لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بجلۍ وروسته پاکستان کې د تېلو نرخونه هم زیات کړل شوي


PAKISTAN-ECONOMY-OIL
PAKISTAN-ECONOMY-OIL

په پاکستان کې حکومت د بجلۍ له نرخونو لوړولو وروسته د تېلو نرخونه هم زیات کړي اؤ د یو لیټر پټرولو بیعه ۲۷۵ روپو اؤ ۶۰ پېسو ته رسېدلې ده.

د تېلو د نرخونو لوړېدو په اړه د خپرې شوې حکومتي اعلامیې له مخې یو لیټر پټرول ۹ روپۍ اؤ ۹۹ پیسې خېژول شوي اؤ د ډیزلو نرخ کې بیا د یو لیټر پسر شپږ روپۍ اؤ اتلس پيسې اضافه اعلان کړل شوې ده اؤ نرخ یې ۲۸۳ روپو اؤ ۶۳ پیسو ته رسیدلی دی.

همدا شان د خارو تیل هم په یو لیټر کې یوه روپۍ اؤ ۸۵ پیسې ګران کړل شوي اؤ نوې بیعه یې ۱۸۳ روپۍ اؤ ۷۱ پېسې ټاکل شوې ده.

حکومت د نوي مالي کال لپاره د پټرول لیوي حد د ۶۰ روپو نه ۷۰ روپو ته لوړ کړی دی.

د پټرولو له بیعو لوړېدو یوه ورځ وړاندې پاکستان کې د بجلۍ په نرخونو کې هم اضافه اعلان کړل شوې وه.

تر دې وړاندې په ۳۰م جون هم د خزانې وزارت د پټرولو نرخ کې د یو لیټر پسر ۷ روپۍ اؤ ۴۵ پېسې اؤ د ډیزلو نرخ کې د نهه روپو نه زیاته اضافه اعلان کړې وه.

پاکستان کې هر پینځلس ورځې وروسته د پټرولو په نوې بیعې تړل کیږي اؤ په نړیوله منډهي کې د تېلو د بیعو غورځېدو له امله دا څو میاشتې د پاکستان حکومت هم د پټرولو بیعې ټيټې کړې وې خو اوس یې یو وارې بیا د تېلو نرخونه خيژول پیل کړي دي.

څېړونکي وایي د پاکستان منظور کړل شوي نوي وفاقي بجټ کې چې کوم درانه ټیکسونه لګول شوي د هغې تر مخه به د ګراني نوره سیوا کیږي اؤ د ولس ستونزې به ورسره زیاتیږي.

په بجټ کې په زيات کړی شوو ټېکسونو کې ۴۸ فيصده نېغ په نېغه او ۳۵ فيصده غېر مستقیم ټېکسونه شامل دي. ددې تر څنګ په کې په تېلو د ټېکسونو نه په امدن کې د ۶۴ فيصده اضافې اندازه لګول شوې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG