لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان پوځ وایي د اورګاډي پېښه کې 18 پوځیان وژل شوي خو بي ایل اې د 214 پوځیانو د وژلو دعوه کړې
تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي د اورګاډي پېښه کې 18 پوځیان وژل شوي خو بي ایل اې د 214 پوځیانو د وژلو دعوه کړې


د پاکستان ناکراره صوبه بلوچستان کې په ۱۱مه فرورۍ په جعفر اور ګاډي شوي برید اؤ له هغې وروسته د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د پوځ اؤ بیلتون پاله وسله والو لخوا د مرګ ژوبلې په اړوند مخې ته متضادې شمېرې راغلې دي.

پوځ وایي دې عملیاتو کې د 18 امنیتي اهلکارو په ګډون ټول 26 مسافر وژل شوي اؤ عملیاتو کې یې د 33 وسله والو د وژلو دعوه هم کړې ده .

خو برید کوونکې بلوڅ بیلتون پاله وسله والې ډلې بي ایل اې بیا پخپل یو تازه بیان کې دعوه کړې ده چې هغوي یرغمل نیولي ټول 214 پوځیان د دوؤ شواروزو له ورکړل شوي مهلت پوره کېدو وروسته وژلي دي.

بي ایل اې په عملیاتو کې د خپلو 12 وسله والو وژنه تایید کړې ده.

ازادو سرچینو لا د پوځ اؤ بي ایل اې دواړو لخوا ورکړل شوې شمېرې نه دي تایید کړي خو څېړونکي وایي پوځ چې د وژل شوؤ اؤ ژغورل شوؤ کسانو کومې شمیرې مخې ته راوړي هغې کې واضحه تضاد لیدل کیږي.

په 11مه فرورۍ د کوټې نه پېښور ته په روان اور ګاډي جعفر ایکسپریس د بولان په یوه غرییزه سیمه کې وسله والو برید کړی ؤ اؤ ددغه ګاډي ټول مسافر یې یرغمل کړي وؤ.

ددغه برید پړه بیلتون پاله بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې دوي په اور ګاډي کې 214 پوځیان اؤ د استخباراتي ادارو غړي هم برامته کړي دي.

په کوټه کې د ریل ګاډي د محکمې یو لوړ پوړي چارواکي وي او اې ډیوه ته منلې وه چې په برامته شوي اور ګاډي کې تر 440ؤ زیات مسافر سواره وؤ.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار مشر لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ د ریل ګاډي د پېښې په اړه رسنیو ته د معلوماتو ورکولو په وخت دعوه وکړه چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 354 مسافر ژوندي ژغورل شوي.

د شریف چودري په وینا د ترهګرو لخوا 18د پوځ اؤ ایف سي کسان وژل شوي، درې تنه د ریل اؤ نورو محکمو وژل شوي اؤ پینځه وژل شوي کسان عام وګړي دي.

د ریل له برامته کولو وروسته بي ایل اې پخپل یو بیان کې حکومت ته مهلت ورکړی ؤ چې په دوؤ شواروزو کې دننه دې د بلوچستان ټول سیاسي بندیان، لادرکه کسان اؤ د وسله والو ملګري خوشې کړي ګنې برامته شوي کسان به ووژني.

بي ایل اې ویلي وؤ چې 214 پوځیان اؤ استخباراتي مامورین یې په ولکه کې دي اؤ که حکومت یې غوښتنې ونه مني نو هغوي به ووژني.

خو پرون د پوځي ویاند له پریس کانفرنس وروسته د جمعې په ماښام بي ایل ای په ټولنیزو رسنیو خپور کړي خپل یو بیان کې دعوه وکړه چې حکومت ته د ورکړل شوي 48ؤ ساعتو د مهلت په پوره کېدو یې ټول یرغمل 214 پوځیان وژلي دي.

بي ایل اې ویلي چې د پوځ لخوا په شوؤ عملیاتو کې د هغوي دولس وسله وال وژل شوي اؤ دعوه یې کړې ده چې جګړه اوس هم روانه ده.

د پاکستان پوځ لا د بي ایل اې دې تازه دعوې ته څه غبرګون نه دی ښودلی اؤ نه هم لا ازادو سرچینو دا خبره تایید کړې ده چې ګنې بي ایل اې 214 پوځیان وژلي دي.

بي ایل اې پخپل بیان کې دا هم ویلي چې د پاکستان پوځ د کومو کسانو د ژغورلو دعوه کوي هغه دوي پخپله خوشې کړي‌ دي.

څېړونکي وایي پوځ چې د جعفر ایکسپریس په پېښه کې د وژل شوؤ اؤ ژغورل شوؤ کسانو کومې شمیرې وړاندې کړي په هغې کې واضحه تضاد لیدل کیږي.

اسلام اباد کې میشت وتلی خبریال مطیع الله جان وایي د پوځ ویاند چې د پریس کانفرنس په مهال د څومره مسافرو د ژغورلو اؤ د وژل کیدو شمیرې مطبوعاتو ته ښودلي اؤ په ریل کې چې څومره مسافر ناست وؤ یا په دغه ورځ د جعفر ایکسپریس څومره ټکټونه پلورل شوي نو محتاحه اندازه ښیي چې د پوځ لخوا ښودل شوؤ شمیرو کې اوس هم د اویاؤ کسانو کموت راځي.

هغه وایي که په رښتیا د جعفر ایکسپریس پېښه کې 26 کسان وژل شوي نو بیا باید پوځ ووایي چې دغه 70 کسان چرته غایب دي؟

نوموړي پخپل یو ويلاګ کې د جمعې په ورځ ویلي چې پوځي ویاند پخپل پریس بریفنګ کې حتی دا خبره هم واضحه نه کړه چې د پېښې ښکار شوي ریل ګاډي کې څومره پوځیان یا د امنیتي ادارو کسان سواره وؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG