د پښین سیمې په وروستۍ بمي چاودنه کې د سکول یوه استاده او د هغې یوه لور هم وژل شوې وې
د بلوچستان په پښين سیمه کې څو ورځې وړاندې په بمي بريد کې د داد محمد کاکړ مېرمن او يوه لوﺭ وژل شوي، دوه ماشومان يې بچ شوي وو. يو بل کوچنی هم پکې وژل شوی وو. د کاکړ مېرمن د يادې سيمې په يواځیني ابتدایي سکول کې استاده وه. چاﺭواکي وايي د پېښې پلټنې یې پيل کړي دي. نور حال د نعمت الله سرحدي په رپورټ کې: