لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موډیز:د پاکستان د حکومت له لوري پخپل اصلاحاتي پروګرام عمل مشکل ښکاري


د پاکستان د اقتصاد په اړه موډيز په خپل رپورټ کې ويلي چې ددې هېواد لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف نوی پروګرام به د بهرنيو مالیاتي همکاریو غوره سرچینې رابرڅېره کړي خو ورسره یې اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې د ګرانۍ له کبله ټولنيز تناو هم سېوا کېدای شي
د پاکستان د اقتصاد په اړه موډيز په خپل رپورټ کې ويلي چې ددې هېواد لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف نوی پروګرام به د بهرنيو مالیاتي همکاریو غوره سرچینې رابرڅېره کړي خو ورسره یې اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې د ګرانۍ له کبله ټولنيز تناو هم سېوا کېدای شي

د درجه بندۍ نړیوالې ادارې موډيز په خپل تازه رپورټ کې ويلي که څه هم د آي اېم اېف سره د نوي پروګرام له کبله به د پاکستان له لوري د نورو هېوادونو او ګڼ اړخيزه مالياتي ادارو څخه په فنډونو ترلاسه کولو کې غوره والی راشي خو د حکومت سره د مضبوط انتخابي منډېټ د نيشتوالي له امله د حکومت لخوا اعلان کړی شوؤ اقتصادي اصلاحاتو باندې عمل کېدل ګران ښکاري.

یاده اداره وايي د خراب ګورننس او ټولنیز تناو له امله د اصلاحاتي پروګرام مخ په وړاندې بوتلل د حکومت توان اغېزمن کولی شي.

د پاکستان د اقتصاد په اړه موډيز په خپل رپورټ کې ويلي چې ددې هېواد لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف نوی پروګرام به د بهرنيو مالیاتي همکاریو غوره سرچینې رابرڅېره کړي خو ورسره یې اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې د ګرانۍ له کبله ټولنيز تناو هم سېوا کېدای شي.

موډيز وايي د زياتو ټېکسونو او د توانايۍ په نرخونو کې پرله پسې اضافه د پاکستان د حکومت لخوا اعلان کړی شوؤ اصلاحاتو باندې هم فشار اچولی شي.

تېره اوونۍ نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو د قرض پروګرام منظوري ورکړې ده.

د 37 مياشتو د دې قرض پروګرام لاندې به آي اېم اېف پاکستان دا رقم په قسط وار ډول ورکوي.

که څه هم اقتصاد پوهان وايي، و به کتل شي چې حکومت د اصلاحاتي اېحنډې لاندې واړه کاروبار کوونکي څنګه د ټېکس په داېره کې راولي، د ټېکسونو جال په کوم ډول پراخوي او د زيان سره مخ حکومتي محکمې څنګه شخصي څانګې ته سپارل کېږي .

ډیوه سره خبرو کې اقتصاد پوهه ډاکټر عابد قیوم سلهري وایي"ښکاره ده چې ددې ټولو ګامونو پورته کولو بد اثر به د تېغ په نېغه او بلواسطه ټېکسونو په شکل کې په عوامو پرېوځي، هلته بيا د ولس او حکومت ترمنځ خامخا تناو مخې ته راځي"

د موډيز د رپورټ ترمخه په روان مالي کال کې به پاکستان خواو شا د 21 اربه ډالرو بهرنېو مرستو ته ضرورت ولري او په راتلونکي مالي کال 2026-27م کې به ورته نزدې د 23 اربه ډالرو بهرنې فناسنګ پکار وي .

د موډيز له مخې، دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سره اوس مهال موجود 9.4 ارب ډالره زر مبادله ددې هېواد د اړتیاو لپاره کافي نه ده.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي د آي اېم اېف نوي قرض پروګرام لپاره چې کوم شرطونه ايښودل شوي نو هغه به په پاکستان کې د عام اولس ژوند نور هم ستونزمن کړي.

اقتصاد پوهه ډاکټر جاوېد اقبال وایي،حکومت له پکار ده چې دا ځل د ټېکسونو پېټی يوازې عام تن ته منتقل نه کړي.

د هغه په خبره باید چې مراعات يافته طبقې ته ورکړې کېدونکي مراعات راکم کړل شي او چې د ټېکسونو بوج هم په هغوى ورواچول شي نو بيا به عام تن ته ښکاره شي چې حکومت دا ځل پخه اراده کړې ده چې چې معاشي اصلاحات هم کوي او د ټېکسونه پېټی په هغه خلکو اچوي کوم چې ټېکس نه ورکوي.

په عېن حال کې نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف په خپله نړيواله اقتصادي منظر نامه کې د کال 2025م لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې اندازه 3.5 فيصد لګولې ده، دا کچه په کال 2024 کې 2 فيصد وه.

د پاکستان حکومت د کال 2024-25م په نوي بجټ کې د اقتصادي ترقۍ هدف 3.6 فيصدي ټاکلی دی.

نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف په دې وروستیو کې جاري کړي خپل بيان کې د پاکستان سره د نوي قرض پروګرام منظوري د خپل انتظامي بورډ د منظورۍ سره مشروط کړې ده او ورسره یې دا هم ویلي چې پاکستان ته به خپل مالياتي باورونه پوره کول وي.

اقتصاد پوهان وايي د آي اېم اېف د باورونو ترسره کولو نه مراد د چين څخه پاکستان ته په ورکړل شوو پورونو کې رعایت ترلاسه کول دي.

ډاکتر عابد قيوم سلهري وایي "د بده مرغه د پاکستان حکومت دا وخت د يو مشکل صورتحال سره مخ دی، چين، سعودي عرب او متحده عرب امارات تر هغې پورې د پاکستان حکومت ته مالي اسانۍ نه ورکوي تر څو چې د آي اېم اېف سره لوظنامه لاسلیک نه شي"

اقتصاد پوهان وايي د حکومت د کمزوري سياسي منډېټ له کبله د معیشت په اصلاحاتي پروګرام عمل کېدل مشکل ښکاري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG