د امریکا په نیو جرسي ریاست کې د ټینېک کلیوالي سیمه د راتلونکې میاشتې د انتخاباتو هغه منظر وړاندې کوي چې په ټول هېواد کې څرګندیږي.
دوه مسلمانې ښځې د ټینېک په ښارګوټي کې چې شاوخوا 41,000 ابادي لري د ځایي څوکیو دپاره په ټاکنو کې سیالي کوي. د د ټینېک پام وړ شمیر اوسیدونکي مسلمانان دي.
په امریکا کې د سږ کال په انتخاباتو کې په فیډرل یا مرکز ، ریاستي او ځایي کچه په سلګونو مسلمان امیدواران انتخاباتو کې برخه اخلي.
یو مسلمان په تېرو وختونو کې د ټینېک ښاروال یا میئر جوړ شوی خو تر اوسه د ښار شورا یا سټي کونسل ته نه دی منتخب شوی.
هندي نژاده ریشمه خان هڅه کوي چې سږ کال د سټي کونسل غړې منتخب شي.
اوه څلویښت کلنې ریشمه خان وویل چې په انتخاباتو کې برخه اخیستل د یو مسلمان په توګه د دې دپاره لوی مسولیت دی.
یوه بله مسلمانه ښځه نادیه حسېن، چې د ټرینیډاډین په هایي سکول کې استاده ده، د ټینېک په ځایي انتخاباتو کې سیالي کوي. هغه هیله لري چې په سیمه کې د سکول بورډ دپاره منتخب کیدونکي لومړنۍ ښځه جوړه شي.
ریشمه خان او نادیه حسېن دواړه حجاب اغوندي. دوی د مخ په زیاتېدونکي شمیر مسلمانو امیدوارانو څخه دي چې د دې نوي رجحان استازیتوب کوي. دغه ته ورته رجحان په امریکا کې په نورو ټولنو کې هم لیدل کیږي.
د امریکې په سیاست کې د مسلمانانو په ګډون کې زیاتوالی
په امریکا کې د مسلمانانو شمېر شاوخوا 3.5 میلینه دی، دا مسلمانان د نړۍ د بېلابېلو برخو نه امریکا ته راغلي دي. که څه هم د دوی اکثریت د ډیموکرېټک پارټۍ ته رایه ورکوي، خو په وروستیو انتخاباتو کې ريپیلېکن پارټۍ ته رایه ورکونکو شمیر مخ په زیاتېدو دی.
په سیاست کې د مسلمانانو د زیاتې ونډې ترشا یو شمېرعوامل دي ، په شمول د اسلاموفوبیا په اړه اندیښنې او په سیاست کې استازیتوب.
نورا صدیق چې د میشیګن سټېټ یونیورسټۍ یا پوهنتون کې د سیاسي علومو اسسټنټ پروفېسره ده، وايي چې مسلمان رایه ورکوونکو ترڅنګ د مسلمانانو امیدوارنو رحجان زیات لیدل کېږي.
د ځینو ماهرینو په وینا، په سیاست کې د مسلمانانو پراخ ګډون په 2018 کال کې د الهان عمر او راشېده طلیب د امریکا کانګرس ایوان نمایندګان ته لومړنۍ مسلمان استازې منتخب کیدو سره پیل شوی.
د دې سره په ځايي کچه د مسلمانو امیدوارانو په سیاست کې د ګډون د څپې لامل شول.
په 2021 کال کې بوسټن او نیویارک سټي کونسل ( د ښار شورا) کې اول ځل مسلمان غړي منتخب شول. بیا د میشیګن ریاست ډیئربورن ښار چې زیات عرب او مسلمان ابادي لري خپل لومړی مسلمان میئر یا ښاروال وټاکلو.
په همدې حال کې د مېن ریاست نه تر ټېکساس پورې ریاستونو په قانون جوړونکو ادارو کې پنځوسو مسلمانانو استازیتوب ترلاسه کړو.
د امریکایي مسلمانانو تنظیم کیئر ایکشن ایګزیکټیو ډایریکټر باسم الکارا وايي، په هر انتخاباتي دورې په جریان کې برخه اخیستونکو د مسلمانو امیدوارانو شمېره کې اضافه شوې ده.
د امریکا-اسلامي اړیکو شورا (CAIR) د شمېرو له مخې تیر کال د مسلمان ټاکل شوو چارواکو شمېر 235 و. پدې شمېره کې د نیو جرسي په ایالت کې ټاکل شوي 50 غړي هم شامل دي.
کیئر تر مخه سږ کال به د منتخب شوو استازو شمېره تر 250 نه هم زیاته شي.
په دې شمېر کې تر ټولو زیات زیاتوالی په سیمه ییزو ټاکنو کې لیدل شوی دی. که څه هم د ښار شورا غړی د امریکا کانګرس غړي په څیر واکونه نلري، خو په امریکا کې چېرته چې ”سیاست ځایي ګڼل “ کیږي، دا ځایي سیالۍ په ځایي ټولنو کې د پام وړ اثر لري.
Forum