لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎جنوبي وزیرستان: د مخور قامي مشر ملک جمیل په ګاډي بمي برید کې د هغه زوي وژل شوی اؤ څلور تنه ژوبل شوي


د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د واڼا سره نزدې کړي کوټ سیمه کې د ځايي مشر ملک جمیل په ګاډي چاودنه شوې، چې پکې د هغه ۲۵ کلن زوی شمس الدین وژل شوی او اؤ دملک جمیل په ګډون څلور نور کسان ژوبل شوي دي.

په ژوبلو کې یو بل ځايي مشر ملک عبدارشید هم شامل دی.

‎د پولیسو وینا ده چې پېښه نن د اتوار په سهار د واڼا په کړي کوټ سیمه کې هغه مهال شوې، کله چې ملک جمیل او د هغه زوی شمس الدین واڼا ته روان وو اؤ په ګاډي یې بمي چاودنه وشوه.

پولیس وایي چې په چاودنه کې مړه او ژوبل کسان د واڼا روغتون ته رسول شوي دي.

‎د روغتون سرچینو ډيوه ته ویلي د ملک جمیل او دوو نورو ژوبل لارویانو حالت ښه دی خو وايي د ملک عبدالرشید حالت د خطر سره مخ دی.

د پېښې د پلټنو په اړه پولیس وایي چې تر اوسه د چاودنې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې، او پلټنې روانې دي.

‎ملک جمیل د احمدزي وزیر قوم مشر دی او زیاتره وخت د قامي پرېکړو او جرګو پر مهال د ریاست پر امنیتي تګلارو نیوکې کوي.

ځینې خلک وايي چې هغه له تېر څه وخت راهیسې د سیمې د امنیتي او انتظامي چارواکو سره په ټکر کې دی.

‎د ملک جمیل زوی، شمس الدین، په پنجاب پوهنتون کې د سوشیالوجۍ زده کوونکی و او د پښتون ایجوکېشنل ډویلوپمنټ موومنټ غړی هم و.

د پښتنو ځوانانو او په ځانګړي ډول د جینکو د تعلیم لپاره هغه یوه فعاله مبازره کوله. د هغه وژنه د سیمې لپاره یوه لویه ضایعه بلل کېږي.

‎په دې وروستیو کې په وزیرستان او افغانستان سره په پوله پرتو نورو قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان حکومت د وسله والو د ختمولو لپاره د عزم استحکام په نوم د نوو عملیاتو پیلولو منظوري ورکړې ده، خو د سیمې خلک د دې عملیاتو مخالفت کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG