لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موډیز: د پاکستان بجټ کې د 3.6 فیصده جي ډي پي هدف ټاکل د آي ایم ایف د خوشحالولو هڅه ده


د درجه بندۍ نړیوالې اېجنسۍ موډيز د کال 2025_24 لپاره د پاکستان د بجټ په حواله خپل رپورټ کې ويلي چې په بجټ کې د 3.6 فيصده جي ډي پي هدف ټاکل د آي اېم اېف د خوشحالولو کوشش دی او د بجټ د نيمې څخه امدن به په سود ادا کولو خرڅ کېږي.

موډیز وايي چې د ګرانۍ له کبله ټولنيز تناو بيا راپېدا کېدای شي او امکان شته چې ګراني ددې هېواد په اصلاحاتي پروګرام باندې هم اثر انداز شي.

اقتصادي ماهرين هم وايي که د پاکستان حکومت خپله اصلاحاتي اېجنډا په مخ بيايي او د تاوان سره مخ سرکاري ادارې شخصي څانګې ته سپاري نو ښکاره ده چې ددې بد اثر به په ولس پريوځي.

د پاکستان مرکزى حکومت د جون په 12 مه د 18 زره اربه روپو د حجم نه زيات بجټ پارليمان ته وړاندې کړی چې پکې د محصولاتو هدف د 12 زره اربه روپۍ تجويز کړی شوی دی.

د مالي کال 2024 - 25 په بجټ کې په قرضونو د سود ورکولو دپاره 9 زره او د 700 اربه روپیو اندازه لګول شوې ده.

اقتصادپوه ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي، که حکومت په بجټ کې تجويز شوي ټېکسونه لګوي نو بيا د عوامو او حکومت ترمنځ تناو پېدا کېدای شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "له بده مرغه حکومت دا وخت په يو مشکل حالت کې دی، چين، سعودي عرب، متحده عرب امارات او بل کوم ملک ترهغې د پاکستان مالي مرسته نه شي کولی تر څو چې د آي اېم اېف سره نوې د قرض لوظنامه ونه شي".

موډيز وايي حکومت ته په خپل اصلاحاتي هدف ترلاسه کولو ولاړ پاتې کېدل به خورا مهم وي خو ورسره دا اندېښنه هم څرګندوي چې د اتحادي حکومت سره د غټ منېډېټ نشتوالی د اصلاحاتو عملي کولو په لاره کې خنډان راولاړولی شي.

د پاکستان حکومت د اقتصادي سقوط څخه د بچ کېدو او مالي توازن پرځاې ساتلو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره د يو بل نوي اوږد مهاله قرض پروګرام په سر مذاکرات کوي.

آي اېم اېف د پاکستان په حکومت ټينګار کوي چې د تاوان سره مخ سرکاري ادارې باید شخصي څانګې ته حواله کړي، خپل لګښتونه کم کړي، د ټېکسونو داېره پراخه کړي او د تېلو، بجلۍ او ګېسو قيمتونه لوړ کړي.

ماهرين وايي د آي اېم اېف قرض پروګرام د عوامو لپاره نه وي بلکې يو هېواد ته يوازې اډانه ورکوي چې په خپلو قرضو بېرته ستنولو کې ناکامه نه شي.

د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر اؤ اقتصادپوه ډاکټر سلمان شاه وایي بهرنۍ پور ورکوونکې ادارې او ملکونه خو غواړي چې د هغوى پورونه دې ورکول کېږي او کار دې روان وي ولې عوام غواړي چې هېواد د دېواليه کېدو نه هم بچ شي خو ورسره اقتصاد د ودې په لاره اچول هم پکار دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "چې اقتصاد وده کوي نو روزګار به پېدا کېږي او چې روزګار وي نو خلک به له ګرانۍ خلاصيږي خو د پاکستان دا بجټ نه د سرمایه کارۍ ډاډګيرنه کوي نه د اقتصادي ودې حوصله افزاي کوي بلکې دا بجټ حکومت او ټېکسونو ته متوجه دی".

موډيز وېلي چي حکومت په وفاقي امدن کې د اضافې دپاره ځان ته د 17.8 کهربه روپو سخت هدف ايښودلی دی چې د تېر مالي کال په مقابله کې 46 فيصد زيات دی.

د شهباز شريف په مشرۍ کې د مسلم لیګ نون ګوند اتحادي حکومت د اقتصادي مشکلاتو، سياسي کړکېچ او بهرني چېلنجونو په ترڅ کي خپل لومړی بجټ په داسې حال کې وړاندې کړی چې پاکستان تېر مالي کال کې ټاکلي اقتصادي هدفونه نه دي ترلاسه کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG