خو پي ټي اېم هم تل دغه تورونه رد کړي او وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

منظور پښتین وویل، د اکتوبر پر ۱۱مه به د پښتنو د هرې طبقې خلک دغلته موجود وي، بیا به اعلاميه نه جاري کوي، "وچه کلکه فېصله به پښتانه وکړي، او دا قام به یې بيا پر شا ولاړ وي، بيا یې په تاريخ کې تاسو وګورئ چې د احمد شاه بابا تاريخ ژوندی کیږي که نه، دا یې حل دی".

پښتين په اخره کې وويل، درې میاشتې به ضلع په ضلع ګرځي، د چا سره هم اختلاف نه لري هر چاته به ورځي، "د قام د سر لوړۍ وعده یې کړې او دا وعده به يوه ورځ پوره کوو، ډېر سخت جنګ ته مخامخ شوي وو، همت به نه بايلئ، يو تاريخي پړاو ته خبرې روانې دي، 100زره سرونه قربانوو خو دا وطن نه ورته پرېږدو او رښتيا د وطن اصلي علاج دا دی چې وطن خپلواکه وي"

هغه وویل، پينځه ورځې به سوګ وي او د هغې وروسته به د ملګرو سره په پلان په ضلع ضلع ګرځم.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG