لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په افغانستان کې د شري ناروغي په زياتېدو ده


په مزارشریف کې د اېم اېس اېف په طبي مرکز کې د یو ماشوم د شري درملنه کېږي
په مزارشریف کې د اېم اېس اېف په طبي مرکز کې د یو ماشوم د شري درملنه کېږي

د طبي امداد نړیوالې ادارې ډاکټرز ود اوټ بارډرز، اېم اېس اېف، تشویش څرګند کړی چې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي او پکار ده چې د مخنیوي ټینګار یې کوټلي ګامونو واخیستل شي.

د روغتيا چارو پوهان وايي په افغانستان او پاکستان کې د شري د خورېدو لوی علت ماشومانو ته د دې مرض په ضد ستنې (ټیکې) نه لګول او د شري مریضان د صحتمند ماشومانو سره يو ځای ساتل دي.

اېم اېس اېف په یوه اعلامیه کې ویلي د افغانستان په دريو ولايتونو کې چې تنظیم د صحت کوم مرکزونه چلوي په کې د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د شري په پیښو کې زیاتوالی ريکارډ شوی او ډېر په کې واړه ماشومان دي.

د صحت ماهرین وايي د شري جراثيم ماشومانو ته د شري پرضد ويکسين د نه لګول کېدو له وجې خورېږي.

د ماشومانو د ناروغو ډاکټر محمد فاضل وايي د شري ناروغي په ماشومانو کې ډېره عامه ده او په هر موسم کې په ماشومانو راتللی شي او "مونږه ليدلي چې د شپږو مياشتو نه تر 15 کالو پورې ناروغه شوي دي، په دې کې د ماشوم پوزا رابېږي، ټوخېږي، سترګې يې سرې وي، خېټه يې خرابه وي او په بدن يې سره سره داغونه راخېږي."

د اېم اېس اېف ترمخه په افغانستان کې هر کال د شري پېښې ريکارډ کېږي خو سږ کال په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې د دې ناروغۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

د سازمان ډاکټرانو وویل د جنورۍ او اپريل ترمنځه په مزار شريف کې د 2700، په هرات کې 837 او په هلمند ولايت کې د څه باندې 1400 په شري اخته ماشومانو درملنه کړي.

د صحت ماهرين وايي چې د شري ښکار ماشومانو په وخت علاج نه کېدو سره يې ژوند د مرګ خطر سره مخامخ کېدای شي.

ډاکټر محمد فاضل وايي په شري ماشومانو ته نمونيا کېږي، هېضه ورته کېږي، ماشوم د غذايي قلت ښکار کېږي او کله چې ماشوم ته شرې وشي نو لس کاله پس هغه ته د دماغو يوه بيماري کېږي چې په هغې کې د ماشوم دماغ کار نه کوي او بار بار پرې جټکه راځي.

د روغتيا د چارو پوهان وايي د شري نه ماشومان خوندي کولو دپاره مهمه ده چې ماشومانو ته ويکيسن ورکړی شي او کوم ماشوم چې د دې رنځ ناروغه کړې وي بايد د نورو ماشومانو څخه جدا کړل شي.

ماشومان د شري نه محفوظ ساتلو په اړه ډاکټر محمد قاسم خان وايي د شري دپاره چې کومه ستن (ټيکه) ده هغه د نهه مياشتو په عمر کې ماشوم ته لګول کېږي او بيا ورپسې مياشت دوه پس بل خوراک هم ورکول کېږي.

ډاکټر قاسم دا وړانديز کوي چې کله ماشوم ته تبه وشي نو هغه مستند ډاکټر ته په وخت ښودل پکار دي چې هغه يې د تبې وجه مالومه کړي چې تبه د څه په وجه ده؟

هغه وايي "اکثره مونږه ليدلي چې په کور کې يو ماشوم ته شرې وشي نو په نمبر نمبر هغه بيا ټول ته راځي ځکه چې علم نه وي چې دا نورو ماشومانو ته هم لګي، کوم ماشوم چې د شري ناروغه وي هغه د نورو نه جدا ساتل پکار دي."

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ويلي چې د شري د ناروغۍ قابو کولو مرګونو کمولو دپاره مهم دي چې د ويکسين لګولو دپاره د عمر حد د نهو مياشتو پرځای شپږ مياشتې وټاکل شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG