لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اؤ آی ایم ایف مذاکرات، څېړونکي وایي دا ځل به پاکستان د پور د پېسو بل قسط زر ترلاسه کړي


Pakistan IMF
Pakistan IMF

د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف ترمنځ د 3 اربو ډالرو دلنډ مهاله پور د پروګرام د نوي قسط د ترلاسه کولو پسر د اقتصادي ارزونې یا جاج اخستو مذاکرات په اسلام اباد کې روان دي او مطبوعاتي رپورټونه وايي ټاکل شوې ده چې د پاليسۍ په کچه د خبرو دوېم پړاو به د راتلونکي ګل په ورځ پېل شي.

څېړونکي د تېرې يوې هفتې راهیسې پېل شوو مذاکراتو ته په کتلو سره وايي، داسې ښکاري چې د مخکې په پرتله داځل د اېنده قسط د زر ترلاسه کېدو اميد زيات دی.

د اقتصادي چارو خبريالان وايي پاکستان د تېرو څو کلونو راهیسې د بهرني مالیاتي ملاتړ د ستونزې سره مخ دی او هر کال دې کې د 6 نه تر 8 اربو ډالرو تشه یا خلا راځي چې پاکستان د نورو هېوادونو په امداد ډکه کړې وه.

د اقتصادي چارو خبریال محمد وقاض اعظيم وي او ای ډیوه ته وایي،سږ کال هم د پاکستان حکومت هڅه کوي چې دا ځل بيا د خپلو دوستو هېوادونو په مالي مرسته د بهرني فنانسنګ دا تشه ډکه کړي،

هغه وایي د چين حکومت پاکستان ته باور ورکړی چې دپاکستان په ذمه د ورپورې پورونو د بېرته ستنولو نيټه وغځوي او ددې ترڅنګ د سعودي عرب او پاکستان ترمنځ هم خبرې روانې دي چې د بهرني فنانسنګ په مد کې د پاکستان مرسته وکړي .

نوموړی وایي ددې تر څنګ دا کوشش هم روان دی چې د سعودي عرب څخه پاکستان په قرضو کوم تېل اخلي چې هغه نور سېوا کړي.

د پاکستان حکومت دعوه لري چې د آی اېم اېف پروګرام زياتره اهداف یې مکمل کړي او د جاج اخستنې خبرې په ښه توګه مخکې روانې دي.

ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون په يو خبر کې د اړونده سرچينو له قوله ویلي چې نړيوالې مالياتي ادارې د پاکستان څخه د برامداتو په اړ کې د مني لانډرنګ او د پېسو د شګمن لېن دېن د مخنیوي لپاره هم د سختې تګلارې جوړولو غوښتنه کړې ده.

د تېر اګست میاشت کې د نګران حکومت لخوا د واک ترلاسه کولو وړاندې، د اتحادي حکومت په دوره کې پاکستان د آی اېم اېف نه د پخواني قرض پروګرام اخري دوه قسطونه په ډېر ځنډ سره ترلاسه کړي وو، او په اخر کې هغه پروګرام نيمګړې پاتې شو.

تر دې وروسته پاکستان د روان مالي کال په جولاى مياشت د 3 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره، د آی اېم اېف سره د نهو میاشتو لنډ مهاله لوظنامه لاسلیک کړې وه چې اوله جاېزه یې د نومبر دمياشتې د لومړې هفتې نه روانه ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه شهريار بټ وايي نړیوالې مالياتي ادارې له پاکستان څخه د مځکو په اخستو، خرڅولو او د توک پرچون کاروبار کونکو دوکاندارانو په امدن د ټېکس لګولو غوښتنه کړې ده

وي او ای ‌‌‌‌‌ډیوه سره خبرو کې هغه وایي،تر څو چې پاکستان د ټېکسونو جال پراخه نه کړي نو هر راتلونکی حکومت به د مالياتي تولې د ستونزې سره مخ کېږي او اوس ښه موقع ده چې نګران حکومت دا کار وکړي ځکه چې دا حکومت پرشا سياسي پېټی یا بار نه لري .

د ملک د خزانې نګران وزيره شمشاد اختر وايي چې د قرض پروګرام لاندې په ټولو اهدافو عمل روان دی او په وړومبۍ اقتصادي جاېزه کې د آی اېم اېف په ټولو شرطونو عمل ترسره شوی دی.

ددې جاېزې په سرته رسېدو سره به پاکستان ته د 70 کروړو ډالرو دوېم قسط ترلاسه شي او بيا په فرورۍ کې د دويمې جاېزې په بشپړه کېدو سره به پاتې د 1.2 اربو ډالرو د ترلاسه کولو وړتیا ولري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG