لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نواز شريف ځوانانو دخيرښيگړې لپاره دشپږو منصوبو اعلان


دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دخالي په ورځ دځوانانو پخپلو پښو داودرولو ترڅنگ دهيواد دمعيشت دمضبوطولو په غرض دکاروباري قرضو، ليپ ټاپس، په عصري ليکو دتعليم اؤ تربيت په گډون د٢٠ؤ بلينو روپو دشپږو منصوبو اعلان کړى دى.
ددغو منصوبو باقاعده اغاز به د٢٣م ستمبر څخه کيږي.
وزيراعظم وائي ددغو منصوبو مقصد دځوانانو لپاره دروزگار موقعې پيدا کول دي اؤ يادونه يې دمسلم ليگ(ن) په منشور کې شوې ده.
دهغه وينا ده چې دغه منصوبې په دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير اؤ گلگت بلتستان پشمول دټول پاکستان لپاره وي.
قام ته پخپله وينا کې نواز شريف وويل دپاکستان مسلم ليگ(ن) دمنشور سره سم حکومت خپل پروگرام ته عملي شکل ورکوي.
دهغه وينا وه چې دپسمانده سيمو دطالب علمانو فيس به حکومت ورکوي اؤ ددغه مقصد لپاره ٢٠ کروړه روپۍ بيلې کړل شوي دي.
هغه وويل دسود څخه د پاکې وړې قرضې دمنصوبې هدف دټولنې محرومې طبقې دي اؤ ددې څخه به يو نيم لک کسان گټه پورته کړل شي.
ددغه مقصد لپاره په اوسني بجټ کې درې اعشاريه پينځه بلينه روپۍ بيلې کړل شوي دي.
دوړو قرضو منصوبه دبې روزگاره کسانو اؤ په ځانگړې توگه دتعليم يافته ځوانانو لپاره ده، ترڅو هغوي دخپل کاروبار شروع کولو جوگه شي.
تعليم يافته بې روزگاره ځوانانو ته به دليپ ټاپس ورکولو ترڅنگ هُنر ښودلى شي.
وزيراعظم وويل دځوانانو دتربيتي سکيم لاندې به د١٦ؤ کلونو دتعليمي ډگرۍ لرونکو کسانو ته به دهيواد اؤ دننه اؤ بهر دروزگار ترلاسه کولو لپاره عملي تربيت ورکولى شي.
هغه وويل د٨م کلاس پاس جينکو اؤ هلکانو طالب علمانو لپاره يوتهـ سکلډ ډيويلپمنټ سکيم شروع کولى شي، هغوي ته ديوې مياشتې پسر پينځه زره روپۍ ورکولى شي، ددغه سکيم لپاره حکومت اتۀ ملينه روپۍ بيلې کړي دي.
دهغه وينا وه وفاقي کابينې ددغو منصوبو دبنيادي ډهانچې منظوري دوړاندې څخه ورکړې اؤ دعملي کولو لپاره يې تيارۍ هم مکملې دي، هغه دخلکو څخه ددغو منصوبو دميرټ په اساس دروڼ انده جوړولو لپاره تجويزونه وغوښتل.
نواز شريف وويل دملک اؤ قام دمفاداتو تقاضا ده چې ځوانان دې پخپلو پښو اودرول شي.
هغه وويل داولسي حکومت دستونزو څخه دپاکستان دويستلو لپاره پخه اراده کړې ده.
نواز شريف وويل نن دکومې وينا لپاره نۀ بلکې ددغو څو گامونو داعلان لپاره حاضر شوى اؤ دغه منصوبې دهغوي دمنشور برخه وه.
نواز شريف وويل ځوانانو سره دانتخابي مهم په مهال ژمنه کړې وه چې ورته به داسې موقعې برابرولى شي چې پخپله به هم گټه کوي اؤ خپله کورنۍ به هم ساتي.
وزيراعظم دپي ائي اى ، پاکستان سټيل اؤ ريلوى يادونه وکړه اؤ وې وئيل ددغو ادارو مثال دټولو په وړاندې دى اؤ دمياشتې پرې ٥٠٠ اربه روپۍ خرڅ کولى شي.
وزيراعظم وويل په يادو شوؤ ادارو کې په سفارشونو دبهرتو کولو سره ميرټ شاته غورځول شوى.
هغه وويل هيله لري چې دپاکستان معيشت دومره مضبوط چې دقرض اخستو ضرورت پيښ نۀ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG