لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: په خېبر او جنوبي وزیرستان کې دوه عسکر او یو ترهګر وژل شوي دي


د پوځ‌ ترمخه،‌‎ بله پېښه د جنوبي وزيرستان په سرویکۍ سيمه کې شوې چېرته چې د پوځ په ګزمه یو ګاډي ته سړګ په غاړه  ښخ بارودي توکو یا ائی ډي چاودنه شوې چې په کې د اورکزۍ سره تعلق لرونکی 23 کلن سپاهي بنارس خان او د خیبر قبایلي ضلعې 23 کلن سپاهي عبد الکریم وژل شوي دي
د پوځ‌ ترمخه،‌‎ بله پېښه د جنوبي وزيرستان په سرویکۍ سيمه کې شوې چېرته چې د پوځ په ګزمه یو ګاډي ته سړګ په غاړه  ښخ بارودي توکو یا ائی ډي چاودنه شوې چې په کې د اورکزۍ سره تعلق لرونکی 23 کلن سپاهي بنارس خان او د خیبر قبایلي ضلعې 23 کلن سپاهي عبد الکریم وژل شوي دي

‎د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخوا له افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو خېبراو جنوبي وزيرستان کې د پوځ او د وسله والو جګړه شوي او بمي چاودنه کې دوه پاکستاني پوځي عسکر او یو ترهګر وژل شوی او دوه ترهګر په زخمي حالت کې نیول شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د جنوبي وزیرستان د چاودنې زمه وارۍ منلي او پوځ ته یې د تاوان اړولو دعوې کړي دي.

‎پوځ د زیارت، پنجشنبې، په شپه نا وخته وویل د خیبر ضلعې په تیراه علاقه کې د امیني ځواکونو او د وسله والو په جګړه کې یو ترهګر وژل شوی او دوه نور په زخمي حالت کې نیول شوي دي.

‎پوځ په خپل بیان کې دعوه کړې وژل شوی او نیول شوي ترهګر په علاقه کې په څو ترهګرو بريدونو او په هدفي حملو کې ککړ او امنيتي ادارو ته انتهايي مطلوب وو. پوځ د وژل شوو ترهګرو د کومې ډلې د سره تړون په اړه څه نه دي ویلي او په بیان کې پوځ ته کوم تاوان اړولو په څه ویلي دي.

د پوځ‌ ترمخه،‌‎ بله پېښه د جنوبي وزيرستان په سرویکۍ سيمه کې شوې چېرته چې د پوځ په ګزمه یو ګاډي ته سړګ په غاړه ښخ بارودي توکو یا ائی ډي چاودنه شوې چې په کې د اورکزۍ سره تعلق لرونکی 23 کلن سپاهي بنارس خان او د خیبر قبایلي ضلعې 23 کلن سپاهي عبد الکریم وژل شوي دي.

‎پوځ ويلي، په علاقه کې د لټون عمليات دوام لري . پوځ په خپل بیان کې وویل د پاکستان امنيتي ځواکونه د ملک څخه د ترهګرۍ لعنت ختمولو ته ژمن دي او د زړورو پوځي ځوانانو قربانۍ يې حوصلې نورې پياوړ کوي.

‎تحريک طالبان پاکستان د جنوبي وزيرستان په سرویکۍ علاقه کې د پوځ په ګاډي د بريد زمه واري منلې او داسې څه یې نه دي ویلي چې ایا ډلې ته هم څه زیان رسېدلیل دی او که نا؟

‎د پاکستان پوځ وخت په وخت د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او ورسره څنګ ته پرتو سيمو کې د ترهګرو د وژلو دعوې کوي. او تحریک طالبان پاکستان وخت په وخت په امنيتي ځواکونو د بريدونو زمه وارۍ مني.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG