لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي افغانستان لپاره د کمې بودیجې له امله په میلیونونه افغانان له بشري مرستو بې برخې شوي


کارپوهان وايي د مرستو راجلبولو دپاره په افغانستان واکمنو طالبانو ته سياسي اړيکې پراخول او د جينکو په تعليم او د ښځو په کار لګول شوو محدوديتونو کې بدلون راوستل مهم دي
کارپوهان وايي د مرستو راجلبولو دپاره په افغانستان واکمنو طالبانو ته سياسي اړيکې پراخول او د جينکو په تعليم او د ښځو په کار لګول شوو محدوديتونو کې بدلون راوستل مهم دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي چې د روان 2024م کال په مهال په افغانستان کې خلکو ته مرستو رسولو دپاره د غوښتل شوې بودېجې يوازې څه د باندې 20 فيصده برخه يې ترلاسه کړې چې دغې کمښت له امله په ميليونو شمېره کې افغانان د بشري مرستو نه بې برخې شوي دي۔

کارپوهان وايي د مرستو راجلبولو دپاره په افغانستان واکمنو طالبانو ته سياسي اړيکې پراخول او د جينکو په تعليم او د ښځو په کار لګول شوو محدوديتونو کې بدلون راوستل مهم دي۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي د قدرتي پېښو او خراب اقتصادي وضعيت له امله په هېواد کې بشري مرستو باندې د خلکو تکیه سېوا کيږي۔

په افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوهه ښاغلی امین ستانکزی وایي، افغانستان کې ځکه د مرستو غوښتنې سېوا شوي دي او ډېرو مرستو ته اړتيا ده چې د کاروبارونو وضعيت ښه نه دی.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلی ستانکزی وایي"هم دا رنګه د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د مرستو کموالی دی، د دې مرستو راجلبولو دپاره لابنګ پکار دی، سياسي اړيکي پراخه کول پکار دي او هم دا رنګه سياسي ثبت ډېر زيات مهم دی"

د اوچا په رپورټ کې ويل شوي چې د بودیجې کمښت له وړاندې څخه درې میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو څخه محروم کړي، د پنځه کلونو څخه د کم عمر 1،3 میلیونه ماشومانو او 4 لکه او 70 زره امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو ته غذايي خدمتونونه بند شوي دي۔

کارپوهان وايي د افغان ولس په مرستو تکيه کمولو دپاره مهمه ده چې په بېلا بېلو برخو کې سرمايه کاري وکړل شي چې په دې توګه خلک د معاش ګټلو جوګه شي۔


په افغانستان کې د يوې غير دولتي ادارې چارواکی عطاالله همدرد وایي" افغانستان يو زرعي او صنعتي هېواد دی خو مونږه تر اوسه په زراعتو کې داسې بنيادي کارونه نه دي کړي چې مونږه وکړل شو چې خلکو ته د کار زمينه بربرا کړو يا وکولې شو چې خلک د هغې له اقتصاد ورغوي"

نوموړی وایي ،هم دا رنګه که مونږ صنعت وګورو نو په صنعتي برخه کې د نظر وړ کار نه دی شوی او دا برخه کار ته ضروررت لري.

د هغه "په وینا ترڅو پورې چې مونږه د صنعت او زراعتو په چوکاټ کې خلک په کار نه کړو، مونږ نشو کولی چې خلک د بشري مرستو نه خلاص کړو"

ادارې ویلي چې د بودیجې د کمښت له کبله د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې 180 نه سېوا روغتیايي مرکزونه چې څه باندې 2 میلیونو تنانو ته یې خدمتونه چمتو کول تړل شوي دي۔

د اوچا ترمخه د طالبانو له خوا په ښځو اوجينکو لګول شویو محدودیتونو مرستو ترلاسه کولو او خدمتونو ته د ښځو او جينکو د لاس رسي مخه نیولې۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي بايد د افغانستان موجوده واکمنان د ښځو د تعليم او په کار لګول شويو محدوديتونو کې بدلون راولي چې د مرستو د کمښت لامل و نه ګرځي۔

په افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوهه اصف ستانکزی وایي، ملګرو ملتونو د 2024م کال دپاره په افغانستان کې څه باندې 23 میلیونو اړمنو افغانانوته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د 3،06 اربه ډالرو د بودیجې غوښتنه کړې وه چې اوس مهال په مجموعي ډول د 2،45 اربه ډالرو د کمښت سره مخ ده۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG