پاکستان او ترکیې د ګډو ډرامو جوړولو، د دواړو هیوادونو د سرکاري ټیليویژن چینلونو د ګډو خپرونو چلولو او د ډرامو ښودلو پر سر موافقه کړې ده.
د ریډیو پاکستان د رپوټ له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ او د ترکیې د صدارتي دفتر د اړیکو مشر پروفیسر فحرتین التون تر منځ په یوه ناسته کې د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو پر سر اتفاق شوی دی.
په دې ناسته کې د رسنیو په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا، د ولسي ډیپلوماسۍ د ودې، د اسلاموفوبیا او غلطو معلوماتو د مخنیوي، د رسنیو د پلاوو تبادلې او د ګډ پروډکشنز جوړولو په ګډون په نورو موضوعاتو موافقه وشوه.
دواړو مشرانو د پاکستان ټیليویژن (پي ټي وي) او د ترکیې د سرکاري ټیليویژن (ټي آر ټي) لپاره د ګډو خپرونو پر جوړولو او د ترکیې د مشهورو ډرامو د پاکستان په ټیليویژن د ښودلو موافقه وکړه.
په دې موقع د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر وویل چې د پاکستان او ترکیې ګډو پروډکشنز تیارولو سره به د دواړو هیوادونو کلتورونه د یو بل سره تبادله شي.
د ترکیې د صدارتي دفتر د اړیکو مشر پروفیسر فحرتین التون وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسنیو همکاري به د اسلامفوبیا او غلطو معلوماتو پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.
دا لا روښانه نه ده چې ایا د پاکستان مشهورې ډرامې به هم د ترکیې په سرکاري ټیليویژن ښودل کېږي که نه، خو امکان شته چې د پاکستاني ډرامو لپاره به هم زمینه برابره شي.
له دې وړاندې وخت په وخت د پاکستان په سرکاري ټيليویژن د ترکیې مشهوره ډرامه «ارطغرل غازي» او نورې مشهورې ډرامې ښودل شوې دي، او د پاکستان ډرامې په ترکیه کې هم وخت ناوخت د هغوی په ټیليویژنونو کې خپرې شوي دي.
سربېره پر دې، په پاکستان کې د شخصي ټیليویژن چینلونو له خوا د ترکیې ډرامې له تېرو څو کلونو راهیسې خپرېږي.
په پاکستان کې چې کله عمران خان وزیراعظم ؤ نو هغه په کال ۲۰۲۱م کې قام ته د ترکيې د ډرامو ارطغرل، یونس ایمري اؤ د تصوف په اړه د ترک لیکوالې د لیکل شوي ناول "د مینې څلوېښت اصول" نه د جوړې شوې ډرامې د کتلو وړاندیزونه کړي وؤ.
عمران خان ویلي وؤ د کورني نظام د بچ کولو اؤ بې حیایۍ د مخنیوي په خاطر یې دګڼ شمیر نورو ګامونو اخستو ترڅنګ د ترکي ډرامه هم پاکستان ته راوړې ده خو هغه مهال ګڼ شمیر لیکوالانو اؤ کار پوهانو د عمران خان په دې دریځ نیوکې کړې وې او ویلي یې وؤ چې د ترکي ډرامې د پاکستاني ټولنې ذهنونه خرابوي.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې لیکوال اؤ صحافي روښان یوسفزي ویلي وؤ ”د ترکي اؤ زمونږ کلتور کې د زمکې اؤ اسمان فرق دی، هغه خلک د یورپ سره په پوله پراته دي اؤ زمونږ نه ډیر مخکې تللي دي اؤ پخپلو ډرامو کې هغه څه ښیي چې په یورپ کې کیږي“.
هغه ویلي وؤ ډرامه دیو قام دکلتور عکاسه وي اؤ هغه په عامو ذهنونو ډیرې سمدستي اؤ ژورې اغېزې کوي نو ځکه مونږ په هیڅ حواله پخپل قام د یورپ دکلتور دتپلو طرفداري نه شو کولی.
Forum