لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایکروسافټ: سایبري جنایتکاران په زیاتیدونکي توګه د روس، چین او ایران سره د امریکا او متحدینو په نښه کولو کې مرسته کوي


مایکروسافټ د نهې یا سه شنبې په ورځ خپور کړي ډیجیټل ګواښونو په اړه رپورټ کې راغلي چې روس، چین او ایران د امریکا په شان مخالفینو خلاف د انټرنیټي، سایبر جاسوسي حملو او هېکنګ عملیاتو لپاره د مجرمانو په نیټ ورک یا شبکو تکیه کوي.

د امرانه حکومتونو او د مجرمانه هیکرانو تر منځ مخ پر ودې همکارۍ د ملي امنیت چارواکي او د سایبر امنیت ماهران اندیښمن کړي دي.

دوی وايي چې دا د بیجینګ یا کریملن لخوا لارښود شوي اقداماتو غمازي کوي چې هدف یې د سیالانو کمزوری کول او د هغو ډلو غیرقانوني فعالیتونه په ګوته کوي چې د مالي ګټو لپاره دا کار کوي.

په دې اړه یو مثال په توګه مایکرو سافټ څیړونکو یو کیس وړاندې کړي چې څنګه د ایران د یو کریمنل هېکنګ ډلې سره اړیکې لرلې او دغه د اسرایلو یو ډېټنګ سایټ ته ننوتلي وو او بیا یې هڅه کوله چې ترلاسه شوي شخصي معلوماتو په سر تاوان واخلي. مایکروسافټ دې پایلې ته ورسید چې هیکرانو دوه مقصدونه لرل، یو د اسرایلو شرمول او بل پیسې ګټل.

رپورټ کې لیکل شوي چې په یو بلې پلټنې کې مخې ته راغلي چې د روس د یومجرمې شبکې د جون په میاشت کې د اوکراین د پوځ د پنځوس نه ډیر الیکټریک الاتو ته رسایي کړي وه چې په ظاهره د هغه معلوماتو په لټه کې ول چې د اوکراین خلاف حمله کې د روس مرسته وکړي. رپورټ زیاتوي چې د دې ډلې لپاره یې کومه څرګنده مالي انګیزه نه وه.

د روس، چین، ایران او شمالي کوریا غوندې هیوادونو لپاره د ساېبر جنایتکارانو سره یوځای کیدل د دواړو خواوو لپاره د ګټو سره د اسانتیا واده وي. حکومتونه کولی شي د اضافي لګښت پرته د سایبر فعالیتونه او اغیزمنتوب زیات کړي. د او د مجرمانو لپاره، دا د ګټې نوې لارې او د حکومت د سرپرستۍ ژمنه وي.

د مایکروسافټ د کسټمرو د امنیت او باور مرستیال صدر، ټام برټ وویل، "موږ په دغو هیوادونو کې د ریاست او سایبر جرمي فعالیتونو یوځاي کیدو په لور دا رجحان ګورو."

برټ وویل، تر اوسه داسې کوم شواهد نشته چې وښيي روس، چین او ایران له یو بل سره وسایل شریکوي یا د یو جرمي شبکې سره کار کوي. خو هغه وویل چې د سایبر مجرمانو د نیټ ورک استعمال ښیې چې د امریکا مخالفین به انټرنیټ د وسلې په توګه کارولو کې څومره لري لاړ شي.

د مایکروسافټ راپور د جولای 2023 او جون 2024 ترمینځ د سایبر ګواښونه تحلیل کړي ، دغه شرکت وايي چې د دوی استعمالونکي یا کسټمر هره ورځ له 600 ملیون څخه زیاتو پیښو سره مخ کیږي.

په روس، چین او ایران پورې تړلې شبکې هم د جعلي ویب پاڼو او ټولنیزو رسنیو په استعمالولو په امریکا کې رایه ورکونکي په نښه کوي او د ۲۰۲۴ ټاکنو په اړه غلط معلومات او غلط ادعاګانې خپروي.

په مایکروسافټ کې تحقیق کونکو د امریکا د استخباراتي چارواکو له ارزونې سره په دې موافقت څرګند کړې چې وايي روس د مرستیالې صدرې کامله هېرس کمپاین په نښه کوي، او ایران د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ د مخالفت لپاره کار کوي.

برټ وویل، څنګه چې هم انتخاباتو ته وخت نږدې کیږي، روس او ایران به ممکن د امریکا انتخابات په نښه کولو لپاره د خپلو سایبر عملیاتو سرعت تیز کړي،.

په ورته وخت کې چین په پراخه کچه د صدارتي سیالۍ څخه بهر دی خو مایکروسافټ موندلې چې له بیجینګ سره تړلې شبکې په سیمه کې تایوان او نورو هیوادونو نښه کولو ته دوام ورکړی.

په ځواب کې، په واشنګټن کې د چین د سفارت یوویاند وویل، هغه تورونه چې چین د سایبر جنایتکارانو سره ملګرتیا کوي بې اساسه دي او امریکا یې په دې تورنه کړه چې "د چینایي هېکنګ د تش په نامه ګواښونو په اړه خپل غلط معلومات" خپروي.

روس او ایران هم هغه تورونه رد کړي چې ګواکې امریکایان په نښه کولو لپاره سایبري عملیات کوي. د دغو دریو هیوادونو او شمالي کوریا استازو سره پاتې شوي پیغامونه د دوشنبې په ورځ بیرته نه وو ستانه شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG