لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمداباد:هند پاکستان ته ګټي له د 193 رنزونو حدف ایخودی


 دهندي کرکټ ټيم کپتان مهندران سنگهـ دهوني نظر لري چې دپاکستان فاسټ باؤلر محمدعرفان هغوي پريشانه کړي او په دې خبره يې دحيرانتيا څرگندونه کړې چې هغه ته لمړۍ موقع ولې نۀ وه ورکړل شوې
دهندي کرکټ ټيم کپتان مهندران سنگهـ دهوني نظر لري چې دپاکستان فاسټ باؤلر محمدعرفان هغوي پريشانه کړي او په دې خبره يې دحيرانتيا څرگندونه کړې چې هغه ته لمړۍ موقع ولې نۀ وه ورکړل شوې
دپاکستان او هند ترمينځ په دوؤ ټي ټوئنټي ميچونو دمشتمل سيريز دوهم او اخري ميچ سردار پاټيل سټيډيم احمداباد کې شروع شوې او پاکستان د ټاس ګټلو وروستو هند ته د بېټنګ کولو بلنه ورکړی ده.
هند په مقرره 20اوورنو کې د پینځه لوبغاړو په اوټ کیدو 192 رنزونه جوړ کړی دی. د هند لخوا یوراج سنګه د اوو چهکو او څلورو چوکو په وهلو 72 رنز جوړ کړل او دهند کپتان منندر سنګه دهوني 33 رنز جوړ کړل. د پاکستان لخوا عمر ګل یو واری بیا خه بالنګ اوکو او د هند څلور لوبغاړي ېي اوټ کړي.
دپاکستان دقومي ټيم کپتان محمدحافظ وائي چې دلمړي ټي ټوئنټي دگټلو وروستو يې حوصلې لوړې شوي دي او په دوهم ميچ کې به هم مينه وال نۀ مايوسه کوي.
حفيظ وائي چې په ټي ټوئنټي ټرافۍ دقبضې لپاره ټول ټيم سخت محنت کوي ، دموجوده ټيم ټول لوبغاړي دښې کارکردگۍ څرگندونه کوي ، ځکه نو دهند په ضد دوهم ميچ کې مو دکوم بدلون په اړه سوچ نۀ دى کړى.
همدغه شان دهندي کرکټ ټيم دکپتان مهندرا سنگهـ دهوني وينا ده چې ددوهم ميچ دگټلو لپاره به بيټسمينانو ته دذمه وارۍ څرگندونه کول وي.
هغه وويل چې عموماً دپاکستان او هند ترمينځ ميچونو کې سخته مقابله کيږي او دکرکټ مينه وال به مونږ په دوهم ميچ نۀ مايوسه کوؤ.
احمداباد کې لوبيدونکى دغه ميچ به په مجموعي توگه ددواړو ټيمونو ترمينځ پينځم ميچ وي.
دقومي ټيم کپتان محمد حفيظ دا هم وائي چې دټي ټوئنټي دسيريز په گټلو سره قام ته دنوي کال دتحفې ورکولو پخه اراده لرو.
دهندي کرکټ ټيم کپتان مهندران سنگهـ دهوني نظر لري چې دپاکستان فاسټ باؤلر محمدعرفان هغوي پريشانه کړي او په دې خبره يې دحيرانتيا څرگندونه کړې چې هغه ته لمړۍ موقع ولې نۀ وه ورکړل شوې.
بنگلور کې ترسره شوي لمړي ټي ټوئنټي کې پاکستان هند ته په پينځوؤ وکټو ماتې ورکړې وه.
دواړه ټيمونه په ټي ټوئنټي ميچونو کې يو بل ته څلور ځله مخامخ شوي دي چې پکې دوه ميچونه هند، يو پاکستان گټلي او يو برابر شوى دى.
هند ته په لمړي ټي ټوئنټي کې دماتې ورکولو وروستو پاکستان د انټر نيشنل کرکټ کونسل دټي ټوئنټي په درجه بندۍ کې ددريوؤ درجو په پرمختگ کولو سره دريم نمبر ته راغلى او دسري لنکا ټيم دتيرپشان په لمړي مقام دى.
دپينځوؤ کلونو څخه دزياتې مودې وروستو ددواړو روايتي رقيبو هيوادونو ترمينځ دکرکټ رابطې بحال شوي دي چې مينه والو او دکرکټ لوبغاړو يې هم انتظار کولو.
دهند حکومت ددغه کرکټ دسيريز لپاره تقريباً دريوؤ زرو پاکستاني مينه والو ته ويزې جاري کړي دي.
له دې وروستو به ددواړو خواؤ ترمينځ ديو ورځنو ميچونو سيريز پيل کيږي چې پکې به لمړى په 30م دسمبر چنائي کې،دوهم په دريمه جنورۍ کولکته او دريم او اخرى يو ورځنى ميچ به په شپږمه جنورۍ ډهيلي کې لوبولى شي.
دپاکستان دون ډى اؤ ټيسټ کرکټ ميچونو کپتان مصباح الحق وينا ده چې هند ته دپاکستان ددورې وروستو بايد هند هم په راتلونکي کال کې دپاکستان دوره وکړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG